اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی؛ د نبي وروستۍ بشپړه مرکه دلته ولولئ

سپینه تجريدي ډیزاین

د کرېک بز وېب پاڼې د محمدنبي عیسی خېل اوږده مرکه خپره کړې، په دې مرکه کې دوی لیکلي دي، چې ښایي دا به د محمدنبي وروستی پنځوس اوریز جام وي، چې لوبوي یې.
نبي اوسمهال ۳۱ کاله عمر لري او بل نړیوال پنځوس اوریز جام په ۲۰۲۳ م کال کې کېږي.
کله چې ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام رارسېږي، محمدنبي عیسی خېل به هغه مهال ۳۵ کلن وي.
هغه بیا د محمدنبي خوښه ده، چې یو ورځنۍ لوبې د افغانستان لپاره کوي او کنه.
که ځان کې یې ځواک لیده او ښه لوبېدای شوای، بیا نو لوبډله هم ورته هرکلی وایي.
د کرکټ نړۍ ډېری لوبغاړو له ۳۵ کلنۍ نیولې تر ۳۹ کلنۍ پورې لوبې کړي او په همدغو دوو عمرونو کې ډېری کرکټ لوبغاړي یو ورځنۍ لوبې پرې اېښي او مخه ښه یې ورسره کړې.
58a562b2aaaae2be781d2545f1b89337e886d033 0 اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی؛ د نبي وروستۍ بشپړه مرکه دلته ولولئ
محمدنبي عیسی خېل د افغانستان لپاره په ۱۱۳ یو ورځنیو لوبوکې پرله پسې لوبېدلی.
نبي او کرېک بز وېب پاڼې ته یې کیسه
عیسی خېل د ۲۰۰۶ م کال کیسه رااخېستې، هغه وایي ۲۰۰۶ م کال کې مونږ هانکانګ ته د اسیا جام په غوراوي سیالیوکې ماته ورکړه او مونږ اسیا جام ته تر یوې اندازې ورنږدې شو.
دی وایي ما هغه مهال فکر وکړ، چې زمونږ کرکټ پیاوړی شوی او له دې اخوا نور لوړکرکټ نشته.
خو وروسته مو له نېپال ماته وخوړه او دې ماتې مونږ د اسیا جام له سیالیو پاتې کړو، عیسی خېل کاږي مونږ ټول سخت مایوسه وو او له کرکټ څخه مو زړه تور شو.
هغه زیاتوي؛ د هر افغان دا ارمان او هیله وه، چې خپل لوبغاړي د تلویزیون په پرده وګوري.
GettyImages 691989242 اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی؛ د نبي وروستۍ بشپړه مرکه دلته ولولئ
دی وایي هغه مهال مونږ هم خورا حېران وو، چې څنګه مو هانکانګ مات کړ.
نوموړی زیاتوي کله چې د اسیا کرکټ شورا او د نړۍ کرکټ شورا دوی ته لوبې برابرولې، مونږ به دا سوچ نه کاوه، چې مونږ اوږود مهاله هدفونه لرو.
د عیسی خېل په وېنا هانکانګ ته چې مو ماته ورکړه؛ فکر مو دا و، چې زمونږ د کرکټ مېلې همدلته پای ته ورسېدې.
ما فکر کاوه چې مونږ به بېرته خپل عادي ژوند ته ستنېږو.
خو کله چې په ۲۰۰۶ م کال کې د اسیا کرکټ شورا اعلان وکړ، چې هره لوبډله راروانې لوبې وګټي؛ نو هغوی به د رسمي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي او پنځم پړاو لوبو ته به لوړاوی وکړي.
ورپسې د کرکټ شورا اعلان وکړ، که دوهمه درجه هېوادونوکې د دوی پړاوي سیالۍ هرکال یوه لوبډله وګټي هغوی به نړیوال شل اوریز او یا هم پنځوس اوریز جام ته لار ومومي.
