مجیب ځدران د اسټرالیا په ستر سوداګریز لیګ ( بیګ باش) کې واخېستل شو

سپینه تجريدي ډیزاین

د اسټرالیا سوداګریزلیګ چې هر کال په ډېسمبر ، جنوري او فبروري میاشتو کې ترسره کېږي، سږ کال پکې مجیب ځدران د برېسبېن هیټ لوبډلې واخېست.
د برېسبېن هیټ لوبډلې مشر ویټوري ویلي، چې مجیب ځدران په ۲۱ مه پېړۍ کې زېږېدلی ځوان دی او ۱۷ کاله عمر لري، دې زیاتوي، چې مجیب د خپلې ملي لوبډلې لپاره یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ لوبوکې لوبېږي او ډېر موثر دی.
مجیب ځدران په هیټ لوبډله کې دوهم بهرنی سپېن بالر دی، چې اخېستل کېږي، له دې وړاندې پاکستانی شاداب هم اخېستل شوی.
سږ کال د بي بي ایل یا بېګ بېش لیګ اتم پړاو ترسره کېږي، ویکي پېډیا معلوماتي وېب پاڼې لیکلي، چې ۲۰۱۸ کال بي بي ایل لیګ د ډیسمبر په ۱۹ مه نېټه پېلېږي او د فبروري تر ۱۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

مجیب بیا ویلي، چې له اې پي ایل یا د هندوستان له سوداګریز کرکټ لیګ څخه وروسته مې په بېګ بېش لیګ کې لوبېدل یوه هیله وه، چې دا هم پوره شوه.
سږ کال بي بي ایل کې ۸ لوبډلې لوبېږي، چې هره لوبډله اتلس لوبغاړي لري او په دغو اتلس لوبغاړو کې دوه باندني وي.
مجیب او بېن کټېنګ اوس مهال د ننګرهار لوبډلې لپاره د افغانستان پریمیرلیګ په لوبوکې لوبېږي او بېن کټېنګ بیا اسټرالیا کې هم له مجیب سره یو ځای شو.
مجیب د ۲۰۱۸ کال هندوستان سوداګریزو سیالیوکې د پنجاب لوبډلې په ګټه ولوبېد، چې ۱۴ وېکټې یې واخېستې بیا ژوبل شو او په ۶ اعشاریه ۹۹ ایکانومي باندې یې توپ اچونه وکړه.

د هیټ لوبډلې روزونکي ډانیل وېټوري ویلي، چې دا د خوښۍ ځای دی، چې برېسبېن هیټ لوبډله یوه بله ځوانه هستي پېداکوي.
وېټوري ویلي، چې مجیب د انګلستان په بلاسټ سیالیوکې د همپشایر په ګټه ولوبېد.
د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د مجیب دې لوبډله عبارت ده له :
مکس بریانټ، جو برنز، بېن کټېنګ، برېنډن مکالم، برېنډن ډاګېټ، سام هیزلیټ، مارنوس لبوس چېنج، جوش لالور، کرېس لین، برېنډن مکالم، جمېزپټېنسن، جیمي پېرسن، جېک پرېسوېج، متیو رېنشاو، الېکس راس، مارک سټېکېټي، مېچ سوېپسن او مجیب ځدران.
تېرکال د دې لوبو اتلولي اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې ترلاسه کړه، چې راشدخان هم پکې لوبېږي.

دا د دې سیالیو اتم پړاو دی، تېر کال په دې لوبوکې راشدخان په اډیلایډ لوبډله کې او محمدنبي عیسی خېل په مېلبورن رېنېګېډز لوبډله کې ولوبېدل.
راشد خان په خپل شتون کې اډلایډ سټرایکرز لوبډله تر پای لوبې ور ورسوله، خو په وروستۍ لوبه کې د افغانستان او زیمبابوې خلاف د کیدونکو سیالیو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ، خو لوبډلې یې بیا هم اتلولي خپله کړه.
دې سیالیو کې هره لوبډله د یو بل پر وړاندې دوه ځلې مخ کېږي.
سږکال په دې سیالیو کې اته لوبډلې لوبېږي، چې عبارت دي له اډیلایډ سټرایکرز، مېلبورن رېنېګېډز، برېسبېن هیټ، سېډني سېکسرز، سېډني تندر، هوبرټ هرېکېنز، پېرت سکارچرز او مېلبورن سټارزڅخه.
د دغه ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو ۷ م پړاو اتلولي د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې خپله کړې ده او په راتلونکي سیزن کې به هم له خپلې تیرې قهرمانۍ څخه دفاع کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.