د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یوورځنیو لوبو کې د توپاچونکو درجه بندي اعلان کړه، چې پکې یو لړ بدلونونه راغلې دي.
د یادو بدلونونو په اساس د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپاچونکی مجیبځدران له درېیم ځای څخه دویم ځای ته پورته شوی، چې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یې هم یو قدم پرمختګ وکړ.
مجیب ځدران مخکې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې درېیم ځای درلود، خو اوس په اعلان شوې تازه درجه بندي کي ورته د ۷۰۸ نمرو په ورکولو سره دویم ځای لري.
په یوورځنیو لوبو کې د توپاچونکو نوې اعلان شوې درجه بندي
۱ـ ټرینټ بولټ: نیوزیلنډ، ۷۳۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۲ـ مجیبځدران: افغانستان، ۷۰۸ نمرې، یو قدم پرمختګ یې کړی.
۳ـ کریس ووکس: انګلستان، ۷۰۰ نمرې، یو قدم پرمختګ یې کړی.
۴ـ مهدي حسن: بنګلهدېش، ۶۹۲ نمرې، دوه قدمه شاهتګ یې کړی.
۵ـ ماتي هینري: نیوزیلنډ، ۶۹۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۶ـ جسپریت بومرا: هندوستان، ۶۸۳ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۷ـ جوش هزلوډ: اسټرالیا، ۶۶۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۸ـ شکیبالحسن: بنګلهدېش، ۶۵۰ نمرې، نهه قدمه پرمختګ یې کړی.
۹ـ کاګسو ریباډا: سویلي افریقا، ۶۴۸ نمرې، یو قدم شاهتګ یې کړی.
۱۰ـ پات کومینز: اسټرالیا، ۶۴۶ نمرې، یو قدم شاهتګ یې کړی.
Shakib Al Hasan makes massive gains in the latest @MRFWorldwide ICC Men's ODI Player Rankings for bowling 🔥
Full list: https://t.co/Wu0HhMH6O3 pic.twitter.com/J4Zw22b02t
— ICC (@ICC) July 21, 2021
مجیب ځدران پر داسي مهال د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یو قدم پرمختګ کړی، چې هغه یوه اونۍ وړاندې د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې هم یو قدم پرمختګ وکړ.
یوه اونۍ وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه سیالیو کې د توپاچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې مجیبځدران د شپږم مقام څخه پنځم مقام ته پورته شوی.
هغه اوس د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې د ۶۸۷ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.
.
شل اوریزه سیالیو کې د توپاچونکو درجه بندي
۱ـ تبریز شمسي: سویلي افریقا، ۸۲۱ نمرې.
۲ـ راشدخان: افغانستان، ۷۱۹ نمرې.
۳ـ عادل رشید: انګلستان، ۶۹۵ نمرې.
۴ـ وانیندو سیلوا: سریلانکا: ۶۹۳ نمرې.
۵ـ مجیبځدران: افغانستان، ۶۸۷ نمرې.
۶ـ ایشټون آګر: اسټرالیا، ۶۷۶ نمرې.
۷ـ تیم سوتي: نیوزیلنډ، ۶۶۹ نمرې.
۸ـ آدم زیمپا: اسټرالیا، ۶۴۱ نمرې.
۹ـ ایش سودهي: نیوزیلنډ، ۶۴۰ نمرې.
۱۰ـ پابین آلین: نیوزیلنډ، ۶۲۲ نمرې.