د پایلیک/ مونوګراف د دفاع کولو اوولس غوره تګلارې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه او زیاتونه

تاسو خپل مونوګراف یا تېزس دفاع کړی؟

له دفاع کولو یې وېره لرئ؟

ایا د دفاع کولو پر وخت له پوښتنو وېرېږئ؟

په دې لیکنه کې مو د دې اړوندو موضوعاتو او د پایلیک د دفاع کولو لپاره غوره تګلارې درته ویلي چې تاسو یې په کارولو سره کولی شئ، په خورا ښه بڼه پرته له کومې وېرې خپل پایلیک یا تېزس دفاع کړئ.

د پایلیک دفاع کول د یوه اوږده مزل پای ته رسول نه دي. په اصل کې د یوې بلې اوږدې لارې پیلول دي. تاسو د یوه پایلیک په دفاع سره د زده‌کړیز ژوند یو بل پړاو ته ننوځئ، تر دې وروسته به یوه بل پایلیک او نورو لوړو زده‌کړو ته چمتووالی نیسئ؛ لکه تر مونوګراف وروسته تېزس او تر هغې وروسته دوکتورا او….

د پایلیک د دفاع کولو غونډې ته د چمتووالي پړاو:

۱-د خپل پوهنتون قوانین او کاري تګلارو باندې ځان وپوهوئ:

کېدی شي د هر پوهنتون قوانین یو له بله توپیر ولري. تاسو دا ځان ته مالومه کړئ چې په دفاعیه غونډو کې کوم کسان ګډون کوي. ایا ستاسو لارښود استاد او هغه بل پوښتونکی یا ارزوونکی استاد راځي او که نه. که راځي دا کسان به ممکن څه ډول پوښتنې وکړي یا کوم رول لوبوي.

۲-خپل پایلیک بیا ولولئ او له وروستیو څېړنو ځان باخبره کړئ:

کله چې لارښود استاد یا بل کوم اداري غړی ستاسو پایلیک لولي، وخت پرې لګوي، دغه وخت یې بې ارزښته مه ګنئ. له دې وخته ګټه واخلئ او د نویو څېړنو د خپراوي په اړه مالومات وکړئ. ستاسو پایلیک به استاد ارزوي او تاسو نوي څېړنې وموندئ چې ایا ستاسو د سرلیک په اړه نوي څه شته که نه. که خپاره شوي و ، حتماً ځان ترې خبر کړئ. دا مه هېروې چې تاسو به لارښود استاد او نورو داورانو ته د خپلې څانګې یو متخصص یاست.

۳-د داور په توګه چې له ځانه کومې پوښتنې کوئ، پر هغو موضوعاتو تمرکز وکړئ چې تخصص پکې لرئ:

دفاعیه غونډې دوه داوران لري: یو هغه چې  ستاسو د مسلک متخصص دی او بل هغه چې ستاسو له مسلک سره نږدې اړیکې  لري. ستاسو هم مسلکه متخصص له تاسو خورا ډېرې پوښتنې او ستاسو په اړه پرېکړه کوي. تاسو هڅه وکړئ د دې کس په لاس کښل شوې مقالې او رسالې ولولئ، په اړه یې ښه مالومات پیدا کړئ، آن که بیخي لږ اړیکه یې ستاسو موضوع سره هم درلوده؛ خو یو ځل یې ورته ولولئ چې بیا د غونډې په جریان کې وايي ما دغسې یو څه لیکي.

۴-لومړی فکر وکړئ چې تاسو غواړئ له څه شي دفاع وکړئ، کوم شیان کم ارزښته دي:

د دې په اړه فکر وکړئ چې د دفاع پر ورځ باید پر کومو موضوعاتو برلاسي شئ او کوم شیان چندان مهم نه دي. هېڅ داسې څېړنه نشته چې عیب دې ونه لري. مهمه دا ده چې تاسو څومره نوښت کړی.

