
یاران سپورټ
د انګلستان بلاسټ سوداګریزو کرکټ لوبوکې د کېنټ لوبډله محمدنبي عیسی خېل سترګې پر لار ده.
محمدنبي عیسی خېل په ۲۰۱۸ او ۱۹ م کلونو کې په یاد لیګ کې په دوو بېلابېلو لوبډلو کې ولوبېد. پروسږ کال یې د کېنټ لوبډلې لپاره لوبېدل له لاستهراوړنو ډک و. ده په هسکو شپږیزو سره یو ځل لوبډله د سُري لوبډلې پر وړاندې ونازوله او په کمو توپونو تر ۴۰ منډې وکړې.
په توپ اچونه کې یې تر ۸ وېکټې واخیستې، یوه غوره الراونډري یې نندارې ته وړاندې کړه. اوس د ۲۰۲۰ م درېیم پړاو بلاسټ سیالیوته د کېنټ لوبډلې پېرلی دی.
د دغو لوبو رسمي فېسبوکپاڼې د جمعې په ورځ د محمدنبي د غوره وېکټو ویډیو خپره کړې، چې هغه پکې بولډ اوټ، رن اوټ، سټمپ اوټ او کېچ اوټونه ترسره کړي دي.
د ویډیو لپاره یې په عنوان کې لیکلي د محمد نبي وېکټې!
د ویکي پېډیا د معلوماتو له مخې سږ کال د بلاسټ سیالیو درېیم پړاو ترسره کېږي، محمدنبي، راشدخان او د مجیب الرحمن لوبېدل پکې یقیني دي.
که لوبې د انګلستان د حکومت او کرکټ بورډ په اجازه د راروانې اګسټ میاشت په ۲۸ مه نېټه پیل شي، نو د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې به پکې ننداره کړو.
اوس د کېنټ لوبډله د محمد نبي ښې لوبې سترګې په لار او خوشبینه ده.
تاسو د کوم افغان لوبغاړي لوبه خوښوئ؟
لېنک: