یاران سپورټس
د افغان کرکټ لوبډلې کرار یا څوکه توپ اچوونکي مجیب الرحمن له کرېک بز وېبپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، که توپ اچوونکي توپ د سوېنګ، بانس او اغېزمنې توپ اچونې په پار په لاړو نه کړي، نو ستونزه جوړېږي او د بالر وړتیا په دوه یا درې لوبوکې جوتېږي.
هغه ویلي:
“که توپ په لاړو نشي، دوه یا درې لوبو کې د توپ اچوونکي وړتیا معلومېږي، د هغه په خبره تمریناتوکې بوخت دي او لوبې یې وکړې، خو رسمي نړیوالې لوبې نشته، چې د بالر اغېزمنتیا پکې څرګنده شي.”
د هغه له خبرو دا نتیجه اخیستل کېږي، چې هغه هم د کرکټ نړیوالې شورا له دې پرېکړې ناخوښه دی، چې په توپ یې د توپ اچوونکو د لاړو وهلو مخه نیولې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې بالر باید د کرونا ویروس مخنیوي په خاطر توپ په لاړ نه کړي.
مجیب پر دې سربېره ویلي، چې دی چمتو دی، د ننداره کوونکو په نشتون کې د لوبغالي د بندو دروازو تر شا لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
د هغه په خبره ننداره کوونکي پر لوبه د اغېزښیندلو لپاره ډېر ښه دي، خو د اړتیا پر وخت دوی کولای شي، چې د ننداره کوونکو له نږدې نندارې پرته لوبې ترسره کړي.
هغه مثال ورکړی چې دوی اوس هم په کابل کې تمریناتي لوبې له ننداره کوونکو پرته کړي او دا لړۍ لا روانه ده.
مجیب الرحمن توپ اچونه د لاړو نه کارولو څومره اغېزمنه کړې؟
نوموړی په کابل کې د تمریناتي کمپ پرمهال څلورو شل اوریزو لوبو کې ولوبېد، خو توپ اچونه یې دومره اغېزمنه نه وه لکه څومره چې د لاړو له بندیز مخکې وه.
هغه په څلورو لوبو کې له پنځه کمې وېکټې اخیستي او ایکانومي یې هم نسبت رسمي لوبو ته لوړه وه.
د هغه دا توپ اچونه دا څرګندوي چې د لاړو نه کارول توپ اچوونکي اغېزمنوي او توپ سوېنګ او یا هم بانس نه اخلي.
د مجیب الرحمن په خبره که توپ په لاړو شي ګوتو کې ښه نیول کېږي او توپ اچونې ته ښه جوړېږي.