Mohammad Nabi اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی؛ د نبي وروستۍ بشپړه مرکه دلته ولولئ
مونږ هر یو دا سوچ نه کاوه چې مونږ به دومره پرمخ ځو، خو یواځې د هغه وخت روزونکي تاج مالک عالم د پرمختګ غوښتونکی و او د پرمختګ توقع یې لرله.
له دې وروسته تاج مالک عالم هر لوبغاړی تشویق کړ، ورته یې وویل چې ښې لوبې وکړي او داسې لوبه وکړي لکه همدا یې چې وروستۍ لوبه وي.
یعنې هر لوبغاړی باید لوبه کې پوره خواري وکړي.
نبي عیسی خېل زیاتوي یو ځل د سهار چای ته له مېز ګرد چاپېره ناست و، یوولس کسیزه لوبډله ترتیب شوه او روزونکي وویل چې څوک لوبو سره موافق دي؟
عیسی خېل وایي دوی بیا د اسیا جام په غوراوي سیالیو کې ماته خوړلې وه او همدې ماتې د لوبغاړو زړه مات کړی و.
د نبي په وېنا تاج مالک عالم وویل چې د نېپال خلاف د دوی ماته په کمزورې ډګر ساتنې پورې تړلې وه.
دی وایي وروسته مونږ سخت غوسه وو، د عربي متحده اماراتو پر وړاندې سیالۍ ته ووتو او هر لوبغاړي به دا هڅه کوله چې ۳۰۰ درجې لوبغالی په بونډریانو ستړی کړي.
نبي وایي له دې وروسته زمونږ د کرکټ پرمختګ پیل شو، لوبغاړو کې جذبه پېدا شوه او لوبډله په بریاوو سر شوه.
prv 1541130372 اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی؛ د نبي وروستۍ بشپړه مرکه دلته ولولئ
هغه وایي کله چې مو دوهمه درجه لوبډلې ماتې کړې، نو کرکټ د افغانانو په زړه کې د ۲۱ مې پېړۍ د غوره ورزش ځای ونیو.
محمدنبي او د لوبډلې نورو لوبغاړو پنځه ځلې د اسیا او نړیوال جام غوراوي سیالیو کې ولوبېدل.
نوموړی زیاتوي د دوهمه درجه هېوادونو پر وړاندې بریاوو مونږ د ۲۰۱۰ کال نړیوال شل اوریز جام ته ورسولو او د بریاوو دا سلسله له همغه وخته پیل ده او سر مو دا دی اوس د ۲۰۱۹ م کال تر نړیوال جامه راورسېد.
دلته مو اوس تازه په تمریناتي لوبه کې پاکستان مات کړ، له هغې وړاندې اسیا جام لوبو کې مو سریلانکا، بنګله دېش او هندوستان نهیلي کړل.
ایرلېنډ مو په تاریخي ټېسټ لوبه کې مات کړ او د شل اوریزو لوبو لړۍ مو ترې وګټله.
د محمدنبي د لوبې ارمان
عیسی خېل خپله کیسه داسې غځوي، د مهاجرت په دوران کې به زما همېشنۍ هیله دا وه، چې افغانستان یوه لوبډله ولري، نړیوالو لوبو کې ولوبېږي او زه یې یوه برخه شم.
دی وایي وخت راغلی چې افغان لوبډلې د ټېست لوبو بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، د یو ورځنیو لوبو په لسو غوره لوبډلو کې یې ځای وموند او په شل اوریزو لوبو کې تر اتم او اووم مقامه راورسېدو.
د کرېک بز وېب پاڼه زیاتوي د محمدنبي عیسی خېل د مهاجرت د وخت هیله پوره شوه او ارمان یې هم سر شو.
د مهاجرت د ژوند کیسه یې
د مهاجرت ژوند د هېواد له ژوند سره پوره توپیر درلود، دوی هم د ۳ اعشاریه ۳ ملیونه مهاجرو افغانانو په منځ کې وو، چې د جنګ جګړو له امله یې خپل خوږ ټاټوبی افغانستان پرېښود او ګاونډي هېواد پاکستان ته کډه شول.
