ژباړه: حماد هلال
انګېزه لرونکې جملې؛ کله د ستړیا او نا امیدۍ په اوج کې د یوې جملې په لوستلو احساس کوو، چې کوم څه زموږ داخل په حرکت راولي یا فکر کوو، چې تازه ځانګړی ځواک موږ ته د پورته کېدو او مخ ته تللو لپاره راکول شوی.
څوونکې جملې له موږ څخه ډېر زموږ د ارادې او تصمیم په پیاوړي کېدو کې اغیز لري.
کله چې با انګېزه او با انرژي اوسو کولی شو له خپل ژوند ډېر خونده واخلو، ممکن با اخلاقه او مهربان هم اوسو.
کولی شو ډېر او ښه کار ترسره کړو، په کُلي توګه کله چې موږ پورانرژي او با انګېزه اوسو په حس کېدونکي توګه له هغه وخت سره، چې کله موږ ستړې او مات یوو ستر توپير لري.
هڅوونکې جملې څه تاثیر لري؟
ممکن دا حس ستاسو لپاره اشنا وي، بې فکره د کتابو پاڼو، فلم او سریال په کتلو کې یوه جمله ستاسو نظر کش کوي او تاسو ته بې حده انرژي درکوي. دا حس ممکن کله چې یو میږی دانه انتقالوي یا مرغان د خوړو په لټه کې ګورئ، هم پیداشي. د مثال په توګه وايي: (بریالی به شم یا زه کولی شم بریالی شم) تاسو ته یو ښه احساس درکړي. په دې لیکنه کې تاسو ته د داسې جملو مجموعه ښایوو، چې په لوستلو به یې تاسو مثبته انرژي ترلاسه کړئ.
په کومو وختونو کې له انګېزه لرونکو جملو ګټه واخلو!
غوره ده هغه جملې او عکسونه چې هڅوونکي وي، سهار له پورته کېدو وروسته ولولو ورځ په مثبت فکر او انرژۍ پيل کړو. البته کولی شو تل له ځان سره یوه جمله ولرو، چې پوه شو مثبت فکر او انرژۍ ته اړتیا لرو هغه ولولو.
په هر هغه وخت او ځای کې چې احساس مو وکړ، انګېزې او انرژۍ ته اړتیا لرئ، بسنه کوي هغه جملې تکرار کړئ، چې تاسو ته مثبت فکر او انرژي درکوي. په همدې اسانۍ سره کولی شو با انګېزه او با انرژي اوسو.
له انګېزه لرونکو عکسونو او لیکنو ګټه اخیستنه!
هغه جمله یا عکس، چې تاسو ته انګېزه درکوي، د خپل ټلیفون یا ليپټاپ په شا ولګوئ، چې د ورځې څو ځلې دا وګورئ.
ستاسو د پيسو په بټوه کې دیو چاپ شوي انګېزه لرونکي متن ایښودل هم ښه نظر دی. کله چې تاسو خپله د پیسو بټوه خلاصوئ دا متن به ګورئ.
ان کولی شئ، د یاد راوړلو لپاره تاسو د خپل ساعت یا ټلیفون په زنګ هغه جمله ثبت کړئ، چې انګېزه درکوي تاسو ته چې زنګ راځي نو ستاسو موخې به دریادوي او انرژي به درکوي.
د بریالي کېدو انګېزه لرونکي جملې یا عکسونه کولی شو، د مخ مینځلو شیشې سره ولږو، کله چې مخ یا لاسونه مینځو نو دا جملې به ګورو. بریا له هغه څه، چې تاسو فکر کوئ ډېره نږدې ده. فقط د بریا لاسته راوړلو لپاره د بریالي کس په څېر هڅه پیل کړه.
په دې برخه کې تاسو اړتیا لرئ، له هغو افکارو سره بلد شئ، چې تاسو د بریا لپاره چمتو کوي. په دې لیکنه کې به موږ تکراري بحث په هغه جملو وکړو، چې تاسو بریا ته رسوي. په دې هېله چې هره ورځ بریا ته نږدې شئ.
د خپلو کړنو سمولو لپاره بسنه کوي، چې خپل چلند سم کړئ!