۵-د احتمالي پوښتنو یو لړلیک چمتو کړئ، خصوصاً هغه پوښتنې چې تاسو ترې ډارېږئ:

دا پوښتنې له بېلابېلو ځایونو برابرې کړئ او خپلې موضوع سره یې متن واړوئ. سپارښتنه مو دا ده چې لومړی د هغو پوښتنو لړلیک برابر کړئ چې وېره ترې لرئ. دا ځکه مهم دی چې په ځلونو لوستلو یې ستاسو سټرېس راکمېږي. له دې سره ښايي زښتنې زیاتې پوښتنې مخکې له مخکې تاسو ځواب کړې وي.

۶-دفاعیه غونډه، د کمپیوټر تر شا کېناستل یا د جملو سمول نه دي:

کله مو چې لوړې زده‌کړې پای ته ورسولې، دا پر دې مانا چې تاسو پر خپل پایلیک مسلط او برلاسي یاست؛ خو په اړه مو تر اوسه خبرې نه دي کړي. کله مو چې پایلیک دفاع کاوه، هغه د پوښتنو لړلیک مو چې جوړ کړی و، د هغوی د ځوابونو پر حفظولو تمرکز مه کوئ( تاسو څه خبر یاست چې رښتیا همدا شی پوښتي که نه، ښايي ویې نه پوښتي). تمرکز مو د خپل جوړ متن پر ارایه وکړئ؛ ځکه هلته بیا تاسو ته وخت نه درکوي چې خپلې جملې یا خبرې سمې/اېډېټ کړئ.

۷-د خپل پایلیک یوه کاپي درسره یوسئ:

تاسو به د پالیک یوه نسخه داورانو ته ورکړي وي، بله یې حتماً له ځان سره غونډې ته یوسئ. په دې اړه هم ځان ډاډه کړئ، هغه نسخه مو چې داور ته ورکړې او هغه چې لارښود استاد ته مو ورکړې، دواړې یو ډول دي. خصوصاً د پاڼو شمېرې یې؛ ځکه بیا داسې نشي چې هماغه یو سرلیک به داور په ۴ پاڼه کې ښيي او لارښود ته به په ۶ کې راوځي.

مهم ټکي په کاپي نسخه کې هایلایټ کړئ او تر لاندې یې کرښه وباسئ. نقل قولونه نښه کړئ. که چېرې بله کومه خورا مهمه موضوع پکې وي، هغه په غټ خط ولیکئ.

د دفاعیه غونډې په بهیر کې:

۸-ښه یې پیل کړئ:

په لومړیو ۱۵ دقیقو کې تقریباً څو پوښتنو ته د خبرو په ترڅ کې ځواب ووایاست. خپله پوهه وروښیئ، په دې کار سره داوران لږ راحته کېږي چې راغلی کس لایق دی. که ستاسو لومړنۍ پوښتنې ځوابول ستاسو پوهه ښکاره نه کړي، داوران اندېښمن کېږي او د غونډې فضا ښايي ښه نه وي.

۹-د خبرو پیلولو ته چمتو شئ:

غونډه باید په داسې جملو پیل شي چې د غونډې کنګل وغوړېږي؛ خو همدغه پیل محصلین لږ اندېښمن کړي. اوس به وایاست چې څه وکړو؟

ډېر اسانه دي. په لومړیو ۵ یا ۱۰ دقیقو کې خپل کار معرفي کړئ او اصلي پایلې یې شریکې کړئ. دا برخه دومره ډېر ارزښت لري چې نه چمتووالی ورته، ډېره کمعقلي ده.

۱۰-سکوت/چوپتیا د ناخوښي مانا نه لري:

دا شونې نه ده چې د غونډې په پیل کې یې له پایلې هم خبر شئ. کېدی شي داوران لومړی ستاسو د پایلیک په اړه خپل نظرونه څرګند کړي؛ خو دا هم کېدی شي چې کوم یې چوپ پاتې شي. د دوی چوپتیا هرومرو د نارضایتۍ مانا نه ورکوي. ځينې وخت د پوهنتون قوانین دوی ته د نظر ورکولو اجازه نه وي ورکړې.

