هند نه د ځان ژغورنې پلمه؛ پاکستان په اسراییلوځان ساتي

سپینه تجريدي ډیزاین

له اسراییلو سره د پاکستاني حکومت د پټو او حتا استخباراتي اړیکو ډېرې ادعاوې شوې وې، خو اوس دا خبره مخ په رسمي کیدو ده.
د پاکستان پخواني ولسمشر او پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف دا ځل په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان د هند پر وړاندې د بریالیتوب لپاره باید اسراییل په رسمیت وپېژني.
د اړیکو اسلامي توجیه
دغه پخوانی پوځي دیکتاتور، چې د پاکستان د نورو ګڼو سیاستوالو په شان تل د اسلام له نومه ابزاري استفاده کوي، له اسراییلو سره وړاندیز کړو اړیکو ته هم اسلامي توجیه لټولې ده.
هغه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له اسراییلو سره د پاکستان اړیکې نه یوازې دغه هېواد؛ بلکې نورو اسلامي هېوادونو ته هم ګټه کوي.
ده د دغې ادعا شوې ګټې نور جزیات نه دي روښانه کړي، خو ویلي چې که پاکستان له اسراییلو سره اړیکې جوړې کړې، نورو اسلامي هېوادونو ته به هم د اړیکو ټینګولو زمینه مساعده او امنیت به یې غښتلی شي.
پخواني پاکستاني ولسمشر ویلي، چې ده د خپلې واکمنۍ پر وخت له اسراییلو سره د اړیکو ټینګولو هڅې وکړې، چې مثبته پایله یې نه لرله.
پروېز مشرف له اوسني پاکستاني حکومت څخه غوښتي، چې دوی دې په دې برخه کې خپلې هڅې په کار واچوي.
BeFunky collage 2 هند نه د ځان ژغورنې پلمه؛ پاکستان په اسراییلوځان ساتي
د مشرف تازه حال
پروېز مشرف، چې د واکمنۍ پر وخت یې د مالي فساد او د اساسي قانون د نقضولو ترڅنګ د پیپلز پارټۍ د مشرې او پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو په وژلو تورن دی، له ۳ کلونو راهیسې په دوبۍ کې ژوند کوي.
مشرف په پاکستان کې دوسیې لري، څو ځله محکمه شوی او محکوم شوی هم دی، خو په ضمانت یي د درملنې په نوم له زندانه ځان خلاص کړی او له هېواده وتی.
دی اوس وایي، چې روغتیا یې ښه ده او د ناروغۍ خبرونه یې ځینې له سیاسته د هغه د لیرې ساتلو په نیت کوی.
هغه، چې له واک وروسته یې په پاکستان کې یو سیاسي ګوند هم جوړ کړی، وایي پاکستان ته د داسې ورتګ لېواله نه دی، چې ورسره سم زندان ته واچول شي.
نوموړی د عمران خان د حکومت ملاتړ کوي او وایي د هغه په واکمنۍ کې ممکن پاکستان ته ور ستون شي.
د مشرف په وینا د عمران خان د کابینې نېمایي غړي د ده پخواني وزیران دي.