د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو کم عمره لوبغاړی او د نړۍ په کچه ځلېدونکی کرکټ ستوری مجیب ځدران وایي، ما مې خپل پلار نه دی لیدلی او د هغه د مهربانۍ له سیوري محروم پاتی شوی یم.
مجیب ځدران د ۳ میاشتو و، چې پلاریې وفات شوی دی، هغه بیا د خپلې نیا یا انا په کور کې له نیکه او نیا سره ستر شوی دی.
هغه د خوست ولایت په ښکلې سیمه کې زېږدېدلی، افغانی مجیب الرحمن ځدران په داسې حالت کې رالوی شو، چې خپل پلاریې له لاسه ورکړی و.
د هغه د نیکه کورنۍ کوچنۍ سوداګري کوله، د مجیب پلار او نیکه یې په خوست او کابل کې یوه اندازه ځمکه درلوده.
د هغه د کورنۍ زیاتره غړي بې زده کړو وو.
مجیب الرحمن په داسې یو ځای کې اوسېده، چې د لوبې کولو لپاره سیمه ښه مساعده وه.
کله چې مجیب ځدران د ۱۳ کلونو و، څه ورسره وشول؟
مجیب ځدران چې د ۱۳ کلونوشو؛ نو وې غوښتل چې په خوست ولایت کې له ۱۶ کلونو کم عمره ولایتي لوبغاړو کې د کرکټ ازموینه یا ټرېل ورکړي، چې په لومړي ځل په دې ازموینه کې د کرکټ مسئولینو له خوا ناکام وشمېرل شو او غوره انتخاب نه شو.
بیا یې مور ورته وویل، چې له کرکټ څخه تېرشي او درس ووایي، تعلیم وکړي او خپل راتلونکی روښانه کړي؛ خو مجیب له کرکټ سره بې سارې مینه درلوده؛ د نوموړي اراده کلکه وه او بالاخره ناهیلی نه شو او دوام یې ورکړ.
مجیب له خپلې مور څخه غوښتنه وکړه، چې یوځل بیا غواړم ځان و ازمایم او دا ځل د نوموړي د ځلېدو بخت بیداره شوی و.
بالاخره هغه د ولایتي غوراوي کمېټې له خوا غوره شو او اوس هغه د نړۍ په کچه کرکټ کې ورځ تر بلې ځلېدونکی دی.
مجیب الرحمن کرکټ ډېره پورې له خپله ځانه زده کړی:
دوه لارې دي، چې مجیب یې د پرمختګ تر هسکو ورساوه او هغه یې د کرکټ پر اسمان لکه د ستوري وځلاوه:
۱: لومړی دا چې نوموړي لومړیو کې د کرکټ ځانګړی روزونکی نه درلود او ډېره پورې یې وړتیا فطري او طبیعي وه.
بیا وروسته په ۲۰۰۳ م کال کې کله چې هغه لا ماشوم او کاکایې نورعلي ځدران، د کرکټ ملي لوبډلې پیلوونکی لوبغاړی دی له ده سره مرستندوی شو.
نورعلي ځدران د کرکټ هغه لوبغاړی و، چې ټول افغانانو به د ده په تخنیکي کرکټ فخرکاوه او تر ډېره به د افغانستان لپاره ښه لوبېده.
نورعلي ځدران خپل پیل په ۲۰۰۹ م کال کې د اپرېل په ۱۹ مه نېټه د سکاټلېنډ خلاف وکړ.
د مجیب ځدران لېسټ ای او کورنی کرکټ:
ځوان ښي لاسی اف برېک توپ اچوونکي مجیب ځدران د لېست ای لوبو پیل په ۲۰۱۷ م کال کې د اګسټ په لسمه نېټه د خوست لپاره وکړ. نوموړی په لومړي ځل د غازي امان الله یو ورځنیو لېست ای کورنیو سیالیو کې ولوبېد.
له دې وروسته هغه په شپږیزه لیګ کې د لومړي ځل لپاره د بُست ساتونکو لوبډلې په ګټه ولوبېد، چې دا هم ۲۰۱۷ م کال و.
مجیب له شپږیزې لیګ وروسته د بنګله دېش په لیګ کې:
د ځوان لوبغاړي د بخت ستوری په ځلېدو شو، ورو، ورو د کرکټ په نړۍ کې په مشهورېدو شو او له دې سره یې ژوند هم ښه شو.
دا هغه خوب و، چې مجیب ځدران په رښتیا بدل کړ، هغه ډېر ژر د بنګله دېش په سوداګریز کرکټ لیګ کې د کامېلا وېکټورینز لوبډلې له خوا وپېرل شو.
دا د مجیب ځدران لپاره لومړنی نړۍ وال تړون و او د هغه په ژوند کې یو ستر ګام و.
مجیب ځدران نولس کلنو اسیا جام سیالیوکې:
مجیب ځدران د اسیا نولس کلنو جام سیالیوکې هغه لوبغاړی و، چې د نړۍ په کچه وځلېد او د نړيوالو پام ورواوښت.
په دغه اسیا جام کې هیچا فکر نه کاوه، چې د هندوستان، پاکستان او سریلانکا په شتون کې دې افغان لوبډله اتلولي یوسي؛ خو مجیب ځدران او نورو ځوانو لوبغاړو داسې کارکرده ګي وکړه، چې نړۍ یې د اسیا جام په اتلولۍ ګټلوسره حېرانه کړه.
