محمد عامر بیرته ډېر ژر له پاکستانۍ لوبډلې سره یوځای کیږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: محمد نسیم حمیدي
د پاکستان کرکټ ملې لوبدلې پیاوړی تیز توپ اچونکی محمد عامر به د انګلستان په وړاندې سیالیو ته د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې سره یوځای شي.
د انګلستان په وړاندې سیالیو کې پاکستاني کرکټ بورډ له محمد عامر څخه غوښتي وه، چې ورسره ولوبیږي، خو محمد عامر انکار کړی وو.
محمد عامر د خپل نوې زېږېدلې لور له امله د یاد سفر څخه انکار کړی وو.
خو اوس تازه پاکستان کرکټ بورډ ویلې، چې هغه به د انګلستان په وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې ملتیا وکړي.
یاران uncategorized 647 محمد عامر بیرته ډېر ژر له پاکستانۍ لوبډلې سره یوځای کیږي
نوموړی به انګلستان ته د تګ مخکې دوه ځله د کرونا ټيسټ وکړي او له هغه وروسته به بیا انګلستان هیواد ته سفر وکړي.
محمد عامر له پاکستانۍ لوبډلې سره په داسي مهال یو ځای کیږي، چې ددې لوبډلې د بل تیز توپ اچونکي حارث روف د کرونا ټیسټ د څلورم ځل لپاره هم مثبت ختلی.
ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندي درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړي.
انګلستان او پاکستان هیوادونه لومړی درې ټیسټ لوبي د جولای له ۳۰مي بیا د اګسټ میاشتي تر ۲۴مي نېټې پوري ترسره کوي.
یاران uncategorized 649 scaled محمد عامر بیرته ډېر ژر له پاکستانۍ لوبډلې سره یوځای کیږي
همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هیوادونه درې شل آوریزه لوبي د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.
دا ټولي لوبي د انګلستان هیواد په کوربتوب ترسره کیږي.
د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کي مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور دغاړي ده.
خو انګلستانۍ لوبډله بیا اوس د ویسټ انډيزه سره په ټیسټ لوبو بوخته ده.