مور هغه هستي ده چې زه یې تر پښو لاندې یم

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

مور د لوی خدای ج په تخليقاتو کې يوازينۍ باارزښته او معتبر موجود دی، چې آن د مور نوم په اخيستو سره هم د یوه چا زړه ته ارامتيا او خوشحالي وربښلی شي. مور وړه کلمه ده، خو په دې وړې کلمې کې ډېرې ماناوې پرتې دي، لکه مينه، مهربانې، زړه‌سوی، نرمښت او د زده‌کړې سرچينه.
مور د يوې کورنۍ بنسټ اېښودونکې ده، مور د اولادونو لپاره ټوله نړۍ ده او د يوه ماشوم لپاره ښوونځی دی، چې د مور په واسطه هرڅه زده کوي. که مور نه وي، نو هېڅ هم نه وي، همدا مور ده چې په خپله مهربانه غېږه کې ټول لويه وي، لکه لوی لوی ډاکټران، عالمان، ساينس‌پوهان چې د دوی د پوهې له برکته ټوله نرۍ ګټه اخلي.
مور داسې یو کم يابه ګوهر دی چې که څوک یې له لاسه ورکړي، نو بيا ځلې یې لاسته نشي راوړلی.
مور د اولاد لپاره د ژوند يوازينۍ لامل ده، لکه شاعر چې وايي: مور داسې هستي ده چې د اورېدونکي سينې ته کشته کېږي. دعا وايي: مور هغه شخصيت دی چې د اولاد د خوښۍ لپاره هر وخت ما غواړي.
جنت وايي: مور هغه هستي ده چې زه يې هم تر پښو لاندې يم. زه وايم مور ده چې زه يم، که مور نه اوسي، زه هم نه يم.
هر اولاد هر څه چې وي هغه د مور له برکته وي، په دې نړۍ کې هېڅ شی داسې سپېڅلی نه دی، لکه مور. مور ټوله مينه او شفقت دی. د اولاد لپاره يوازينۍ مينه چې د باور وړ ده هغه د مور مينه ده، د يو اولاد لپاره د مور مينه او دعا هرڅه دي. له هغه اولاد سره چې د مور دعا وي، هېڅ وخت په ستونزو کې بند نه پاتې کېږي.
مور هغه څه ده چې ځان سوځوي او نورو ته رڼا ورکوي.
مور هغه پدیده ده چې د خپلو اولادونو د خوشالۍ لپاره ځان قربانوي، خو نه پرېږدي چې اولادونه يې خپه و اوسي او يا هم په کومه ستونزه کې اوسي، لکه متل چې وايي: هغه خبرې چې يو کوچنی نه شي بيانولی، يوه مور پرې پوهېږي.
مور د الله ج له پلوه خپلو بنده‌ګانو ته يوه ښکلې ډالۍ ده. مور هغه ونه ده چې اولادونه د هغې له سيوري څخه ګټه پورته کوي. مور یوه پای ته نه رسېدونکې خزانه ده. هغه سيند دی چې درېدل يې نشته. مور د اولادونو د راز ساتونکې ده.
رسول اکرم (ص) خپله فرمايلي د مور دعا واخلئ، چې هم مو دين ښه شي، او هم دنيا د مور او د هغې د ستر مقام ستاينه چې هرڅومره وکړم، بسیا نه کوي. مور هغه هستي ده چې د ستاينې لپاره يې په نړۍ کې الفاظ نه موندل کېږي، ځکه مور په يوه لاس د خپل ماشوم زانګو زنګوي او په بل لاس نړۍ، نو بايد چې موږ او تاسې ټول خپلو میندو ته درناوی وکړو.
نه دا چې يوازې يوه ورځ ورته ځانګړې کړو، بلکې بايد چې هره ورځ د مور عزت وکړو او باید چې خوشاله یې وساتو، دا ځکه کله چې مور راڅخه خوشاله وي، نو خدای ج به هم راڅخه خوشاله وي.