نورمحمد ثاقب څوک دی او د سولې په خبرو اترو څه اغېز لرلی شي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
وحیده پيکان د منځنۍ اسیا د چارو شنونکې
سرچینه: اینډیپینډینټ
ژباړه: نسیمه محمدي – یاران

میاشت وړاندې د طالبانو مشر ملا هیبت الله آخوندزاده، د افغان دولت سره د خبرو اترو لپاره څلور کسیز پلاوې وټاکه، چې د افغان حکومت سره د دې ډلې پلاوی دی. په دې ډله کې، د نورمحمد ثاقب نوم هم لیدل کېږي. خو ثاقب څوک دی او د طالبانو د سولې د خبرو اترو په ټيم کې یې شتون څه مانا لري؟
نورمحمد ثاقب د طالبانو لپاره د” عمومي استاد” حیثیت لري. نوموړی د طالب جنګیالو په منځ کې د ستر مفتي په نوم یادېږي. ښاغلی ثاقب د طالباني دستوراتو او اوامرو (اسلامي احکامو) په اجرا کې اوږده سابقه لري.
مولوی ثاقب ۶۲ کاله وړاندې د کابل په بګراميو یا ده سبز ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. که څه هم د نوموړي د زېږېدلو ځای او نېټه دقیق نه دي معلوم، خو بګرامي او ده سبز له یو له بل ډېر واټن نه لري. نورمحمد ثاقب په قوم پښتون احمدزی دی، چې د ولسمشر اشرف غني سره قومي تړاو لري. خو سره له دې، نوموړی د افغانستان اوسني نظام تر ټولو کلک مخالف او د طالبانو ډلې ته وفادار/ ژمن دی.
زده کړې یې هم د پاکستان په ديني مدرسو او په لوړه کچه تر سره کړي دي. مولوي ثاقب د طالبانو د مفکورې په ترویج او په ۱۹۹۰م کې ملا عمر لپاره د سرتېرو په راټولولو کې مهم رول درلود. نوموړي د دې نوې جوړې شوې ډلې غړیتوب ترلاسه او له لومړیو څخه یې د طالبانو په قضايي تشکیلاتو کې د قاضي په حیث په دنده پیل وکړ.
ملا محمد عمر، د طالب ډلې بنسټګر، پر کابل د طالبانو، بریالي کېدلو سره مولوی ثاقب، چې د کابل ولایت څخه وو، د سترې محمکې د قاضي القضات او د مذهبي چارو د کمېټې د رییس په توګه معرفي کړ. نوموړي په اصل کې د طالبانو په قضاییه قوه کې لومړۍ خبره کوله او خپله ملا محمد عمر ته به یې ځواب ورکاوه.
خو نړۍ د مولوي ثاقب د نوم سره، د طالبانو د رژیم پر مهال، کابل کې د نړیوال لویدیځې مرسته کوونکې ډلې د نیول کېدلو وروسته آشنا شول.
د ۲۰۰۱م، سره سم هغه مهال چې پر امریکا د القاعده ډلې برید ته یوه اونۍ پاتې وه، د طالبانو حکومت اعلان کړه، چې بهرني مرسته رسوونکي چې د”مسیحیت دین” په خپرولو افغانستان کې تورن وو، محاکمه کوي. هغوی څلور اونۍ وړاندې د افغانانو کورنو ته د تللو او د مسیحي دین د پیغامونو په ښودلو، نیول شوي وو. د دغه اته کسو په منځ کې چې د طالبانو د سخت کنټرول لاندې یې مرستې رسولې، څلور آلمانیان، دوه استراليایان او دوه امریکایي وګړي شامل وو. شپاړلش افغان کارکوونکي، چې د آلمان هېواد د شيلټر موسسې له لوري، چې په آلمان کې استوګن وو، هم ونیول شول او د محکمې په تمه پاتې شول. د مسیحي دین د تبلیغ په طالباني محکمي کې د اعدام یا ابدي حبس سزا لرله.
ټولې نړۍ دا خبر په دقت څاره. د کابل څخه مولوی ثاقب د طالبانو د قضاییه قوې په استازیتوب خبرې کولې.
نوموړي د ۲۰۰۱م د سپټمبر په ۴مه وویل:”د محکمې چارې سر له نن پیل شوې. خو نشو ویلای چې څومره به وغځېږي، ځکه د اسنادو او مدارکو د راټولو پر چټکتیا پورې تړاوو لري، چې وروستۍ پایله اعلان شي.”
د مولوی ثاقب تر نظر لاندې محکمه، چې نهه مدافع وکیلانو، د تورنو د کورنیو نهه غړو او نهو ډيپلوماټانو شتون درلود، څه وخت دوام وکړ، خو د سپټمبر د یوولسمې حملې، وروسته له هغې هر څه بدل کړل.
امریکا د اسامه بن لادن، د القاعده ډلې مشر او طالبانو څخه د غچ اخیستلو لپاره ، افغانستان ته لښکري راولېږلې او یوازې څو میاشتو کې د طالب حکومت د ترازو په پله کې کېښودل شو او له منځه لاړ.
مولوي ثاقب هم د سلګونه نورو طالبانو په څېر پاکستان هېواد ته فراري شو.
نوموړي په کويټه کې د طالبانو له اصلي هستې سره خپله اړیکه وساتله او په سیوري کې یې د قاضی القضات رول په غاړه واخیست. طالب ډلې په افغانستان کې د خپل یون پر مخ وړلو لپاره، شوراګانې او کمېټې رامنځته کړې.
مولوي ثاقب یو ځل بیا د طالبانو په رهبري شورا کې، د مذهبي/ دیني چارو د ښوونې او روزنې څانګې مشر شو. په دې وروستیو ۱۹ کلونو کې، سولې ته د نوموړي د لېوالتیا او د جنګ جګړې د ختمولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د ۲۰۰۷م د ډسمبر کې برېټانوۍ انډېپېنډېڼټ راپور ورکړ، چې حامد کرزی، د وخت ولسمشر د ځینو طالب غړو سره په اړیکه کې دی، چې د موجوده اوج ته رسېدلې جګړې لپاره، د طالبانو سره یو ځای حللاره ومومي. په دې منځ کې د طالبانو له لوري یو غړی مولوي نورمحمد ثاقب وو. که څه هم دا هڅې هېڅکله ګټورې تمامې نشوې، خو بالاخره په ۲۰۱۳م کې، د قطر په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر جوړ شو، چې طالبان د سولې د خبرو اترو لپاره څرګند آدرس ولري.
اوسمهال طالب مشرانو، مولوي نورمحمد ثاقب چې لا هم د ملګرو ملتونو په تور لیست دی، د افغان دولت سره د سولې د خبرو پلاوي ډلې غړیتوب لپاره ټاکلی دی.
په دې ډول ښاغلی ثاقب د طالبانو له لومړي نسل څخه دی او د طالبانو د مشر د پوره باور او ډاډ څخه برخمن دی، چې د ملا عبدالغني برادر، د قطر دفتر رییس مولوي عبدالحکیم، اوسنی قاضي القضات د خبرو اترو مېز ته کیني.
د دې مذهبي څېرو حضور، ممکن د خبرو اترو فضا لږ څه ترينګلې او پېچلې کړي، خو د ټولو طالبانو لپاره به د پرېکړې کولو له اړخه، د منلو وړ وي. دا ډېره لرې ده، هغه ناسته چې د دې څېرو سره پایلې ته ورسېږي، د ملاهبت الله د تایید وړ نه وي.

1 Comment

Comments are closed.