دا د باور وړ نه وه، په دې لوبوکې مجیب ځدران په پنځه مسابقو کې شل وېکټې واخېستې، چې په ۲ اعشاریه ۷۶ ایکانومي یې توپ اچونه کړې وه.
مجیب ځدران د ټول ټورنمنټ مخکښ وېکټ اخېستونکی و.
له دې سترو کارنامو وروسته مجیب د افغانستان په ملي لوبډله کې غوره یا واخېستل شو.
په ملي لوبډله کې د مجیب داخلېدل د هغه د ژوند ستره ورځ وه:
مجیب الرحمن ځدران په ۲۰۱۷ م کال کې د ډېسمبر په پنځمه نېټه له ایرلېنډ سره په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان په ګټه ولوبېد.
نوموړي د ایرلېنډ خلاف لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۰ اورونوکې ۲۴ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې په لومړي ځل ترلاسه کړه.
مجیب ځدران د افغانستان لومړنی بالرشو، چې په خپله لومړۍ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د شل اوریزو لوبو پیل:
مجیب ځدران د شل اوریزه لوبو پیل په ۲۰۱۸ م کال کې د فبروري په ۵ مه نېټه د زِمبابوې خلاف وکړ.
مجیب ځدران په دغې لوبه کې په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او وېکټ یې وانخېسته.
که څه په دې لوبه کې مجیب ځدران ویکټ ترلاسه نه کړه، خو په کمه ایکانومي توپ اچونه او په توپ وهونکو فشار راوړل هغه څه و، چې مجیب یې د ستاینې مستحق کړ.
د نړۍ په سترلیګ اې پي ایل کې د مجیب اخېستل:
د مجیب قېمت پنځوس لکه هندي کلدارې و؛ خو د ډیلي او کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلو ترمنځ د هغه پر سر سیالي روانه وه، او دا مقابله بالاخره د پنجاب لوبډلې په ۴ کروړه روپیو پای ته ورسېده او پنجاب لوبډلې په څلور کروړه هندي کلدارو وپېره.
مجیب ځدران په دغه لیګ کې ۱۴ وېکټې واخېستې، چې د ویرات کولي په شمول د نړۍ مشهور لوبغاړي یې د خپلې توپ اچونې ښکار کړل.
د نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د مجیب لوبېدل:
د مجیب ځلېدلو د هغه په وړتیا کې شک پرېنښود او بالاخره د ۲۰۱۹ م کال نړۍ وال پنځوس اوریز جام غوراوي سیالیولپاره په افغان لوبډله کې بې له ځنډه واخېستل شو.
مجیب ځدران په خپلو زیاتو وېکټو اخېستلوسره افغان لوبډله د دغو سیالیو تر اتلولۍ ورسوله، افغان لوبډلې د غوراوي جام پنځوس اوریزې سیالۍ چې په زِمبابوې کې ترسره شوې، د اته لوبډلو په شتون کې اتلولي وګټله او په پایلوبه کې یې ویسټ انډیزته ماته ورکړه.
مجیب ځدران په دغه لیګ کې د راشدخان او سفیان شریف هومره وېکټې واخېستې، درې واړو ۱۷ اولس وېکټې اخېستې وې.
مجیب په مهمه پایلوبه کې د ویسټ انډيز څلور وېکټې وغورځولې او ۴۳ منډې یې ورکړې. د خپل لسم اور په پنځم توپ یې د ویسټ انډيز وروستۍ وېکټ وغورځوله او اتلولي یې د افغانستان په برخه کړه.
نوموړي کرېس ګېل په خپل لومړي اورکې له مخې پورته کړ.
مجیب ځدران له دې وروسته د انګلستان په غوره لیګ کې د همپشایر لوبډلې په ګټه ولوبېد.
اوس د افغانستان په سوداګریزکرکټ لیګ کې د ننګرهار په ګټه لوبېږي او په اسټرالیا کې په بېګ باش لیګ کې د برېسبېن هیټ لوبډلې وپېره. نوموړی د هندوستان خلاف په تاریخي ټېسټ لوبه کې هم ولوبېد.
د ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیوکې د مجیب ځدران شتون د افغان لوبډلې په پلوۍ بې اغېزې نه و.
په اې پي ایل کې نوموړي په خپله لومړي لوبه کې دوه وېکټې واخېستې.
کله چې مجیب د ۱۶ کلونو او ۲۵۲ ورځو و، خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې د ایرلېنډ خلاف وکړه، چې افغان لوبډله کې لومړنی ځوان لوبغاړی و او د نړۍ په کچه نهم کوچنی او ځوان لوبغاړی حساب شو، چې په کم عمر کې لوبې پیلوي.
هغه لومړنی ریکارډ جوړوونکی لوبغاړی دی، چې ۲۱ مه مېلادي پېړۍ کې زېږېدلی دی.
ما دا ټول معلومات د کرېک ټېکر وېب پاڼې څخه وژباړل؛ خو د افسوس ځای دا دی، چې نړۍ والې رسنۍ زمونږ د اتلانو په غم کې دي، چې د هغو په ژوند له هغوی سره مرکې وکړي، ولې زمونږ رسنۍ او کرکټ بورډ په دې برخه کې ډېر وروسته پاتې دی.
د ژباړې دا ویاړ د یاران وېب سایټ ترلاسه کړ، چې د یوه افغان بهترینه لوبغاړي د ژوند او لوبو داستان ستاسو مخ ته د لوستلو او پوهولو په موخه ږدي.