474507 afghanistan t20 wc 700 اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی؛ د نبي وروستۍ بشپړه مرکه دلته ولولئ
عیسی خېل کیسه کوي، چې افغانستان کې مونږ د کوچیانو په څېر ژوند کاوه، خو په مهاجرت کې مو د ترقۍ او مدني ژوند پیل وکړ او دا ژوند د کوچیتوب له ژوند څخه په خورا توپیر کې و.
افغان غوره الراونډر نبي خېل خپله کیسه داسې سپړي، ما په پاکستان کې کرکټ ته مخه کړه، په افغانستان کې طالبانو کرکټ بند کړی و او د ۱۹۹۶ کال څخه وروسته یې بېرته پیل کړ.
کله چې د حامد کرزي په مشرۍ نوی دولت جوړ شو؛ نو افغانستان کې یو غېر رسمي کرکټ بورډ رامنځته شو، دغه بورډ په پېښور کې یوه لوبډله جوړه کړه، مونږ په کلب کې د هارډ بال لوبه کوله او زه دا وخت هیڅ چمتو نه وم، چې د افغان لوبډلې لپاره لوبه وکړم.
هغه وایي کله چې زه خبر شوم، چې افغان ملي لوبډله جوړېږي، زه خورا خوښ شوم؛ غېرې ارادي چمتو شوم، نو ټریل یا ازموینه مې ورکړه.
افغان ستوری محمدنبي عیسی خېل په ټریل یا ازموینه کې بریالی شو، د افغان لوبډلې غړی شو، دا مهال په افغانستان کې نسبي امن و؛ خو جګړه په بشپړ ډول پای ته نه وه رسېدلې.
چاودنې کېدلې، ځانمرګي بریدونه کېدل او لرو پرتو سیموکې جګړې کېدلې.
نبي وایي کله چې زه د ملي لوبډلې سره افغانستان ته راتلم؛ نو کورنۍ مې د امنیتي ستونزو له امله اجازه نه راکوله.
هغه وایي ما مې کورنۍ راضي کړه او بالاخره افغانستان ته راغلم.
دی زیاتوي ما لوبې وکړې او په هېواد کې مې خورا محبوبیت وموند.
د پاکستان او افغانستان هوا کې لږ څه توپیر و، د اونۍ په اوږدو کې مې له هوا او خوراک سره اشنايي او توافق وکړ.
DN اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی؛ د نبي وروستۍ بشپړه مرکه دلته ولولئ
دی وایي کله چې د کرزي په اوله دوره کې افغانستان ته راغلو؛ نو کابل ویجاړ و، هرې خوا د مرمیو او مردکیو نښې وې، دلته هرڅه ویجاړ و او هیڅ ابادي نه وه پاتې.
نوموړی زیاتوي زه ډاډه یم، چې دا مهال افغانستان کې کرکټ هیچا په ټوله او مسلکي معنا نه پېژانده.
د افغان لوبډلې رازغورنېدل او د نړیوالو کرکټ بورډونو ملاتړ
دا چې افغانستان په کرکټ کې سر راهسک کړ، دې کې د هېوادوالو د تشویق ترڅنګ د نړیوالو کرکټ بورډونو پوره ونډه ده.
د مېرېلېبن کرکټ کلب د افغانستان لوبغاړو لپاره اموزینه واخېسته، د لومړي ځل لپاره د دغه کلب لوبو ته حمیدحسن او محمدنبي عیسی خېل وټاکل شول.
له دې وروسته بیا افغان لوبډلې ته د دوهمه درجه هېواد په توګه د لوبو کولو زمینه برابره شوه، ورزشي سفرونه یې پیل کړل.
بیا د دې وخت شو، چې دوی د کرکټ ستورو توپ وهونکو له سچېن ټېنډولکر، انضمام الحق او کیوین پېټرسن سره مخ شول، هغوی سره یې په جال یا نېټ کې تمرینات وکړل.
