نړیوال جام؛ مخکښ افغان توپ وهوونکی محمد شهزاد درپيژنو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: عبدالله عادل
محمد شهزاد محمدي د افغانستان په کرکټ کښي پېژندل سوی او پیاوړی لوبغاړی دی.
شهزاد ښی لاسی اُپنر توپ وهونکی دی.
نوموړی د افغان کرکټ ملي لوبډلي لپاره د اُپنینګ سره د ویکیټ ساتني دنده په غاړه لري، چي په خپل ښه اُپنینګ او توپ وهني سره یې افغانستان ته ډیری بریاوي ور په برخه کړي دي ، له ده سره شاوخوا ۶ اُپنران ازمایل سوي چي تر ډیره ورسره جوړ ندي راغلي او همدا خبره ده چي افغانستان له کلونو څخه په اُپنینګ کښي ستونزه لري په راتلونکي ۲۰۱۹ نړیوال جام کښي به ورسره نورعلي او حضرت ځاځی د اُپنر توپ وهونکي په صفت ورسره ملګري واوسي.
محمد شهزاد د ۱۹۸۸ کال د جنوري میاشتي پر ۳۱مه نېټه د ننګرهار په ولایت کښي زېږېدلی .
هغه د افغانستان د هغو یوولس لوبغاړو څخه وو چي په ۲۰۱۸ کال جون میاشت کښي یې د هند خلاف لومړي ځل ټسټ لوبه ترسره کړه.
د محمد شهزاد له ښو لوبو څخه یوه بهترینه لوبه په تیر ۲۰۱۸ کال اسیاجام سېالیو کښي د هند خلاف سلیزه ده نوموړي پر داسي مهال سلیزه بشپړه کړه چي د افغان لوبډلي ټولې منډي ۱۳۱ وې او په دې سره یې د پاکستاني لوبغاړي شاهد افریدي سره یاد ریکارډ برابر کړ.

شهزاد او کورنۍ یې اصلاً د ننګرهار ولایت وه لیکن دوی پاکستان ته مهاجر سوه او هلته یې د پېښور د مهارجرینو په کمپ کښي واړول هغه خپل تر ډیره ژوند هلته تیر کړ حتی هلته یې واده هم وکړ د هغه کورنۍ تر اوسه هم په پېښور کښي مهاجره ده.
شهزاد په ۲۰۰۹ کال کښي د نړیوال کرکټ ټورنمینټ د پيل پر مهال د افغان لوبډلي برخه نه وو خو ۲۰۰۹ کال کرکټ نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کښي د لوبډلي برخه وګرځېډ او په همدغه ټورنمینټ کښي د نوموړي په ښې کارکردګۍ افغان لوبډلي د یو ورځنیو نړیوالو لوبو حق خپل کړ او له هغه وخت څخه تر اوسه نوموړی په دریو واړو فارمټونو کښي د افغانستان لپاره دوامداره لوبېدلئ.
فرسټ کلاس کرکټ
شهزاد د افغانستان لپاره لومړی د فرسټ کلاس لوبه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلنو تر منځ د ای سي سي په نړیوال کپ کښي ترسره کړه.
په ۲۰۱۰ کال کښي هغه لومړۍ افغان لوبغاړی سو چي په فرسټ کلاس سېالیو کښي یې ډبله سلیزه ترسره کړه او پدغه لوبه کښي افغانستان د شهزاد د ۲۱۴ منډو په مټ د ۴۹۴ منډو هدف پوره او کاناډا ته یې ماته ورکړه.
یو ورځنۍ لوبي
شهزاد خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نیدرلنډ ته د افغان لوبډلي د لوبیز سفر پر مهال ترسره کړه دا د ۲۰۰۹ کال د اګسټ ۳۰مه نېټه وه.
د سریز په دوهمه لوبه کښي هغه سلیزه ترسره کړه او په دې سره لومړی افغان لوبغاړی سو چي په یو ورځنیو لوبو کښي سلیزه جوړوي.

شل اوریزه لوبي
د ۲۰۱۰ کال په فبروري میاشت کښي محمدشهزاد د ایرلینډ خلاف خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه .
په همدغه ۲۰۱۰ کال کي د ای سي سي ۲۰ اوریزه نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کښي شهزاد درې نیمه سلیزي ترسره کړې چي افغانستان وروسته د ۲۰۱۲ نړیوال شل اوریزه جام ته لار وموندل او شهزاد هلته د هند او جنوبي افریقا خلاف هم ولوبېد.
ریکارډونه
۱: هغه په یوه شل اوریزه لوبه کښي د ویکیټ ساتني پر مهال د ډیرو (۵) لوبغاړو د سوځولو ریکارډ ثبت کړی.
۲: په ۲۰۱۶ کال کښي شهزاد د زیمبابوی خلاف شل اوریزه لوبه کي ۱۱۸ منډي جوړي کړې او هغه لوبه کښي د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو او دا یې ۸مه د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه وه چي ترلاسه یې کړه چي دا د افیلېټ غړو هیوادونو تر منځ تر ټولو ډیري جایزې دي.
۳: د ۲۰۱۶ کال د مارچ پر ۸مه هغه د اسوشیټ غړو هیوادونو څخه لومړی لوبغاړی سو چي په شل اوریزو لوبو کښي یې ۱۰ ځله له ۵۰ څخه زیاتي منډي جوړي کړي.
۴: د ۲۰۱۶ کال په پای کښي شهزاد د ای سي سي له لوري د افیلیټ او اسوشیټ هیوادونو څخه د کال غوره لوبغاړی ونومول سو.
۵: د ۲۰۱۷ کال د جنوري میاشتي پر ۲۰ مه نېټه شهزاد لومړی سو چي په یوه ورځ دوو لوبو کښي ۲ نیمه سلیزي ترسره کوی چي یوه یې د عمان او بله یې د ایرلینډ خلاف وه.
د شهزاد محمدي د یو ورځنیو لوبو کارکردګي:

شهزاد محمدي د افغانستان لپاره ۸۲ یو ورځنیو لوبو کښي د ۱۴ پنځوسیزو او ۶ سلیزو په مټ ۲۷۲۰ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو زیاتي منډي ۱۳۱ دي همدارنګه ایورېج یې ۳۴ او سټرایک رېټ یې ۸۸ دي.
په یو ورځنیو لوبو کښي یې ۵۵ شپږیزي او ۳۲۲ څلوریزي ترسره کړي دي همدارنګه د ویکیټ ساتني په برخه کي یې ۶۲ کېچونه او ۲۵ سټمپونه ترسره کړي دي.
د شهزاد محمدي د شل اوریزو لوبو کارکردګي:
محمدي په ۶۵ شل اوریزو لوبو کي ۱۹۳۶ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کي یې تر ټولو زیاتي منډي ۱۱۸ دي ، ټولټال ۱۲ پنځوسیزي او یوه سلیزي لري.
شل اوریزو لوبو کښي یې ۷۲ شپږیزي او ۲۱۸ څلوریزي ترسره کړي.
د ویکیټ ساتني په برخه کي ۲۶ کېچونه او ۲۸ سټمپه ترسره کړي.
دا چي شهزاد محمدي چټک لوبغاړی دی او ډیری یې د هغه د چټکي توپ وهني لپاره له امله پېژني نو نړیوال جام کښي به د توپ وهني په برخه کي کلیدي لوبغاړی واوسي.
دا ځکه چي اُپنر او چټک توپ وهوونکی دی او ددې تر څنګ یې د ویکیټ ساتني ستره دنده هم ور دغاړي ده.