مجیب ځدران: ویاړ دی، چې د نړۍ دوهم نمبر توپ اچونکی یم

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکې مجیب الرحمن ځدران د طلوع ټلویزیون سره په یوې تازه مرکه کې ویلې، د ویاړ ځای دی، چي د نړۍ دوهم نمبر توپ اچونکی یم.
مجیب ځدران په یاده مرکه کې وویل، چې په نړۍ کې ګڼ شمېر غوره توپ اچونکې شته، خو دا ورته د ویاړ خبره ده، چې دوه افغان لوبغاړي تر ټولو مخکې دي.
مجیب زیاته کړه:

«دا راته هم خوشحالي راکوي او هم یو لوی مسوولیت دی، چې د نړۍ دوهم نمبر توپ اچونکی یم. په نړۍ کې ګڼ شمېر ښه او غوره سلو توپ اچونکې شته، خو بیا هم د نړۍ لومړی نمبر راشد او د نړۍ دوهم نمبر زه یم، چي دا ډېر د خوشحالۍ ځای ده. مسوولیت هم، ځکه موږ غواړو د افغانستان لپاره ښې لوبې ترسره کړو او له دې هم افغان لوبغاړې پرمختګ وکړي.»

د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې دوه لوبغاړې راشدخان ارمان او مجیب الرحمن ځدران پر توپ اچونکو باچاهي کوي.
راشدخان په یاده درجه بندي کې د ۷۳۶ نمرو په درلودلو سره د نړۍ لومړی توپ اچونکی او مجیب ځدران بیا د ۷۳۰ نمرو په درلودلو سره د نړۍ دوهم نمبر توپ اچونکی دی.
د دې ترڅنګ بیا مجیب ځدران د یو ورځینو سیالیو په نړیواله درجه بندي کې د نړۍ درېیم نمبر توپ اچونکی دی.
هغه بیا د یو ورځنیو سیالیو په یاده درجه بندي کې ۷۰۱ نمره لري.
مجیب د افغان کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ سپین غر بازانو، بُست ډیپينډرز، کومیلا ویکټورینز، کینګز الیون پنجاب، همپشایر، ننګرهار لوپارډز، بریسبین هیټ او میډل سیکس کلبونو لپاره لوبې ترسره کړې دي.