کرکټ که څه هم یو ښه ورزش دی، خو له ارمانونو ډک هم دی، ځېنې وخت که یو لوبغاړی رن اوټ شي، ډېر افسوس سره ځي.
که کېچ او بولډ شي بیا هم په ارمان وي، چې کاش سلیزه مې وهلی وای، کاش پنځوسیزه مې پوره کړې وای او داسې نور.
دلته هغه لوبغاړي درپېژنو چې د کرکټ په لوبه کې یې زیاتې انډې خوړلي او په صفرونو رخصت شوي دي.
موتیا مورالي تارن
د سریلانکا دې لوبغاړي له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۱۱ پورې ۵۹ انډې خوړلي او له منډې کولو پرته سوځېدلی دی.
کورټني والش
د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی و، چې له ۱۹۸۴ څخه تر ۲۰۰۱ پورې لوبه کوله په ټول کرکټ کېریئر کې یې ۵۴ انډې خوړلي دي او په صفر له میدانه رخصت شوی دی.
جایاسوریا
سنت جایاسوریا د سریلانکا پخوانی کیڼ لاسی توپوهونکی و، له ۱۹۸۹ څخه تر ۲۰۱۱ پورې لوبېده، نوموړی ۵۳ ځلې په صفر سوځېدلی دی.
نور لوبغاړي
ګلېن مک ګرات د اسټرالیا لوبغاړی و، ۴۹ ځلې په صفر سوځېدلی، د سریلانکا مهیلا جایاوردنی ۴۷ ځلې، د انګلستان سټورټ براډ ۴۶ ځلې، د نیوزیلېنډ ډانېئل وېټوري ۴۶ ځلې، وسیم اکرم ۴۵ ځلې، د هندوستان زهیرخان ۴۴ ځلې، شېن وارن، شاهد افریدي او کرېس ګېل هر یو ۴۴ ځلې په صفرونو سوځېدلي دي.
ملېنګا او یونس خان ۴۳ ، ۴۳ ځلې، اېشنټ شرما ۳۹ ځلې، د ویسټ انډیز امبروز ۳۹، د انګلستان جېمز انډرسن او ریکي پونټېنګ ۳۹ ــ ۳۹ ځلې.
مارټېن ګوپټېل ۳۸ ځلې، هاربجن سېنګ، چمېن دواس، هارشل ګېبز او برېنډن مکالم ۳۷ ، ۳۷ ځلې په صفرونو سوځېدلي دي.
وقاریونس ۳۶ ځلې، ډیلان، انېل کومبلی، اټاپاټو، مېچل واف، دېلشن او انضمام الحق ۳۵ ــ ۳۵ ځلې.
انډي فلاور، محمد حفیظ او سچېن ټېنډولکر ۳۴ ځلې، مشرفی مرتضی، تمیم اقبال، اډم ګېل کرېسټ، مارک بچر، فلېمېنګ، برېن لارا او جېکس کېلېس ۳۳ ځلې په صفرونو رخصت شوي دي.
برېټلي، سرینات، شاون پولک او محمد اشرفول ۳۲ ځلې په صفر اوټ شوي دي.
ډېني مورېسن، کرېس مورېس، عمرګل، اېن ټیني، کامران اکمل، سلیم ملک او ورېنډر سېواګ ۳۱ ځلې.
سورنګا لکمل، راناټونګا او اسټېل ۳۰ ځلې.
وېکاراما سېنګ، ډونلډ، کالو وېتارانا، چېګومبورا، ګنګولي، کپیل ډیو او راس ټایلر ۲۹ ځلې، مک ډرموت، ګوپټېل، ویرات کولي او سېنګاکارا ۲۸ ځلې، دانش کنیریا، مېچل جانس، ټېم سوتي، فلېن ټاف، الیسا هیلي او سټیوارټ ۲۷ ځلې، سقلېن مشتاق، رنګانا هرات، معین علي، اپال ترنګا، مسکډزا، یوراج سېنګ، مشفق الرحیم او محمد یوسف ۲۶ ځلې، شېنن ګېبرېئل، کاډېک، حبیب البشر، ټرېس کاتېک، د نیوزیلېنډ پېرور، سورېش رېنا، انډریو سټراس او مارلن سمیولس ۲۵ ـ ۲۵ ځلې انډې خوړلي یا په صفر له لوبغالي رخصت شوي دي.