ژباړه: عایشه حیدري
مه لقا جابري Mahlagha Jaberi په ۱۳۶۸ کال کې د ایران په اصفهان کې زېږېدلې، هغې خپلې زده کړې د سوداګرۍ په برخه کې کړې دي، په ماشومتوب کې له نورو ماشومانو څخه هوښیاره وه او د ریاضي او فزیک په برخو کې تکړه وه. نوموړې د خپل شخصي ژوند په اړه له نورو سره ډېر مالومات نه شریکوي.
مه لقا اوس مهال ۳۱ کلنه ده، ۱۷۸ سانټي ميټره قد لري، په انګليسي او فارسي ژبو پوهېږي، تر اوسه یې واده نه ده کړی او هېڅ هلک سره نه ده لیدل شوې.
مه لقا په يوې پنځه کسيزې کورنۍ کې زېږېدلې او دوه خویندې لري، لومړنۍ زدکړې یې په ایران کې کړې دي او وروسته بیا له خپلې کورنۍ سره امریکې ته تللې ده، او اوس مهال د متحده ایالاتو په کاليفورنيا کې ژوند کوي.
د مه لقا خور په دې فکر وه چې مه لقا کولای شي یوه ښه موډله شي، ځکه نو هغې مه لقا موډلینګ ته هڅوله، له همدې کبله مه لقا په ۱۳۸۸ کې د موډلینګ ځینې زدکړې و کړې او موډلینګ ته یې مخه کړه.
که د مه لقا پخواني انځورونه د هغې له اوسني انځورونو سره پرتله کړئ نو تاسو ته به دا څرګنده شي چې هغې د ښایست د ترلاسه کولو لپاره جراحۍ کړې ده د هغې پخواخي انځورونه له اوسنیو هغو سره د پزې او شونډو په برخه کې خورا څرګند توپیر لري.
د مه لقا څېره، هندۍ فلمغاړې اېشواریا رای ته ور ته ده، له همدې امله د مه لقا ملګرې او خورلڼې هغې ته د اېشا یونیک په نامه هم غږ کوي او هغې ډېره موده په همدې مستعار نامه د موډلینګ په برخه کې فعالیت کاوه.
مېرمن جابري وایي، هغه څه یې چې خوښېږي او باور پرې لري، د دې د خوښۍ سبب کېږي او په هغه څه یې چې نه یې خوښېږي په ډېرې اسانۍ ورڅخه تېرېږي، همداراز هغه وایي چې زه یوه پیغله نجلۍ یم او په دې عقیده لرم چې د پېغلتوب خوند په مینه، واده، او یا هم د نارینه ملګري په درلودو کې نه دی، هغه وايي:
زه یوازې په ملګرتیا عقیده لرم، او یواځې خپلو موخو ته د رسیدو او خوښۍ فکر کوم، زه مغروره نه یم خو ژوند ماته دا را زده کړي چې که چېرې یواځې اوسم هغه مهال کولای شم خوشاله اوسم، د نڅا کلپ، میلمستیا او مخدره توکې مې نه خوښېږي، او له دغو ټولو لرې ژوند کوم، زما تر ټولو ښه وختونه هغه مهال وي چې له خپلې نږدې ملګرې سره بهر وځم، له هغې سره خواړه خورم، پلورنځیو او سینما ته ځم. هغه د خپلو خبرو په دوام وايي:
باید ووایم چې زه یوازې د خپل ځان لپاره ژوند کوم او هغه خلک مې نه خوښېږي چې نورو پسې غږېږي، او هڅه کوم چې له دغه ډول خلکو څخه لرې اوسم، هغه کسان مې خوښېږي چې رښتین او مودب وي، ځکه چې صداقت او ادب راته ډېر ارزښت لري.
مه لقا په خوړو کې پیزا او د کوپرې اوبه خوښوي او خپل اضافي وختونه په اس ځغلونې، فیلم لیدو، پلورنځيو او یوګا کې تېروي.