۱۱- د کمزورتیا ټکي مو خپله مه رابرسېره کوئ:

خپل کار پر دې مه پیلوئ چې خپلې کمزورتیاوې وښيئ یا ډېره تواضح وکړئ؛ مثلاً داسې مه وایاست چې: ( د دې له امله چې ما دغه کار او هغه کار ونشو کړی، ما فکر نه کاوه چې ودې منل شم). داسې مه وایاست چې په دې اړه چندان بریالي نه یاست. داوران خپله د غونډې په بهیر کې او د پایلیک د ارزولو پر وخت متوجه کېږي. که چېرې متوجه نه شول او درته ویې نه ویل، تاسو مخکې له مخکې خلک مه خبروئ چې زه پلانی کمی لرم.

۱۲-د سیاستمدارانو غوندې دفاع مه کوئ:

کېدی شي تاسو بریا په دې کې وینئ چې د هرې احتمالي پوښتنې ځواب تاسو ټکی په ټکی حفظ کړی وي. داسې ښه نه ده؛ ځکه بیا د سیاستمدارانو غوندې ښکارئ چې د پوښتنو ځوابونه یې تر خپرونې مخکې له یاده کړي وي. که تاسو ځوابونه میخانیک کړئ، ځوابونه مو مصنوعي برېښي. د بریا پر ځای درته بد نه شي. ښه ده چې پر پایلیک مو برلاسي شئ، څو هر ډول پوښتنې ته هماغه وخت ځواب ورکړی شئ.

۱۳-کېدی شي غونډه او پوښتنې له دوستانه فضا نه دفعتا رسمي/جدي ته واوړي:

امکان لري چې دفاعیه غونډه لومړیو کې ډېره دوستانه وي؛ خو ورو ورو تخصصي، رسمي او جدي شي. محصلین باید دا ټول کنټرول کړی شي.

۱۴-پایلیک ته د کتلو په پلمه، خپل سټرېس کابو کړئ:

تر دفاع یوه شپه مخکې ښه سم خوب وکړئ. مناسب خواړه وخورئ. خپل سټرېس له مینځه یوسئ. که چېرې ډېر سټرېس مو درلود، په پایلیک کې د یو شي د لټولو  په پلمه خپل سټرېس کنټرول کړئ. یا کېدی شي ورته ووایاست: ( کېدی شي لږ وخت راکړئ چې دا … ولیکم؟). په دې ډول کولی شئ ځان لږ ارامه کړئ.

۱۵-په نړیواله کچه د پوهې برخه کې پر خپله ونډه بحث وکړئ:

مثلاً تاسو د خپل پایلیک په لیکلو کې نړۍ ته کومه ګټه رسولی شئ که نه. که یې رسولی شئ، دې ټکي ته د لارښود استاد او نورو محصلینو په مخکې اشاره وکړئ او ورته ووایاست چې کوم کوم نوښتونه مو تر اوسه کړي دي.

۱۶-غونډه به له ۱ تر ۳ ساعتونو وخت نیسي:

څېړنو ښودلې چې د طبیعي علومو او علمي برخو دفاعیه غونډې کابو درې ساعته وي او د ټولنیزو علومو، هنر او انسانپوهنې برخې له ۱ تر ۳ ساعته وخت لګوي. د ټولنیزو علومو، انساني علومو او هنر برخه کې دا څېړنه ۸۳٪ صدق کوي.

۱۷-خوند ترې واخلئ:

تر دفاع مخکې دا خبره کول ښايي درته ملنډې ښکاره شي؛ خو واقعاً رښتیا دي. که تاسو د غونډې په پیل کې ځان ته ووایاست چې له دې غونډې به خوند اخلئ، هماغسې کېږي. هملته درته ښکاري چې تاسو څومره تاوده بحث ته ننوتلي یاست.