کومو لوبډلمشرانو IPL کې زیاتې منډې جوړې کړې؟ دلته پرې خبر شئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي ترټولو لوبډلشرانو زیاتې منډې جوړې کړې دي.

 

ویراټ کوهلي ۴۶۷۴ منډې جوړې کړې دي او آی پي ایل سیالیو کې تر ټولو لوبډلمشرانو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی دی.

 

تر ویراټ کوهلي وروسته په دویم مقام کې د هند ملې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او آی پي ایل سیالیو کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني ځای لري.

 

هغه ۴۳۷۹ منډې جوړې کړې دي، چې تر ویراټ کوهلي وروسته د هند غوره لیګ دویم مخکښ منډه جوړونکی لوبډلمشر دی.

 

ګاتم ګمبیر، روهیت شرما او ډیويډ وارنر په نوبت سره ددې لیګ درېیم، څلورم او پنځم غوره منډه جوړونکې لوبډلمشران دي.

 

پنځه هغه لوبډلمشران، چې IPL لیګ کې یې زیاتې منډې جوړې کړې دي

 

۱- ویراټ کوهلي: رویال چلینجرز بنګلور لوبډله، ۴۶۷۴ منډې یې جوړې کړې دي.

 

۲- مهندرا سینګ ډوهني: چینای سوپر کینګز لوبډله، ۴۳۷۹ منډې یې جوړې کړې دي.:-D

 

۳- ګاتم ګمبیر: کلکته نایټ رایډرز لوبډله، ۳۵۱۸ منډې یې جوړې کړې دي.

 

۴- روهیت شرما: ممبي انډینز لوبډله، ۳۲۷۵ منډې یې جوړې کړې دي.

 

۵- ډیویډ وارنر: حیدراباد لوبډله، ۲۸۴۰ منډې یې جوړې کړې دي.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.