مجیب؛ په CPL لوبو کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستي

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي مجیب الرحمن ځدران د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې تر ټولو توپ‌اچونکو ډېرې ویکټې اخیستې دي.
مجیب توانېدلی، چې په کارابین لیګ کې ۱۳ ویکټې تر دې دمه واخلي.
هغه دا ویکټې په ۶ لوبو کې اخیستې دي.
یاران uncategorized 1439 مجیب؛ په CPL لوبو کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستي
تر مجیب راوروسته په دې لیګ کې ۱۱ عمران طاهر، ۱۱ کوګلي، ۱۰ محمدنبي، ۱۰ امریت ، ۱۰ کوک ویلیمس، ۹ لمیسچین، ۹ راشدخان، ۷ بریتوېت او ۷ ویکټې بیا ایډوارډز اخیستې دي.
یاران uncategorized 1442 مجیب؛ په CPL لوبو کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستي
د ویسټ اندیز کورنۍ تجارتي سیالۍ د ۶ افغان لوبغاړو په شتون کې د اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيل شوې او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري به دوام وکړې.
محمدنبي، راشدخان ارمان، نوین‌الحق، نجیب ځدران، ظاهرخان او محیب ځدران هغه افغان لوبغاړي دي، چې په دې لیګ کې د بیلابیلو لوبډلو سره لوبیږي.
یاران uncategorized 1440 مجیب؛ په CPL لوبو کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستي
د راپورنو له مخې افغان لوبغاړي به د کارابین لیګ په وروستیو لوبو کې ونه لوبیږي؛ ځکه د هیواد په شپږیزه کرکټ لیګ کې به ګډون وکړې.
شپږیزه کرکټ لیګ بیا د سیپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه پيلیږي او د یادې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پوري به دوام وکړې.