شکیب الحسن د ویسټ انډیز پر ځای له محمد نبي زور وویست !

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي شکیب الحسن د ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سیالیو په غبرګو لړیو کې په خپلې ګټې د افغان الرانډر کار خراب کړ.

 د بنګله دیش او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روانه ډیسمبر میاشت کې درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه سیالۍ ترسره شوې، چې پکې بنګله دیشي الراونډر شکیب الحسن د بهترینې کار کردګۍ په ترسره کولو سره د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې مخکې تګ وکړ.

 نوموړی لمړی د درې ۵۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو وروسته د ۵۰ اوریزه سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې له دریم مقام څخه دویم ته ورسید او ورپسې یې درې ۲۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو وروسته په ۲۰ اوریزه درجه بندۍ کې هم دویم مقام خپل کړ.

mohammad nabi 1457938442 800 شکیب الحسن د ویسټ انډیز پر ځای له محمد نبي زور وویست !

 بنګله دیشي شکیب الحسن په دې کار سره افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل په دواړو ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې له خپل دویم مقام څخه وروسته کړ.

نوموړي نه یوازې په دغه کار کردګۍ سره محمد نبي عیسی خیل وروسته کړ؛ بلکې د یو ورځینیو سیالیو لمړی الراونډر راشد خان هم وننګو، چې یواځې د یو پواینټ په وروسته والي یې دویم مقام کې پاتې شو.

 اوس مهال افغان راشد خان د ۳۵۳ ریټینګ په درلودلو سره لمړی، شاکیب الحسن د ۳۵۲ ریټینګ سره دویم او محمد نبي د ۳۳۷ ریټینګ پواینټونو په درلودلو سره دریم مقام لري.

 همدا راز دغه بنګله دیشی لوبغاړی په وروستۍ کارکردګۍ سره د ۲۰ اوریزه سیالیو د بالرانو په درحه بندۍ کې هم له خپل پخواني ۱۰ م مقام څخه ۷ ته رسیدلی دی او ورسره د ټیسټ سیالیو په الراونډرانو کې هم په لمړي مقام راج کوي.