افغانستان سیاست

خلیلزاد: طالبانو سره یې په موقت حکومت یا د افغانستان پر راتلونکې سیاسي څرنګوالي خبرې نه دي کړي

لیکنه: ياران
اعلان

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد له اریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکې په اړه توافق د طالبانو لپاره مهمه مسله ده.

نوموړې وویل، د امریکا لپاره بیا د طالبانو سره په سوله کې سره کرښه داده چې افغانستان به بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله نه بدلیږي او له افغانستان څخه به امریکا او نوره نړۍ نه تهدیدیږي.

افغان ټبري امریکايي زلمی خلیلزاد چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د سولې د یو توافق د رامنځ ته کولو دنده ورسپارلې له اریانا نیوز سره په مرکه وویل، د امریکا ددې هدف لپاره ضرور ده چې افغانان په خپلو کې د سولې یو توافق ته ورسیږي.

اسلامي جموریت او که اسلامي امارت؟

دا چې که د خلیلزاد د سولې خبرې بریالۍ شي افغانستان به د اسلامي امارت او که اسلامي جمهوري دولت لرونکی وی؟ په اړه یې خلیلزاد وویل، د افغانستان د راتلونکې په اړه به پریکړه افغانان کوي، خو طالبانو ورته ویلي چې دوی بیرته هغه بڼه واک نه غواړي لکه د ۲۰۰۱ م کال څخه د مخه یې چې درلود او نه امریکا هم په افغانستان کې د اسلامي امارت د جوړیدو پلوي ده.

خلیلزاد په دې مرکه کې په ټینګار وویل چې له طالبانو سره یې د ابوظبۍ په خبرو کې په موقت حکومت یا د انتخاباتو په ځنډولو خبرې نه دي کړي . د نوموړې په وینا د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه پلان باندې باید افغانان خپلو کې خبرې وکړي. نوموړې په دې اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل او زیاته یې کړه دا ډول خبرونه د دوی او افغان حکومت ترمنځ د بې باورۍ رامنځ ته کیدو سبب کیږي.

د خلیلزاد په وینا خبرې تر ډیره په امنیتي مسلو، ترهګرۍ او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر راتلونکې متمرکزې وې.

د اوربند بحث شوی

د زلمي خلیلزاد په وینا د ابوظبۍ په خبرو کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا د یو درې میاشتني اوربند په شمول ځینې وړاندیزونه مطرح شول او بحث پرې شوی دی.

خلیلزاد له اریانا نیوز سره په دې مرکه وویل، په ابوظبۍ کې طالب پلاوي ورته ویلي چې د اوربند په شمول دوی ددې وړاندیزونو په اړه د هو یا نه ویلو واک نه لري او دوی وخت وغوښت څو پرې له خپل مشرتابه سره مشوره وکړي.

زلمي خلیلزاد په ټینګار وویل چې طالبانو ته ویلي که سوله غواړي او په دې برخه کې جدي وي، نو د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان وړاندیزونو ته دې ځواب ووايي، او که جنګ غواړي نو د خلیلزاد په وینا باید ډاډه اوسې چې د امریکا متحده ایالات به تل د افغانستان له دولت سره ولاړ وي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړه چې تیره شپه یې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه ریس، عبدالله سره کتلي او هغوی ته یې د خپلو وروستیو سفرونو او لیدنو کتنو په اړه حال ورکړی دی. هغه د افغانستان د حکومت لورې ته د ځینو اندېښنو په اړه وویل چې سبب یې ناسم معلومات دي .

ایا طالبان سوله غواړي؟

زلمي خلیلزاد وویل افغان حکومت سولې ته لیواله دی او دې که شک نه لري. نوموړې زیاته کړه چې هیلمن دی طالبان به هم سولې ته چمتوالی وښيي. هغه زیاته کړه ،دا چې طالبان د سولې په برخه کې جدي دي کنه، په دې برخه کې راسره شک دی. په ځانګړې توګه کله چې دوی په ابو ظبۍ کې له افغان حکومتي هییت سره خبرو ته چمتو نه شول، نو د نوموړې په وینا پوښتنې یې راپورته کړي. د زلمي خلیلزاد دا د طالبانو لویه تیروتنه وبلله چې ددې ډلې په زیان به تمامه شي.

طالبان څومره خپلواک دي؟

زلمي خلیلزاد وویل دا به وکتل شي چې طالبان څومره په خپلواکه توکه پریکړه کولی. خو نوموړې وویل په تیرو څو میاشتو کې دوی له پاکستان سره هم د امریکا له اړخه هڅې کړي او هم یې پرې د پاکستان د عربي متحدانو له خوا له خوا فشار راوړی دی چې طالبان خبرو ته چمتو کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له اریانا نیوز سره دې مرکه کې زیاته کړه، ظاهرا پاکستان هم وايي چې طالبان باید د افغان حکومت سره خبرې وکړي .

د نوموړې په وینا په ابوظبۍ کې پاکستاني هییت هم د سعودي عربستان په څیر ویل، څنګه کیدای شي چې طالبان دې سوله غواړي خو د جګړې یو مهم لورې ( افغان حکومت ) سره دې خبرې نه کوي.

تر انتخاباتو مخکې سوله ممکنه ده؟

خلیلزاد وویل ښه به وي چې تر انتخاباتو مخکې د سولې یوه موافقه وشې. خو نوموړې وویل په قاطع ‌ډول نه شي ویلی چې دا کار به ممکن شي، ځکه دده په وینا د افغانستان جګړه اوس ډیره پیچلې شوې او ډیر اړخونه یې پیدا کړي دي.

خو سره له دې هم نوموړې ډاډ څرګند کړ چې که د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو وړاندیزونه د طالبانو له خوا ومنل شي، نو ممکنه ده په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې راتلونکو درې میاشتو کې د سولې یو توافق ته ورسیږي.

خلیلزاد په ټینګار وویل د افغانستان جګړه اوس نه یوازې کورنۍ بلکې سیمه ایزې ریښې لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران