د لومړۍ جنسي اړیکې په اړه به مو زیات اوریدلې وي، چې خلک یې په اړه مختلف نظریات لري.
د همدغو مختلفو نظریاتو او روایاتو له کبله له لومړۍ جنسي اړیکې ځینې خلک؛ په خاص ډول نجونې زیاتې وېریږي.
خو دا اړیکه ریښتیا څه ډول ده، څه احساس او خصوصیات لري؟
په دې مطلب کې به همدغو ټکیو ته نظر واچوو.
عمومي چمتووالی
د لومړۍ جنسي اړیکې لپاره د ځای او وخت انتخاب ضرور دی.
په دې برخه کې د جنسي شراکت د دواړو لورو نظر او خوښه مهمه ده، یانې دواړه لوري باید پکې ځانونه خوندي او ذهناً دغې اړیکې ته مساعد احساس کړي.
د جنسي اړیکو په اړه معلومه خبره ده، چې دواړه لوري د خپلې کورنۍ او ټولنې د فرهنګ، ارزښتونو، فردي اعتقاداتو او نورو په اړه یو لړ غوښتنې او دلچسپۍ لري.
مهمه دا ده، چې دا اړیکه مشروع وي. مشروع اړیکې طبیعي ده، چې د خوندیتوب، په زړه پورې والي او نورو ښیګڼو احساس د ځانه سره لري.
یو بل پېژندل
په جنسي اړیکه کې یو مهم اصل دا دی، چې دواړه لوري یو بل ته ګران وي، د یو بل خوښ شي او اړیکه یې هم د زړه له تله وي.
دا اصول بیرته خبره مشروع جنسي اړیکې ته بیایي.
د یو بل پېژندلو نه هدف دا دی، چې ناببره جنسي اړیکه له دې پرته د اړیکې پر وخت د وېرې او اضطراب فضا خوره وي.
په دغسې حالت کې دواړه لوري نه پوهیږي، چې جنسي اړیکه د یوه حتمي کار له مخې کوي، که د خوند اخیستو په موخه.
د همدې لپاره ښه ده، چې اړیکه نیونکي وار د مخه د یو بل په ذوق، د جنسي اړیکې په خوښې وړ برخو او نورو مسئلو ښه وپوهیږي.
تر اړیکې مخکې څه باید وشي؟
په اول ګام کې خو باید دواړه لوري خپل شخصي نظافت او د وجود خوشبویۍ ته زیاته توجه وکړي.
د دې ترڅنګ که نه غواړي، چې اولاد مو وشي، کنډوم کارول حتمي او ضروري دي.
سربېره پردې باید پوه شئ، چې مقابل لوری مو په جنسي اړیکه کې څه ـ څه زیات خوښوي او له څه یې ښه نه راځي.
حتا کیدای شي په دې اړه واضح خبرې سره وکړي.
د واده لومړۍ شپه
د واده لومړۍ شپه هغو نجونو ته خورا سخته او له وېرې ډکه وي، چې جنسي معلومات او د فعالیت تجربه یې بیخي کمه وي.
هغه نجونې، چې واده نه مخکې د ژوند ملګري سره راشه درشه او جنسي نیږدې والی لري، دا شپه ورته هغومره له وېرې او رواني فشاره ډکه نه وي.
که څه هم عام رواج د واده په لومړۍ شپه د لومړۍ جنسي اړیکې ټینګول دي، خو روان پوهان ټینګار لري چې اوله شپه باید په یو بل ښکلولو، معاشقې او یو بل تحریکولو تېره شي.
د دوی په باور په لومړۍ شپه نه باید د دخول عمل ترسره شي.
بې صبره کیږئ مه!
د لومړۍ جنسي اړیکې په خوندورتوب کې صبر او تحمل ټولو نه زیات رول لري.
دا خبره نارینه وو ته زیاته متوجه کیږي؛ دوی باید د مقابل لوري شرایط په پام کې ونیسي او په روحي او جسمي لحاظ جنسي اړیکې ته د امادګۍ فرصت ورکړي.
د روان پوهانو په باور که ناوې زیاته تحریکه کړل شي او له خونده ډکه معاشقه ورسره وشي، د بکارت پردې د څیریدو وېره به یې کمه او د دخول عمل به ورته اسانه شي.