دا لیدل د دې سبب شول، چې محمدنبي خپل کرکټ کې لا پیاوړی کړي او ښه لوبغاړی شي.
د کرکټ نړیوالې شورا پنځم پړاو لوبې او د افغانستان بریا
افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا پنځم پړاو یا ډېویژین فایف لوبو کې پیل وکړ، دې لوبه کې یې جرسي لوبډلې ته ماته ورکړه او پایلوبه افغانستان وګټله.
نبي وایي کله چې مونږ د دې لوبو څخه د اتلولۍ په ګټلو سره خپل د خاپوړو ټاټوبي ته راستانه شوو؛ نو په خپل هېواد کې دننه په هوایي ډګرکې راته خورا شاندار مراسم نیول شوي وو او کوڅو کې راسره افغان ننداره کوونکو ګرمې مېلې وکړې.
Mohammad Nabi 2 اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی؛ د نبي وروستۍ بشپړه مرکه دلته ولولئ
دی وایي له دې وروسته مونږ پوه شوو چې مونږ کولای شو لا پرمختګ وکړو.
د هغه په وېنا دا مهال مونږ مثبت احساس واخېست او پوه شو، چې د خلکو دعاوې راسره دي.
ستوری عیسی خېل کیسه کوي، چې دوی سکاټلېنډ، ایرلېنډ او ځېنو نورو لوبډلو ته ماتې ورکړې او بالاخره د یو ورځنیو لوبو غړیتوب یې هم ترلاسه کړ.
دی وایي د ۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام غوراوي سیالیوکې مونږ لوبډلې ماتې کړې؛ خو پایلوبه کې مو له کاناډا ماته وخوړه او د ۲۰۱۱ م کال نړیوال جام څخه پاتې شو.
هغه زیاتوي دا به د الله ج رضا وه، چې مونږ نړیوال جام ته غوره نه شوو.
له افغان لوبډلې په نړیوال کرکټ کې د پاکستان او انګلستان ملاتړ
د نبي په خبره دا چې افغانستان نړیوال کرکټ ته لار ومومي؛ نو پاکستان او انګلستان به هر وخت زمونږ ملاتړ کاوه او مونږ به یې نړیوالو لوبوکې غوښتلو.
دی وایي مونږ ډېرې ښې لوبې وکړې او همدا لوبې وې، چې مونږ یې نړیوالو لیګونو کې اخېستلو ته چمتو کړو او بالاخره سوپرسټارز یا نړیوال کرکټ ستوري راڅخه جوړ شول.
د پاکستان او بنګله دېش په لیګونو کې لوبېدل
محمدنبي وایي هغه مخکې د پاکستان په سوپر سوداګریزکرکټ لیګ او د بنګله دېش په سوداګریزکرکټ لیګ کې لوبېدلی و او دې لوبو افغان لوبغاړو ته د اسټرالیا په بېګ باش لیګ او د ویسټ انډیز په کارابین کرکټ لیګ کې د اخېستلو دلچسپي زیاته کړه.
بالاخره راشدخان او محمدنبي، د ځېنو نورو افغان لوبغاړو لکه مجیب الرحمن، قېس احمد، حضرت الله ځاځي او نورو په شمول لیګونوکې ولوبېدل او ریکارډونه یې جوړکړل.
آې پي ایل کې یې لوبېدل
3 106 اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی؛ د نبي وروستۍ بشپړه مرکه دلته ولولئ
دی وایي په آې پي ایل کې زمونږ اخېستل زمونږ په لوبو خورا مثبت اغېز وکړ، له لوبغاړو سره بلد شو او لوبې مو وکړې.
هغه زیاتوي مونږ له دې لارې خورا کیفي لوبغاړي وموندل او دا د افغانستان کرکټ په پیاوړتیا کې د ملا د تیر رول لري.
نبي په وروستیو کې خپلې خبرې په دې پای ته رسولي، چې مونږ اوس د نړۍ ځواکمنه لوبډله یو او اوسنی افغانستان، هغه پخوانی نه دی.