ولسمشر غني تېره اونۍ په داسې حال کې، چې د سویس په داووس کې یوې اقتصادي غونډې ته ورغلی و؛ له هغه ځایه یې د خپل حکومت د شریکوال ( اجرایه ریس) دویم مرستیال محمد محقق له دندې ګوښه کړ.
د هغه د ګوښه کیدو فرمان د ولسمشر د دفتر لوی ریاست پرخپلې وېب پاڼې او فیسبوک پاڼې خپور کړ.
غبرګونونه
د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله، چې هغه هم یاد شوي نړیوال کنفرانس ته د ګډون لپاره له ولسمشرغني څخه جلا تللی و؛ په یوه اعلامیه کې د غني فرمان رد کړ.
عبدالله دا پریکړه د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک خلاف او له احکامو یې نقض وباله.
د محقق په مشرۍ ګوند خبرداری ورکړ، چې د ولسمشر د دغه فرمان له کبله ممکن دوی د موقت حکومت د جوړیدو ملاتړي شي.
له فرمان وروسته
د محقق د ګوښه کیدو تر فرمان وروسته ګواښ وکړ، چې خپلې دندې ته به دوام ورکوي.
همداسې وهم شول، محقق اوس هم په اجرایه ریاست کې خپل دفتر ته ورځي او د حکومت د شریکوال د مرستیال په حیث له لوړو امتیازاتو او صلاحیتونو برخمن دی.
اجرایه ریاست ( سپیدار ماڼۍ) د ولسمشر غني د ارګ په ګاونډ کې پروت دی.
په حکومتي دفتر کې اپوزیسون
محقق پرون د یوې اعلامیې او څو عکسونو له خپرولو سره لیکلي، چې د ولسمشریز نوماند رحمت الله نبیل د ټاکنیز ټکټ لومړی مرستیال جنرال مراد علي مراد یې نن خپل دفتر( اجرایه ریاست) ته بللی و.
ویل شوي، په لیدنه کې دواړو لوریو د نورو تودو مسایلو ترڅنګ د “غني د ناسنجیده اقداماتو” په اړه هم خبرې سره کړي.
په اعلامیه کې د غني له نوم سره ولسمشر یا بله کلیمه نه ده کارول شوې.
د ارګ چوپتیا
محقق ، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د حنیف اتمر د ټاکنیز ټکټ دویم مرستیال دی، تر دې پخوا یې هم له ولسمشرغني سره اړیکې ښې نه وې.
ارګ د هغه لخوا د خپل فرمان پر ناچله کیدو کوم غبرګون نه دی ښودلی.