په کارکوونکو کې د انګیزې پيدا کول

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
یو رییس باید وکولای شي، چې په کارمندانو کې تر ټولو زیاته انګېزه رامنځته کړي، ترڅو هغوی ښه اغېزمنتوب ولري. په ډاډ سره ویلی شم، چې پیسې د انګېزې د رامنځته کېدو یو له لاملونو څخه دي، خو هرڅه نه دي. نور لاملونه هم د انګېزې د رامنځته کېدو سبب ګرځي، چې لاندې پرې رڼا اچوو:
په خپلو کارمندانو باندې اعتماد ولرئ
که کارمندان مو دې ته متوجه شي، چې په هغوی باندې بشپړ اعتماد لرئ، نو د تېر په پرتله لا ډېر زیات او ښه فعالیتونه ترسره کوي او د شرکت د بریا لپاره هڅه کوي، په کارمندانو باندې اعتماد لرل، د دې سبب ګرځي، چې هغوی په ځان باندې لا ډېر زیات باور پیدا کړي او له تاسو سره، موخو ته د رسېدو په لاره کې مو مرسته وکړي.
لنډ مهالې موخې ولرئ
په اوږد مهالو موخو سر بېره، هرومرو لنډ مهالې موخې هم ولرئ. کارمندانو اوږد مهالو موخو ته رسېدو او د خپلو د کارونو د پایلې لیدلو لپاره باید کلونه صبر وکړي، خو لنډ مهالې موخې هغوی ته لا ډېره انګېزه ورکوي، په دې ترتیب هغوی دې ته متوجه کېږي، چې تاسو له ځانه سره رښتینې موخې لرئ، چې ورته رسېدل لرې نه دي.
د کاري چاپېریال جذاب کول:
د هېڅ کارمند نه خوښېږي، چې په ستړي کوونکي چاپېریال کې کار وکړي. هڅه وکړئ، چې کاري چاپېریال مو جذاب، زړه راښکونکی او د پرمختګ په حال کې وي. هڅه وکړئ، چې د خپلو کارمندانو لپاره کمپیوټر، چټک انټرنېټ او داسې نور … چمتو کړئ، هڅه وکړئ، چې د دفتر ډېکورېشن ته هم بدلون ورکړئ. د دې کار لپاره زیاتو پیسو ته اړتیا نه لرئ، له روښانه او ځلانده رنګونو څخه ګټه واخلئ او د خپل کار ځای په دېوال باندې ښکلې تابلو ګانې ولګوئ. دا لاملونه به په کارمندانو باندې مثبته اغېزه وکړي.
د خپلو کارمندانو لپاره چلندیزه بېلګه واوسئ
تاسو نه شئ کولای، له خپلو کارمندانو څخه وغواړئ، چې ښه چلند ولري او ښه کار وکړي، خو د ځان په وړاندې داسې مه اوسئ، رښتینولي ولرئ او په خپل کاري چاپېریال کې له خپلو کارمندانو سره ښه چلند ولرئ. له کارمندانو سره اړیکې ته په خپل ورځني پروګرام کې ځای ورکړئ. بده نه ده، چې د هغوی د ژوند په بهیر کې واوسئ او له ستونزو څخه یې خبر شئ.
مکافات ورکړئ
کارمندان مو یوازې تر هغه وخته، ستاسو لپاره کار کوي، چې د پاتې کېدو لپاره انګېزه ولري. که غواړئ، چې خپل باتجربه کارمند له لاسه ورنه کړئ، نو هغه ته انګېزه ورکړئ، دا مکافات کولای شي، په هره بڼه وي؛ لکه: نقدي مکافات، ډالۍ یا په کار کې د کړنو ډېره آزادي، نو که وینئ، چې هغه د ډېرې ودې او پرمختګ وړتیا لري، نو دا فرصت په لاس ورکړئ، چې وده وکړي. دا کار په کارمندانو سربېره، ستاسو په کار کې هم د پرمختګ سبب ګرځي.
پوښتنې وکړئ
د ګمان کولو پرځای، په خپله له خپل کارمند څخه پوښتنې وکړئ، چې کومو څیزونو ته اړتیا لري. له هغه سره مخامخ خبرې وکړئ، ترڅو داسې احساس وکړي، چې ارزښت ورکوئ، دا کار به ستاسو کارمند ته لا ډېره انګېزه ورکړي.
د افرادو په هریوه باندې تمرکز ولرئ
د ډله ایزې ناستې پرځای، په هر یوه کارمند باندې تمرکز وکړئ، دندو ته په پام سره یې هر یوه ته انګېزه ورکړئ او دا ور وښایئ، چې په کار کې پرمختګ به څومره د ده او د ټولې ډلې په ګټه وي. کله چې د ډلې د افرادو په هر یوه کې انګېزه را منځته کړئ، نو ستاسو د شرکت د ډله ایز کار پایله به هم ښه شي.
کارمندانو ته مو د تصمیم نیونې ځواک ورکړئ
تاسو نباید د کار تر پایه صبر وکړئ او وروسته هغوی ته مکافات ورکړئ، مهمه ده، چې د کار په لړ کې هم هغوی کې دا انګېزه را منځته کړئ. کولای شئ د کار په اوږدو کې هغوی ته د تصمیم نیونې ځواک ورکړئ او اجازه ورکړئ، چې خپلې نظریې (آیډیاوې) عملي کړي. له کارمندانو سره داسې چلند وکړئ، چې خلاقیت یې وغوړېږي، په ناستو او جلسو کې د هغوی نظریات وغواړئ، ترڅو وپوهېږي، چې څومره ارزښت ورکوئ.