پوهېږو چې لوبغاړي د لوبو په بدل کې معاش اخلي او له دې لارې بډای شوي دي؛ خو یوازې معاش هم نه دی، چې د لوبغاړو د غِنا سبب شوی وي.
د لوبغاړو د زیاتو پېسو خبره ډېره پورې په سوداګریزو لیګونو کې د لوبغاړو لوبېدلو او د جایزو اخیستلو پورې هم تړاو لري.
له ۲۰۰۸ راپدېخوا د سوداګریزو لوبو په بدل کې لوبغاړو ته پېسو ورکولو لړۍ پیل شوه.
په دې لړ کې د هندوستان سوداګریزې لوبې ډېرې مشهورې په دې شوې، چې ننداره کوونکي یې زیات دي، ډېرې پېسې پکې مصرفېږي او سپانسر برخه یې بیخي پياوړې ده.
دې لیګ، کرکټ کې یو انقلاب رامنځته کړ او د نړۍ په ګوټ، ګوټ د سوداګریزو لیګونو د رامنځته کولو سبب شو.
دلته د هندي نامتو لوبغاړو قیمتي موټرو په اړه معلومات درکوو
سچېن ټېنډولکر
دی چې د هندوستان کرکټ لوبډلې یو نامتو لوبغاړی او له دې لارې خورا زیات بډایه شوی دی؛ نو بېلابېلې موټرې لري.
خو دې وروستیو کې ورسره بي ایم ډبلیو آی اته موټر دی، چې قیمت یې دوه اعشاریه ۶۲ میلیونه کروړه هندي کالدارې دی.
ویرات کولي
له ټېنډولکر وروسته دی هم د هندوستان او نړۍ په کرکټ لوبغاړوکې یو له مشهورو څېرو څخه دی، چې په ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې په ۱۷ کروړه هندي کالدارې د بنګلور لوبډلې لخوا پېرل شوی و.
هغه آر اته سوپر کار موټر دی، چې ۳ کروړه هندي کالدارې قیمت لري.
ویرېنډر سېواګ
سېواګ د خپل وخت نامتو لوبغاړی و، چې د هندوستان لوبډلې سربېره په پنجاب لوبډله کې مهم لوبغاړی و.
د ده موټر بي ایم ډبلیو ۷۳۰ موټر لري او ۳ کروړه قیمت لري.
یوراج سېنګ
یوراج سېنګ وروسته له هغې ډېر مشهور شو، چې په ۲۰۰۷ کال شل اوریز جام کې یې ۶ شپږیزې سرپه سر ووهلې.
هغه ( وي ۱۲) موټر لري او درې نیم کروړه هندي روپۍ قیمت لري.
سورېش رېنا
د هندوستان په لوبډله کې منځنی توپوهونکی و او ۲۰۱۰ کال شل اوریز جام کې یې سلیزه ووهله.
دی په چینای لوبډله کې ون ډاون توپوهونکی دی او د کرکټ له طریقه ډېر غني شوی دی.
د ده موټر پرش باکسر نومېږي او ۱ اعشاریه ۲ کروړه هندي روپۍ قیمت لري.
هارډېک پانډیا
هارډېک پانډیا په هارډ هېټېنګ یا سخته توپوهنه کې نوم لري، د ۲۰۱۷ په چمپین ټرافي یا قهرمانۍ جام کې یې د پاکستان خلاف خپل لوبیز ځواک وښود، په ۷۲ منډو رن اوټ شو.
په آی پي اېل کې یې هم د په منځنۍ برخه کې خپله ځواکمنه توپوهنه کړې ده.
ده لومبرګیني هورکن موټر پېرلی او قیمت یې ۳ اعشاریه ۷۳ کروړه هندي کالدارې دی.