د شکېب الحسن او محمد نبي مقابله

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل د کرکټ په نړۍ کې د افغانستان ویاړ او ځلانده ستوری دی.
نوموړي له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا د افغانستان لپاره ۱۲۴ یو ورځنۍ لوبې کړي او په هیڅ لوبه کې د افغانستان د غوراوي کمېټې نه دی ډراپ کړی او هره لوبه کې یې لوبولی دی.
د هغه د لوبېدو پوره اړتیا حس شوې ده او کله چې له افغان لوبډلې سره نه وي، نو هیلې مړاوې وي.
هغه په ۱۲۴ یو ورځنیو لوبو کې ۲۷۸۲ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۱۶ دي.
یوه سلیزه او ۱۵ یې پنځوسیزې وهلي دي، ۱۷۴ یې څلوریزې او ۸۸ یې شپږیزې یې وهلي دي.
۵۵ یې کېچونه نیولي دي.
محمدنبي له ۲۰۱۹ کال راهیسې کله چې په شکېب الحسن بندیز ولګېد، د یو ورځنیو لوبو لومړی نمبر الراونډر و؛ خو کله چې شکېب الحسن باندې بندیز پای ته ورسېد؛ نو بېرته یې لومړی مقام واخیست او لومړی نمبر الراونډر شو.
20.JPG

په یو ورځنیو لوبو کې د شکېب الحسن او محمد نبي نومرې

د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کې د محمدنبي عیسی خېل نومرې ۳۰۱ دي او د شکېب الحسن نومرې ۳۷۳ دي.
د دواړو ترمنځ د نومرو برخه کې ۷۲ نومرې توپیر دی.
اوسمهال په شکېب پسې د محمد نبي رسېدل ګران دي او ښایي چې ونشي کولای، چې لومړی مقام ترې بېرته د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کې ترلاسه کړي.

د محمد نبي او شکېب الحسن مقابله

محمد نبي عیسی خېل له یو کلن ځنډ وروسته په رسمي یو ورځنۍ لوبه کې د ایرلېنډ پر وړاندې د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۲۱ مه راڅرګند شو.
په همدې ډول شکېب الحسن هم له یو کلن ځنډ وروسته د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبه کې وځلېد.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د جنوري په۲۰ مه د چهارشنبې په ورځ په بنګله دېش کې ترسره شوه.
دا لوبه بنګله دېش په ۶ وېکټو وګټله، په دې لوبه کې شکېب الحسن د توپ اچونې برخه کې په ۷ اعشاریه ۲ اورونوکې ۸ منډې ورکړې، دوه اورونه یې مېډن کړل او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
sh.JPG
د دې سربېره یې د توپوهنې برخه کې ۱۹ منډې هم جوړې کړې.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم شکېب الحسن ترلاسه کړه.
په دې مقابله کې شکېب ځان بریالی ثابت کړ.
پاتې شوه د محمد نبي لوبه؛ عیسی خېل ته پکار ده، چې د ایرلېنډ پر وړاندې ښه کارکرده ګي وکړي، ترڅو وکولای شي، چې د شکېب په څېر زبردسته لوبه نندارې ته وړاندې کړي او ځان ورپسې ورسوي.

شل اوریزو لوبو کې د دواړو مقابله

په شل اوریزو لوبو کې لا هم محمد نبي عیسی خېل د نړۍ په کچه لومړی نمبر الراونډر دی او شکېب الحسن بیا دویم نمبر کرکټ ټولچاری دی.
محمدنبي عیسی خېل په شل اوریزو لوبو کې ۲۹۴ نومرې لري او د شکېب الحسن نومرې بیا ۲۶۸ دي.
د دواړو ترمنځ ۲۶ نومرې توپیر شته.
شکېب الحسن اوسمهال ۳۳ کاله عمر لري او د محمد نبي عمر بیا ۳۶ کاله ذکر شوی دی.