هغه مثبتې جملې، چې تاسو سره به د بریا ترلاسه کولو کې مرسته وکړي!
فکر کول د عمل پیل دی. په ځانګړې توکه هغه وخت، چې د خوښۍ او خوشالۍ خبره په پای کې وي. زموږ لاسته راوړنې زموږ په کړنو پورې تړاو لري، نه زموږ په افکارو پورې؛ با وجود د دې، چې زموږ اعمال له افکارو متاثیره دي. هره ستره لاسته راوړنه په یوه نظریه او فکر شروع شوې.
هغه مثبتې جملې، چې بریالي اشخاص یې تکراروي تاسو ته یې موږ مثالونه راوړي.
هغه څه چې موږ په دې لیکنه راوړي:
تاسو باید وپوهیږئ، چې کله غواړئ بریالي شئ، هیڅ کله به هم نه تسلمیږي او مهمه نده چې حالات څومره هم د سختۍ خواته لاړ شي تاسو به خپله مبارزه کوئ.
انګېزه ورکوونکې جملې:
ناشناس
«د ژوند مسؤلیت مو پخپله غاړه واخلئ»
په دې وپوهیږئ، فقط تاسو یئ،چې کولی شئ، کوم ځای ته چې غواړئ ځان ورسوئ، رسولی یې شئ، نه بل څوک.
لس بروان
هغه کارونه مې چې ترسره کړي زه به پرې هیڅ کله پېښمان نشم؛ مګر هغه چانسونه، چې مې لرل او ګټه مې ترې وانخیسته پېښمان یم.
ناشناس
ننګونې د ژوند ساعت تېرۍ په مانا دي او په ننګونو بریا د ژوند په معنا ده.
ناشناس
د بریا یوه کیلي د هغه څه ترسره کولو لپاره ډسپلین درلودل دي، چې تاسو یې کولو ته اړتیا لرئ؛ حتی که تاسو نه غواړئ دا وکړئ … مګر تاسو پوهیږئ چې دا مهم دي او باید ترسره شي.
برایان ټریسي
هغه خلک چې ښه حوصله لري، دوی ته ښه شیان پېښیږي او سترې موخې هغه څوک لاسته راوړي، چې د سترو موخو په لټه کې وي.
جورج فورمن لوکاس
خوشالي په مسافرۍ، سرمایه، پيسو ګټلو او ښه لباس اغوستلو کې نده! خوښي ستاسو هره شېبه د مینې ، خوښۍ او مهرباني سره ژوند کولو تجربه ده.
دنیس ویتلي
د بریا د لاسته راوړلو سمه لاره دا ده، چې د ناکامۍ له ویرې څخه د بریا لویه هیله ولرو.
رابین شرما
ترټولو غوره انتقام لویه بریا لاسته راوړل دي.
د انګېزې مشهورې جملې
که افکارو ته بدلون ورنکړې، هیڅکله به دې هم ژوند بدلون ونکړي.
رابرت کیوساکی
موږ څرګندو شیانو ته هم ړانده یوو او ستونزه دا ده، چې خپله نابینايي هم نه وینو!
جان اکوف
په ټولنیزو اړیکو کې کمزورتیا؛ لکه د خپلې خوښې جلۍ ته په تورتم (تیاره) سترګک وهل دي.
ایلان ماسک
په سوداګرۍ کې هېڅ لویه معامله د یو شخص لخوا نه بلکې د خلکو یا ډلې لخوا کېږي.
استیوجابز
د بریالي کېدو لپاره ترټولو غوره لاره دا ده، چې خبرې ختمې او کار پیل کړې.
والت دیزنی
یو څوک چې زده کړې سره مینه لري، د نورو په پرتله ډېر څه زده کوي.
سقراط
دوامداره هڅه د اهدافو او بریا ترمنځ یوازینی پل دی.
جیم راین
یوازینی لامل چې خپل خوبونه ژوندی نه ساتو دا دی، چې موږ خپله وېره ډېره کړې.
لس بروان
ستونزې دهغه ذهنیت سره نشي حل کېدلی، چې دوی رامینځته کړي.