خال پېژندنه؛ پر وجود طبیعي خالونه څه ماناوې لري؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه او زباتونه: بشر دروېش
پښتانه خط و خال دومره مهم ګڼي، چې سخت دریځه مذهبیان یې حتا د مینې اړونده شاعري د خط و خال شاعري یادوي.
خالونه یې ټول د مخ خالونه
د زنې خال یې مرور پخلا کوینه
د پښتو ولسي شاعري هم د خال په اړه پریمانه ستاینې، ګیلې او نورې خبرې لري.
یوازې موږ نه؛ چینایان او هندیان یا کیدای شي ووایو په ټوله اسیا کې خال د ښایست یو مهم اصل ګڼل کیږي.
خالونه بیا ترخالونو دي، ډېرې نجونې یې په پښتني ټولنه کې د ښادۍ او خوښیو پر وخت پر زنه او تندي ږدي؛ خو ټولو نه غوره او له ښایسته ډک خالونه طبیعي خالونه دي.
خالونه د وجود پر مختلفو برخو وي او لیدل شوي.
خالونه او شخصیت پېژندنه
زموږ په ټولنه کې خالونه د ښایست یو معیار دی؛ خو چینایان او هندیان یې د خلکو په شخصیت پېژندلو کې هم د یوه اصل په توګه کاروي.
لکه چې وویل شول، خالونه پر مخ سربېره د وجود پر نورو برخو هم شته.
مټې، پښې، د لاس ورغوي او حتا د سینې پر سر د طبیعي خالونو لرل په انسانانو کې لیدل شوي.
خالونه او تعبیرونه
د خالونو رنګونه مختلف دي؛ هم روښانه دي، هم سوربخنه، هم د شاتو هم رنګه ، هم توربخنه او هم شین بخنه.
د خالونو په اړه مختلف تعبیرونه موجود دي.
دلته چې کوم تعبیرونه درسره شریکيږي، ډېر علمي بنست نه لري، خو له عامو باورونو سرچینه اخلي.
د تندي د مخ خالونه
د عامو تعبیرونو له مخې پر تندي خال دا مانا لري، چې د خال خاوند/ خاونده هوښیار/ هوښیاره ده او ارامه مزاج لري.
تعبیر دا دی، چې که پرتندي خال په ښي اړخ وي، خاوند/ خاونده به یې زیاته شتمني پیدا کړي.
د تندي د کیڼ اړخ په اړه وړاندوینه ښه نه ده؛ هغوی چې داسې خالونه لري، بدچانسه او ځان غوښتونکي دي.
د تندي د منځ خال دا مانا لري، چې خاونده/ خاوند یې آرامه او سوکاله خلک دي.
د وروځو خالونه
د وروځو په منځ کې خال لرونکي د رهبرۍ، شهرت او بریالیتوب وړتیاوې لري.
د وروځو کیڼ اړخ ته خال د وېرې نښه ده. خاوند/ خاونده یې د ژوند په اداره کولو کې ډېر بریالي نه دي.
د ښي اړخ خال یې د خال لرونکي/ خال لرونکې د ښو اولادونو د لرلو زېری کوي.
د سترګو خالونه
– په ښي اړخ یې دا مانا لري، چې خاونده/ خاوند یې صادقه، هڅانده او د باور وړ ده.
– چپ اړخ ته خال لرونکی متکبر او بدبینه ګڼل کیږي.
پر پوزې خالونه
– د پوزې په نوکه کې خال لرل د بې اراده ګۍ او بې فکره پریکړو نښه ده.
ښي اړخ ته یې خال په دې مانا چې خال لرونکی به په لږو هڅو زیاتې پیسې وګټي.
کیڼ اړخ ته خال په دې مانا چې خاوند یې نه تسلیمیدونکی دی.
ترپوزې لاندې خال په دې مانا چې خاوند یې خپل حس بایلي او د مخالف جنس حس په اسانه جذبوي.
د مخ خالونه
– کیڼ اړخ ته خال دا مانا چې څښتن یې نوښتګر او نېک خویه دی.
– ښي اړخ ته په دې مانا ده، چې څښتن یې قوي شخصیت او منطقي ذهن لري. په ښه عاید لرلو پوهیږي.
د غوږ خالونه
– د غوږ پر څنډې یا پورتنۍ برخې خال لرل دا ښیي چې څښتنه یا څښتن یې ډېر روڼ اندی دی.
د شونډو خالونه
– دا خال لرونکي په عام ډول د چاغوالي خطر سره زیات مخ کیږي، باید محتاط وي.
– پر لاندینۍ شونډې خال د ښې سلیقې لرلو مانا لري.