د کريکټ د تاريخ د ډېرو لوبو ريکارډ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکوال: مدثر دعوت
هغه ۱۰ کريکټران چې د نړيوال کريکټ په تاريخ کې يې تر ټولو ډېري لوبې کړي.
د کريکټ تاريخ د پېړيو مخيینه لري خو ځيني لوبغاړي يې هيڅکله نه هېرېږي،ځکه په وړتيا او ښې کارګردګۍ سره د ډېر وخت لپاره ورته په لوبډله کې اړتيا ليدل سوې او په سلګونو لوبې يې کړي.
نيوزلينډي ټايلر د خپل هيواد لپاره د ډېرو نړيوالو لوبو کولو ريکارډ خپل کړ،دې ته به وروسته کتنه کوو خو لومړی راځئ هغه کسان وپېژنو چې په نړيواله کچه يې تر ټولو ډېرې لوبې کړي.
۱_ سچن ټنډولکر
ټنډولکر چې د کريکټ ماسټر هم ورته ويل کېږي د ۱۹۷۹ز څخه بيا تر ۲۰۱۳ز پورې د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې لپاره ولوبېدی.
نوموړي تر ټولو ډېري ۶۶۴ نړيوالې لوبې ترسره کړي چې ۳۴۳۵۷ منډي يې ترسره کړي او ۲۰۱ ويکټي يې ترلاسه کړي،همدارنګه ۲۵۶ کېچونه يې نيولي دي.
۲_ مهيلا جوردني
سريلانکايي مهيلا جوردني بيا ۱۹۹۷ز څخه تر ۲۰۱۵ز پورې ۶۵۲ نړيوالې لوبې ترسره کړي، چې ۲۵۹۵۷ منډي يې کړي،۱۴ ويکټې او ۴۴۰ کېچونه يې نيولي.
دی د ډېرو لوبو کوونکو لوبغاړو په ډله کې دويم مقام لري
۳_ کمارسنګکارا
سنګکارا د سريلانکا کريکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وو.
نوموړي د ۲۰۰۰ز څخه بيا ۲۰۱۵ز پوري د سريلانکا لپاره ۵۹۴ لوبې کړي چې ۲۸۰۱۶ منډې يې کړي او ۶۰۹ کېچونه يې نيولي.
۴_ سانات جياسوريا
سانات جياسوريا هم سريلانکایی دی چې د ۱۹۸۹ز څخه تر ۲۰۱۱ز پوري يې ۵۸۶ نړيوالي لوبي کړي، ۲۱۰۳۲ منډي يې کړي، ۴۴۰ ويکټي يې اخيستي او ۲۰۵ کېچونه يې نيولي دي.
۵_ ريکي پونټينګ
پونټينګ د نړيوال کريکټ د بريالي لوبډلمشر لقب د ځانه سره لري.
نوموړی د ۱۹۹۵ز څخه تر ۲۰۱۱ز پوري د اسټراليا لپاره ۵۶۰ لوبي وکړې، ۲۱۰۳۲ منډي ،۴۴۰ ويکټي او ۲۰۵ کېچونه يې نيولي دي.
۶_ مهندرا سينګ ډهوني
ډهوني هندی پخوانی لوبډلمشر دی، د ۲۰۰۴ز څخه تر ۲۰۱۹ز پوري يې ۵۳۸ نړيوالي لوبي ترسره کړي، ۱۷۲۶۶ منډي، يوه ويکټه او ۶۳۴ کېچونه يې نيولي دي.
۷_ شاهد افرېدی
شاهد افريدي د پاکستان لپاره د ۱۹۹۵ز څخه تر ۲۰۱۴ز پوري ۵۱۹ نړيوالي لوبي ترسره کړې چي ۲۵۵۳۴ منډي، ۵۷۷ ويکټي او ۳۳۸ کېچونه يې نيولي دي.
همدارنګه په ترتيب سره د ډېرو نړيوالو لوبو کوونکو په ليست کې جک کاليس اتم، راهول ډراويډ نهم، او انظمام الحق لسم ځای لري.
د نيوزلينډ کريکټ لوبډلې لپاره د ټايلر ريکارډ
روز ټايلر د نيوزلينډ لپاره د تر ټولو ډېرو لوبو ترسره کولو ريکارډ خپل کړ.
د نيوزلينډ کريکټ لوبډلې پخواني ورو توپ اچوونکي ډانيال ويټوري د ۴۳۷ لوبو په ترسره کولو سره تر نورو ټولو لوبغاړو مخته وو،خو ټايلر د پاکستان په وړاندې خپله ۴۳۸مه نړيواله لوبه ترسره کړه او تر ويټوري مخته سو.
نيوزلينډ د پاکستان سره دوې ټيسټ لوبې لري چې لومړنۍ يې نن پيل سوه او ټايلر پکښې ۷۰ منډې ترسره کړي،نيوزلينډ ۲۲۲ منډې کړي او ۳ ويکټې يې له لاسه ورکړي.
تر دې لړۍ وړاندې نيوزلينډ د پاکستان څخه د شل اووريزو لوبو سيريز ۲-۱ ګټلی وو.
ټايلر تر اوسه په نړيوالو ۴۳۸ لوبو کې ۱۰۴ ټیسټ، ۲۳۲ یو ورځنۍ او ۱۰۲ نړیوالي شل اووريزي لوبې ترسره کړي.