
ژباړه: پلوشه فضلي
په پانګ کانګ کښي په لومړي ځل ثابت کړل سول چې تور ژړی وایروس د موږک په واسطه د انسان بدن ته انتقال سوی دی.
د پانګ کانګ یو اوسېدونکی چي د تور ژړي په مرض اخته و کله چې ډاکټر ته مراجعه وکړه – تر معاینې وروسته ډاکټرانو وویل چي نوموړی ځکه په تور ژړي اخته سوی دی چې ده د موږکانو په فوضله موادو ککړ خواړه خوړلي وه. ډاکټرانو پر دې اندېښنه ښودلې ده چي انسانانو ته له موږکانو وایروس انتقالېږي.
د پانګ کانګ یوې ډلې ډاکټرانو د یاد مریض له کوره لیدنه وکړه او هلته یې داسي څه پیداکړل چي ښودله یې د یاد مریض په کور کښي زیات موږکان موجود ول. د هغه ځای ډاکټرانو دا معلومه کړه چي د موږکانو په وجود کښي موجود HVA میکروب د یاد مریض ته انتقال سوی و او هغه یې زهرجن وباله.
له دې وړاندي داسي هیڅ ثبوت موجود نه و چي له موږکانو دې انسانانو ته میکروب انتقال سي؛ د دوی په وینا دا لومړی ځل دی چي ددې ادعا حقیقت ورته په ډاګه کېږي.