لیکنه: محمدصابر حمیدي
اسلوونیا هېواد وتوانېد چې کرونا ویروس ته ماتې ورکړي او د دې ویروس په وړاندې، چې مبارزه ورسره کول سخت کار دی، بریالی شو.
د کرونا ویروس له امله، چې په اسلوونیا هېواد کې کوم بندیزونه لګېدلي وو، حکومت یې ټول بندیزونه لیرې کړل او د کرونا ویروس په وړاندې یې د بریا اعلان وکړ.
د اسلوونیا هېواد صدراعظم یامز یانش د کرونا ویروس په وړاندې د خپل هېواد د بریا اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې د دې هېواد وګړو کرونا ویروس ته ماتې ورکړه.
یامز یانش وویل: “په وروستیو دوو میاشتو کې کرونا ویروس پر دې هېواد څپه ووهله او تېر شو، نن موږ په ټوله اروپا کې د کرونا ویروس په وړاندې په مبارزه کې تر ټولو غوره لاستهراوړنه لرو.”
خو له دې سره سره د اسلوونیا حکومت په بېلابېلو بیانیو کې له خلګو غوښتي، چې د کرونا ویروس د بیاراتګ لپاره لازم تدابیر ونیسي او سر له اوسه لا په خپلو کې واټن مرعات کي او ماسکونه وکاروي.
د دې ترڅنګ په دې هېواد کې به تر نامعلومې مودې هغه لوی مراسم بندی وي، چې زیات شمېر خلک پکې راټولېږي.
د راپورونو له مخې په اسلوونیا هېواد کې به ۱۴ ورځې نور هم د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه روانه وي.
په ټولیزه توګه په دې هېواد کې ۱۴۶۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو، چې له ډلي یې ۱۰۳ کسان مړه شول.