افغان کرکټ ملې لوبډلې تر دې دمه پورې یوازې شپږ ټیسټ لوبې ترسره کړې دي، چې په یادو شپږ ټیسټ لوبو کې ترټولو ډېرې منډې د ملې لوبډلې د درې واړه فارمټونو مخکني لوبډلمشر اصغر افغان کړي.
اصغر افغان په کړیو شپږ ټیسټ لوبو کې ۴۴۰ منډې کړې، چې په دې سره په ټیسټ سیالیو کې د ملې لوبډلې لپاره ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی دی.
په دې لیست کې تر اصغر افغان وروسته رحمتشاه زرمتي شتون لري، چې په شپږ ټیسټ لوبو کې یې ۳۸۵ منډې جوړې کړې دي.
په درېیم مقام کې بیا د ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی ابراهیم ځدران شتون لري، چي په څلورو ټیسټ لوبو کې یې ۳۶۵ منډې کړې.
هغه افغان لوبغاړي، چې د ملې لوبډلې لپاره یې په ټیسټ سیالیو کې زیاتې منډې جوړي کړي
۱ـ اصغرافغان: په ۶ ټیسټ لوبو کې یې ۴۴۰ منډې جوړې کړې دي.
۲ـ رحمتشاه: په ۶ ټیسټ لوبو کې یې ۳۸۵ منډې جوړې کړې دي.
۳ـ ابراهیمځدران: په ۴ ټیسټ لوبو کې یې ۳۵۶ منډې جوړې کړې دي.
۴ـ هشمتالله شهیدي: په ۵ ټیسټ لوبو کې یې ۳۵۳ منډې جوړې کړې دي.
۵ـ افسرځاځ: په ۵ ټیسټ لوبو کې یې ۱۷۲ منډې جوړې کړې دي.
۶ـ جاوید احمدي: په ۳ ټیسټ لوبو کې یې ۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.
۷ـ احسانالله جنت: په ۳ ټیسټ لوبو کې یې ۱۱۰ منډې جوړې کړې دي.
۸ـ راشدخان: په ۵ ټیسټ لوبو کې یې ۱۰۶ منډې جوړې کړې دي.
۹ـ ناصرجمال: په ۲ ټیسټ لوبو کې یې ۷۶ منډې جوړې کړې دي.
۱۰ـ امیرحمزه: په ۳ ټیسټ لوبو کې یې ۷۲ منډې جوړې کړې دي.