محمد نبي د بیګ باش سیالیو کې لوبیدو لپاره اسټرالیا ته رسیدلی !

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د لوبیدو په موخه اسټرالیا ته رسیدل دی.

 د بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ تجارتي سیالۍ د راتلونکې چهار شنبې په ورځ په اسټرالیا کې پیلیږي، چې ورته د کرکټ مشهوره پیاوړي لوبغاړي هم رسیدلي دي.

 په دغه سیالیو کې د دویم ځل لپاره افغان لوبغاړي ګډون کوي، چې مجیب الرحمن لا د وړاندې، خو ورپسې محمد نبي عیسی خیل هم تللی دی.

د دریم افغان لوبغاړي راشد خان په یو ویډیوي پیغام کې ویلي دي، چې ډیر ژر به له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.

Mohammad Nabi محمد نبي د بیګ باش سیالیو کې لوبیدو لپاره اسټرالیا ته رسیدلی !

آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز ګډون کوونکې لوبډلې دي، چې پکې د دویم ځل لپاره محمد نبي عیسی خیل د مبلرن رینیګیډز، راشد خان د آډلایډ سټرایکرز او مجیب الرحمن د لمړي ځل لپاره د بریسبان هیټ لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

 د ۸ م پړاو لوبې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نېټه د تیر ۷ م پړاو اتلې آډلایډ سټرایکرز او بریسبان هیټ لوبډلې ترمنځ په لمړۍ سیالۍ سره پیل کیږي.

 د اسټرالیا د کورني کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ترسره شوې، چې پکې سډني سیکسرز د لمړي ځل اتلولي خپله کړې وه.

 په ټوله کې ۳ ځل پرت سکارچرز، یو ځل بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.

دغه سیالۍ به د ۶۱ ورځو دوام وروسته د راتلونکې ۲۰۱۹ م کال فیبرورۍ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې دوام وکړي.