له حجر الاسود وروسته د مقام ابراهیم نایابه انځورنه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

وروسته له هغه، چې د حجر اسود له عصري تخنیک سره اخیستل شوي، ښکلي او واضح عکسونه خپاره شول، د مقام ابراهیم نایاب انځورونه هم خپاره شول.

دا انځورونه په مکه مکرمه کې د مسجدالحرام په انګړ کې د عصري عکاسۍ یا کېمرې په مرسته اخیستل شوي دي.

252865_3111341_updates.jpg

دا انځورونه د حرمین شریفین ادارې لخوا په دوه ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي، چې اوس یې په ټویټر او د حرمین ادارې نورو ټولنیزو اکونټونو کې یې خورا شهرت ترلاسه او ډېر خوښول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې مقام ابراهیم هغه تیږه ده، چې ابراهیم علیه السلام به پرې درېده او د کعبې دېوالونه به یې جوړول.

په دغه تیږه اوس هم د ابراهیم علیه السلام د پښو خاپونه موجود دي. اوږدوالی او سوروالی یې ۵۰ سانتي مټره دی، چې اوس د سرو زرو په یوه جنګله کې خوندي دي.

252865_1936602_updates.jpg

مقام ابراهیم د کعبې شریفې نه ۱۳ متره اخوا د مشرق په لور پروت دی، ذکر یې په قران کریم کې هم راغلی دی، چې له طواف وروسته حجاج دغلته دوه رکعاته نفل لمونځ کوي.

د حرمین شریفین رییس د مقام ابراهیم د تیږي فضیلت د رسول صلی الله علیه وسلم په دې روایت بیان کړ: حجر اسود او مقام ابراهیم د جنت له یاقوتو څخه دوه یاقوته دي، که چېرته الله تعالی د دې ځلا (رڼا) او نورانیت نه وی ختم کړی، نو د دوی په رڼا به د مشرق و مغرب ترمنځ هر څه رڼا/ روښانه وای.

دا لومړی ځل دی، چې د نوې او عصري ټیکنالوجۍ په مرسته د مقام ابراهیم دومره شفاف عکسونه اخیستل شوي دي.

252865_7835116_updates.jpg

د یادونې وړ ده چې د حرمین شریفین ادارې د حجر الاسود عکسونه هم تر ۴۹،۰۰۰ میګا فکسل دقت پورې وړاندې کړي، چې ډېر خوښ شوي دي.