څیړنې؛ خندا، د هر مرض دوا !

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د نړۍ يو ډېر مشهوره متل دی چې وايي “خندا د هر درد درملنه ده” دا متل د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو په ټولنيز ادبياتو په بېلابېلو ډولونو راغلی دی او افغانانو هم د خپل ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه يو ځل اورېدلی دی او افغانان بيا وايي چې خندا د ژوند مالګه ده.

خو موږ په دې نه پوهېږو چې ايا رښتیا هم خندا د هر درد درملنه ده او که نه؟

په نننۍ لیکنه کې غواړو دا موضوع له دوديزو او طبي اړخونو وڅېړو او تاسو ته په دې اړه پوره معلومات درکړو د ليکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!

پخوانیو په دې باور درلود چې خندا د هر هغه درد چې دوا نه لري درملنه کوي؛ همدارنګه نوې څېړنې هم ښيي کله چې انسان خاندي د ټول بدن په ځانګړي ډول د مغزو کیمياوي مواد یې له منځه ځي او د دې لامل کېږي چې انسان ښه احساس پيدا کړي او د انسان د هر ډول درد درملنه وکړي.

نوې څېړنې ښيي چې د خندوونکو او په زړه‌پورو خپرونو تر لیدو وروسته د بټاانډورفين او د ودې د هورمون د ترشح کچه له ۲۷ څخه تر ۸۷ سلنې پورې لوړېږي.

همدارنګه هغه کسان چې ډېر خاندي په بدن کې د سټرېس د هورمون د ترشح کچه ښکته وي.

نو له همدې امله هغه کسان چې تل خندوونکې خپرونې ويني او يا په داسې غونډو کې ګډون کوي چې خندوونکې او جالبې خبرې پکې کېږي، د ارامتیا احساس کوي.

موږ کولای شو ووايو چې په ټوليز ډول خندا د انسان په روغتیا کې نېغ په نېغه ونډه لري. هغه انسانان چې خاندي له روحي او جسمي اړخه روغ وي نو ځکه خندا د ډېرو دردونو او ناروغیو لپاره درملنه ده.

حیرانونکی او جالبه به وي که پوه شي په فرانسه کې د ډېرو پرمختلليو ناروغیو د درملنې لپاره له خندا نه ګټه اخلي. دې ډول درملنې ته د خندا پر مټ درملنه ويل کېږي.

په دې ډول درملنه کې له خندوونکو توکو، خندوونکو ويډيوګانو، خندوونکو خپرونو او داسې نورو خندوونکو لوبو نه ګټه اخيستل کېږي.

ځينې نورې څېړنې ښيي، د دې ترڅنګ چې خندا د ناروغیو درملنه کوي، نه پرېږدي چې انسان په اسانۍ په ناروغيو اخته شي، يعنې خندا په يو ډول له ناروغیو مخنیوی کوي.

ځکه چې خندا د عضلو د پرانیستل کیدو لامل کېږي او د ماغزو د کړنو په ښه والي باندې اغیز کوي.

هغه کسان چې هر کله په خپلو شونډو خندا لري د زړه پر ناروغيو نه اخته کېږي، ځکه چې خندا د زړه په رګونو کې د وينې د جريان لامل کېږي نو له همدې امله خندا د زړه د ناروغيو او حملې مخنیوی کوي.

همدارنګه خندا د دې لامل کېږي چې د انسان د ساه اخيستلو سیسټم سم شي. ځکه چې خندا د انډروفین هورمون د ترشح لامل کېږي او نوموړی هورمون د بدن جوړونې کې لويه ونډه لري او د انسان د بدن انرژي ډېروي.

د لیکنې په وروستۍ برخه کې باید ووایو چې د خندا په اړه د پورته ياد شويو ګټو ترڅنګ خندا د ژور خپګان مخنیوی هم کوي او هغه کسان چې ډېر خاندي په ژور خپګان نه اخته کېږي. ځکه چې د سروټونین او نوراډرلین هورمون ترشح د ژور خپګان لامل کېږي او خندا د انډروفین هورمون د ترشح لامل کېږي او انډروفین هورمون د سروټونین او نوراډرلین هورمون اغېز له منځه وړي او نه پرېږدي چې انسان په ژور خپګان اخته شي او ترڅنګ یې د حافظې د پیاوړتیا لامل هم کېږي.