د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالۍ د روان ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۹مه نېټه د اتلس لوبډلو ترمنځ پيل شوې او د سیپټمبر میاشتې تر ۲۱مې نېټې پوري به دوام وکړي.
ددې لیګ په سږنیو لوبو کې اوس نوینالحق، محمدنبي او قیساحمد له خپلو لوبډلو سره یوځای دي او ورسره لوبیږي، چې مجیب ځدران به هم ډېر ژر له خپلې لوبډلې سره یوځای او بیا ولوبیږي.
ددې ترڅنګ بل نامتو افغان لوبغاړی راشدخان هم د پاکستان په سوپرلیګ کې له خپلې لوبډلې لاهور قلندرز څخه جلا، چې ډېر ژر به انګلستان ته سفر وکړي او له خپلې لوبډلې سره به یوځای شي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes