شعر:شپنه سلګۍ
مورې ناروغه مورې!
زه دې د ځان سره ناروغه کړمه
درته کتى نه شمه
مورې!له کله نه چې
ناروغه شوې يې ته
ما له هغې ورځې نه
ستا په هندارو ليونو سترګو کې
ځان ته کتلې نه دي
سترګې دې نه غړيږي
ما له هغې ورځې نه
ستا مهربانه سترګې
د خپل اسمان د سپوږمۍ
په پلوشو باندې مينځلې نه دي
مور جانې يه مورجانې!
اخر ته ولې ماته غږ نه کوې؟
سترګې راپورته کړه بس دومره راته ووايه چې
ستا په وجود کې کوم ځاى درد نيولى؟
چې
زه له هغې ځاى نه
درد واخلم
او په خپل زړه يې کيږدم
مور جانې زه دې ناقراره شمه
چې ته قرار ومومې
مورجانې زړه راباندې ولې سيزې؟
زه ستا له درده سيوا
زيات درد زغملى شمه
زه خو لا پيغله يمه ځوانه يمه
اوس خو د ژوند د ليونو غمونو
درانه،درانه پيټي هم وړلاى شمه
غږ راکه،غږ راکه خوږې مور جانې
په ما زړه ونه سيزې
تا زه له دغه درده ازادول غواړم
تا زه بلا زمانه
ژوندۍ ليدل غواړم
زما په سترګو کې د خپلو سترګو
نظر رواچوه خوږې مور جانې
نظر مې کم نه شي ړنده نه شمه
يو ستا نظر دى چې زما سترګې روښانه ساتي
يو ستامسکا زما د زړګي نړۍ ودانه ساتي