پر ملا مفلح برید ته غبرګونونه؛ معصوم ستانکزی وايي، پردي زموږ هیواد نه شي امن کولی

سپینه تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش
د افغانستان پلازمینه کابل کې بیا یو مسجد د تروریزم او تاوتریخوالي قرباني شو.
پرون د جمعې ورځې د لمانځه پرمهال د کابل شیرشاه مینه سیمه کې د چاودنې پرمهال د ملا امام عزیزالله مفلح په ګډون څلور تنه شهیدان شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ دا برید غندلی او د دښمنانو کار یې بللی دی.
د چاودنې مسوولیت هیڅ ډلې نه دی منلی. طالبانو هم برید غندلی دی.
پر شیرشاه سوري مسجد او امام داسې وخت برید کیږي چې څو ورځې وړاندې په وزیر اکبر خان مسجد هم ورته برید وشو چې په ترڅ کې یې ملا نیازی شهید او مسجد ته زیان واوښت.
افغانستان کې پر ټولنیزو شبکو د عامو خلکو سیاسي څیرو له لورې دا برید غندل شوی دی. خلکو پر حکومت هم نیوکې کړي چې په دې ډول بریدونو مخنیوي کړي پاتی راغلی دی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم دا برید غندلی او پر امنیتي ادارو یې غږ کړی چې د دیني بنسټونو او علماوو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس او له طالبانو سره د افغان سولې لپاره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانان باید یووالي ته مخه کړي:

« د جنګ دوام پرته له کرکې او بدبختیو کومه بله نتیجه نلري. د دښمن له بریدونو څخه حتی زموږ مسجد او محراب چې د خدای کور دی، په امن کې نه دي. پرته له دې چې مونږ پخپله په یووالې او اتفاق سره خپلې ستونزې حل کړو، پردي نشي کولی چې زمونږ ستونزې حل او هیواد مو امن کړي.»


د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل لیکلي چې پر مفلح برید هیڅ دین او قانون نشي توجیه کولی.
هغه پر ټویټر لیکلي:

«شهید مفلح د ډاکټر ایا نیازي له یارانو و، د افغانستان دښمنان نه شي کولی چې له ممبره رسا غږ وزغمي، خو ډاډه یوو چې دا اواز ورځ تر بلې پراخیږي.»


په عام ډول هم دا برید غندلی شوی دی. یو شمیر خلکو پر خپلو فیسبوکپاڼو غبرګونونه ښودلي.
لیکوال نظیم سمون لیکلي:

« له امریکا سره تر تړون وروسته د طالبانو تبلیغاتي ماشین په دې راڅرخي چې د “اسلامي نظام” په مخ کې پراته خنډونه څنګه له منځه یوړل شي. دوی یو تازه فلم خپور کړی، چې پکې د دې نظام تر چتر لاندې ټول دیني علماء، سیاسيون، لوستي ځوانان او مخور خلک (منحرفین) بلل شوي. د طالب دغه نا اعلان شوې ستراتیژي وایي چې په اوس وخت کې د طالب دښمن مرمۍ نه ده، بلکې هغه افکار دي د طالب مخالف روایت جوړوي. خبرې ډېرې مه اوږدې او پېچلې کوئ. دا نه استخباراتي قتلونه دي او نه مرموز. پنځلس کاله مخکې د کندهار په یو جومات کې د علامه رشاد په فاتحه کې پر خاکریزوال له ځانمرګي بریده نیولې بیا تر ارسلا جمال، مولوي نیازي او مفلح پورې، ټول د یوه ادرس له خوا کېږي. ومن الله توفیق»

لیکوال ذاکر جلالي لیکلي:

« اوس د مولوي مفلح او تر ده وړاندې د ډاکټر نيازي شهادت ښيي چې د سولې مخالف جهتونه هڅه کوي چې دا پروسه سبوتاژ کړي. د سولې مخالفې کړۍ تر بل هر وخت فعالې سوي او که سوله بريالۍ سي، دا به د‌ دوی وروستۍ هڅې سي‌. يوازې د سولې بهير بريا دا غميزه پای ته رسولی سي.»

همداراز ګڼو نورو خلکو هم ددې برید په اړه غبرګونونه ښکاره کړي دي او ویلي یې دي چې یوازینۍ لار یې دایمي اوربند، سوله او د ټولو پخلاینه ده.