مجیب الرحمن چې د افغانستان اف سپېن بالر دی، د انګلستان په بلاسټ سوداګریزو کرکټ لوبو کې د مېډل سېکس لوبډلې پېرلی دی.
خو د یادې لوبډلې مشرانو ویلي چې مجیب الرحمن د ویزې ستونزې له امله نه شي کولای چې د بلاسټ سیالیو په لومړیو لوبو کې ګډون وکړي او په همدې خاطر د هغه پر ځای د اسټرالیا الراونډر کرېس ګرین واخیستل شو.
کیدای شي مجیب الرحمن د لوبو په منځ کې انګلستان ته ورسېږي او بیا له مېډل سېکس لوبډلې سره یو ځای شي؛ خو مخکې تر دې لوبو د هغه په نشتون کې کرېس ګرین واخیستل شو او لوبېږي به.
مجیب الرحمن اوس د پاکستان سوداګریزو لوبو کې هم د پېښور زلمي په ګټه لوبېدلی دی او بل پلو په افغانستان کې د کورونا وایروس د بلې څپې له امله حالت د قرنطین خواته روان دی.
نو ښایي مجیب الرحمن ته انګلستان ته په تګ کې یو څه ستونزې زیاتې وي او ژر به انګلستان ته ور نه رسېږي.
کرېس ګرین ۲۷ کاله عمر لري، چې د اف برېک توپ اچونې ترڅنګ توپوهنه هم کولای شي او د دې سربېره د انګلستان لوبو کې د واروېک شایر لوبډلې په ګټه لوبېدلی دی.
هغه د پاکستان، سي پي اېل، اسټرالیا لیګونو کې هم لوبېدلی دی او یو مطرح لوبغاړی دی.
په شل اوریزو لوبو کې یې ۸۷ وېکټې اخیستي او ۱۰۸ لوبو کې راڅرګند شوی دی.
په شل اوریزو لوبو کې یې په ۱۴ منډو ورکولو سره ۴ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه هم ده.
د مېډل سېکس لوبډلې مشر روزونکي سټورټ لا ویلي دي « ګرین یو باتجربه شل اوریزو لوبو کرېکېټر دی او د نړۍ په ټولو شل اوریزو لیګونو کې لوبېدلی دی، موږ له هغه هیله لرو چې د اسټرالیا بېګ باش لیګ کې د سېډني تندر لوبډلې ټولې تجربې دلته وکاروي او د مجیب تر راتګه پورې تشه راډکه کړي».
بلاسټ شل اوریزې لوبې
د وېټلېټي بلاسټ سیالیو نولسم پړاو د جون په ۹ مه په انګلستان کې د اتلس لوبډلو ترمنځ پیلیږي.
دا لوبې د سپټمبر په ۱۸ مه پای ته رسېږي.
له افغانستان څخه پکې مخکې محمدنبي عیسی خېل، قیس احمد، مجیب الرحمن، راشدخان، ظاهرخان لوبېدلي وو.
سږ کال هم پکې افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي.
د بلاسټ سیالیو اتلولۍ
دا لوبې په ۲۰۰۳ کې پیل شوي دي، چې لومړی پړاو یې سوري لاینز لوبډلې ګټلی و، دویم یې لېسېټر شایر فاکسیز په ۲۰۰۴، په ۲۰۰۵ کې سمرسېټ، په ۲۰۰۶ کې لېسِسټرشایر، په ۲۰۰۷ کې کېنټ سپېټ فایرز، ۲۰۰۸ کې مېډل سېکس، ۲۰۰۹ کې سسېکس، ۲۰۰۹ کې همپشایر، ۲۰۱۱ کې لېسېسټر شایر، ۲۰۱۲ کې همپشایر، ۲۰۱۳ کې نارتنټس سټیل بېکس، ۲۰۱۴ کې برمینګم بیرز، ۲۰۱۵ کې لنکاشایر لایټېنګ، ۲۰۱۶ کې نارتنټس سټیل بېکس، ۲۰۱۷ کې ناټس اوټلاس، ۲۰۱۸ کې ورسېسټرشایر رپېډز، ۲۰۱۹ کې اي سېکس ایګلز او ۲۰۲۰ کې ناټس اوټلاس لوبډلې اتلولي ګټلې وه.