دا خبرې د انګېزې د رامنځته کولو سبب ګرځي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ـــ که وغواړې، نو ترسره کولای یې شې.
ـــ له دې څخه د ډېرو څیزونو وړتیا لرم.
ـــ هېڅکله ناوخته نه ده.
ـــ ټول کارونه خپله ځانګړې ننګونه لري.
ـــ همدا اوس مناسب وخت دی.
ـــ هېڅ پروګرام په بشپړه توګه بې نیمګړتیا نه دی.
ـــ ټولو له یوه ځای څخه پیل کړی دی.
ـــ باید ګام په ګام وړاندې لاړ شو.
ـــ وضعیت ښه کېږي.
ـــ ماتې د بریا پیلامه ده.
ـــ په هره تېروتنه کې یو درس نغښتی دی.
ـــ تېر، تېر شوی دی، مهمه نن ده.
ـــ که دا کار آسانه وای، نو ټولو به ترسره کاوه.
ـــ منفي افکار مې مخه نشي نیولای.
ـــ له دې څخه مې سخت کارونه ترسره کړي دي.
ـــ د چا اجازې ته اړتیا نه لرم.
ـــ خپل برخلیک په خپله جوړوم.
ـــ هڅه له پایلې څخه مهمه ده.
ـــ آسانه تصمیمونه له ځانه سره سترې پایلې لري.
ـــ ډېری ښې آیډیاوې په پیل کې ناشونې او خندونکې ترسترګو کېږي.
ـــ شاوخوا خلک مې له ما څخه ملاتړ کوي.
ـــ تجربه تل ارزښتمنه ده.
ـــ له نورو څخه زما لید لوری ډېر مهم دی.
ـــ هېڅ داسې ستونزه شتون نه لري، چې پرې غلبه ونه شم کړای.
ـــ عادي کارونه له ځانه سره ځانګړې پایلې لري.
ـــ هرڅه ښه کولای شم.
ـــ په هره برخه کې، چې وغواړم، واک پیدا کولای شم.
ـــ په دغو دلیلونو سره کولای شم.
ـــ پوهېږم، چې څه غواړم.
ـــ باید منفي افکار له ځانه لرې کړم.
ـــ هماغسې کېږم، کوم چې غواړم یې.
ـــ ترڅو چې هڅه ونه کړم، نو نه بریالی کېږم.
ـــ اوسني شرایط د هغو تصمیمونو پایله ده، چې په تېر کې مې نیولي وو.
ـــ پیل تر ټولو مهم ګام دی.
ـــ کله چې بریالی شوم، نو خپل ځان ته ډالۍ ورکوم.
ـــ دا کار یوازې د خپل ځان لپاره نه کوم.
ـــ تل به ډېر فرصتونه شتون ولري.