ارشاد رغاند
افغان حکومت سره له دې، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو د یوه مهم اړخ تمثیل یې کاوه خو د ملي امنیت د سلاکار ډاکټرحمدالله محب وروستۍ څرګندونې ښیي چې حکومت د دغو هڅو مهمه برخه نه ده، یا پکې جدي نه ګڼل کیږي.
د محب د څرګندونو مهم ټکي او شننه یې
د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر له لورې د ښاغلي محب د خپاره کړي رسمي بیان مهم ټکي دا دي:
ـ د وسله والو طالبانو له استازو سره د امریکا متحده ایالاتو، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د خبرو منندوی یوو، خو په اړه یې د شته ګومانونو جدي وضاحت ته اړتیا لري.
ـ د سولې هڅې باید د نوي افغانستان د واقعیتونو پر اساس وي(هدف یې دا دی چې د سولې هڅې باید د شته نظام او جوړښتونو تر چتر لاندې ترسره شي).
ـ د ښاغلي محب بله خبره د افغان ـ امریکا د امنیتي تړون مشروعیت ته اشاره ده. هغه لیکلي، چې دغه تړون د مشورتي لویې جرګې لخوا تایید او د ولسي او مشرانو جرګې له لورې تصویب شوی( له دې خبرې هدف تر ډېره دا کیدای شي، چې امریکا مجبوره نه ده له طالبانو سره د امنیتي تړون یا په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پر دوام کومه معامله وکړي).
ـ د ملي امنیت سلاکار دا هم ویلي، چې هیڅ هېواد او شخص د افغانستان لپاره د نوي حکومتي جوړښت په اړه د بحث واک نه لري.( له دې ښکاري، چې په دې اړه له طالب استازو سره د امریکا متحده ایالاتو، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډه ناسته کې ځينې خبرې شوي. عامې اوازې دا دي، چې امریکا د طالبانو د پخلاینې لپاره د موقت حکومت جوړولو فکر په سرکې لري).
ـ د ښاغلي محب یوه خبره دا ده، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پریکړه باید د دوی مشرتابه وکړي. هغه ټینګار کوي، چې د منتخب دولت هیځ ځای ناستی وجود نه لري او د افغانستان د خلکو په قربانیو به معامله نه کیږي( دا خبرې لړزونکې او د دې ښودونکي دي، چې افغان حکومت د سولې په مذاکراتو کې دغه اندیښنې محسوسې کړي دي).
ـ د ملي امنیت د سلاکار وروستۍ خبره دا ده، چې د افغانستان خلک تلپاتې سوله غواړي، نه داسې کومې معامله چې د دوی قربانۍ پکې له پامه وغورځول شي. ( دا خبره د حکومت د جدي تشویش ښودنه کوي. حکومت له داسې موضع ګیرۍ سره په ښکاره وایي، چې د سولې په نوم د افغانستان پر سر کومه معامله روانه ده).
د ملي امنیت سلاکار د دریځ ارزونه
د ملي امنیت د سلاکار خبرې یوازې د حکومت نه؛ بلکې د ټول ملت د دریځ استازیتوب کوي.
په دې کې شک نشته، چې حکومت ګڼې ستونزې لري. له دې ستونزو څخه یوه جدي به یې همدا وي، چې هم د سولې په موضوع او هم ځینو نورو مسایلو کې پر امریکا متحده ایالاتو له حده زیاته تکیه وکړه، یا یې د سولې په هڅو کې خپل سیاسي مخالفین منزوي او له دې هڅو څخه پخپله ګټه سیاسي استفاده وکړه، خو له دې ټولو سره څه چې روښانه دي او باید سره کرښه وګڼل شي هغه د سولې په هڅو کې د مقتدر، بې بدیله او تصمیم نیونکي مرجع په توګه د افغان حکومت د نقش تضمینول دي.
افغانستان باید په سوله او ټولو مسایلو کې د خپلو نړیوالو متحدینو مشوره او همکاري ولري، خو خپله پریکړه باید له یوه واحد دریځ څخه د همدغه ښه یا بد حکومت له ادرسه وکړي.
د دې ترڅنګ کوم ټکي، چې د ملي امنیت د سلاکار په څرګندونو کې یاد شوي، هره یوه یې د افغانستان په خیر ده او باید ملاتړ ورڅخه وشي.
خلیلزاد طالبانو سره په کومو مسلو خبرې کړي؟ د هغه د یوې تازه مرکې جزییات دلته لوستلی شئ
البته حکومت باید په داسې حساسو حالاتو کې یوازې پر اعلامیو بسنه ونه کړي.
حکومت ته لازمه ده، چې د لویو ملي مسایلو په اړه پاشل شوې سیاسي اجماع په عاجل ډول ترمیم او د ټولو سیاسي خواوو په واقعي همکارۍ د سولې د داسې پروسې په زمینه سازۍ کې نقش ولوبوي، چې د افغانستان په خیر او له ټولو لوړو ارزښنتونو سره یې برابروي.