پر شخصي ژوند د وخت د مدیریت اغېز

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
احتمالاً تر ټولو اصلي ستونزه، چې ننني خلک یې لري، د وخت کمښت دی. هغه کسان چې په کار ځای کې دي، باید ډېر زیات کارونه ترسره کړي او د خپل شخصي ژوند لپاره ډېر کم وخت لري. ډېری خلک په خپلو مسؤولیتونو او کارونو کې ډوبېږي او هر څومره چې سخت کار کوي، نو دا احساس لا پسې زیاتېږي، تاسو پرځای د دې، چې په روښانه او واضحه توګه تصمیم ونیسئ، چې زړه مو څه غواړي، په پرله‌پسې توګه د هغو پېښو په وړاندې، چې شاوخوا ته مو رامنځته کېږي، غبرګون ښکاره کوئ او ډېر ژر د خپل کنټرول حس له لاسه ورکوئ.
وخت ستاسو تر ټولو ارزښتمنه سرچینه ده، تر ټولو ارزښتمن څیز دی، چې لرئ یې او نه شئ کولای، چې له هېڅ څیز سره یې بدل کړئ یا نه شئ کولای چې زېرمه یې کړئ، یوازې کولای شئ، چې د لوړ ارزښته او ټیټ ارزښته فعالیتونو لپاره یې ځانګړی کړئ. ټول کارونه وخت ته اړتیا لري. په پرله‌پسې توګه د خپل وخت په اړه فکر کول، مخکې تر دې چې تېر یې کړئ، په چټکه توګه د وخت د مدیریت د ښه‌والي او ستاسو د ګټه اخیستنې د ډېرښت سبب ګرځي.
ما تل فکر کاوه چې د وخت مدیریت د کار و بار یوه وسیله ده، لکه د حساب ماشین یا ګرځنده ټیلیفون، دا هغه څه دی چې ستاسو د ګټه اخیستنې د ډېرښت او په پایله کې د ډېرو پیسو د ترلاسه کېدو سبب ګرځي. وروسته مو زده کړل، چې د وخت مدیریت یو مهارت یا چاپېریالي فعالیت نه دی، دا ستاسو د فعالیتونو مرکزي هسته ده، چې هر څه ور پورې تړلي دي.
د شخصي موخو له لارې د ګټه اخیستنې ډېرښت
په کاري ژوند کې مو، له تاسو څخه د نورو له خوا ډېرې غوښتنې کېږي، چې ټاکل شوې وه هغه کم وخت، چې لرئ یې د خپلې ټاکنې لپاره تېر کړئ، له تاسو څخه یې اخلي. په کور کې تاسو کولای شئ، په ډېره اندازه له خپل وخت څخه د ګټه اخیستنې په ډول باندې کنټرول ولرئ او خپله ورځنۍ ګټه اخیستنه، د شخصي موخو له لارې زیاته کړئ. د وخت شخصي مدیریت له تاسو سره پیلېږي، دا کار په دې اړه په فکر کولو سره، چې ستاسو په ژوند کې واقعاً څه څیزونه مهم دي، پیلېږي. تاسو باید خپلې موخې د خپل ژوند په دریو اصلي برخو کې تنظیم کړئ، دا هغه دلیل دی چې تاسو سهار له خوبه را ویښېږئ، سخت کار کوئ، چې مهارتونه مو زیات کړئ.
ستاسو مشهودې او نامشهودې شخصي او کورنۍ موخې څه دي؟ یوه مشهوده کورنۍ موخه کولای شي، یو ستر کور، ښه موټر، ستر ټلویزیون، د رخصتیو لپاره پروګرام جوړونه یا بل هر څیز، چې پیسو ته اړتیا لري، وي. یوه نامشهوده موخه کولای شي، د ژوند له شریک او ماشومانو سره د لوړ کیفیته اړیکې جوړول، له کورنۍ سره ډېر وخت تېرول، پلی مزل کول او د کتاب ډېره مطالعه وي. دې شخصي او کورنۍ موخې ته رسېدل د وخت د مدیریت واقعي شیره او اصلي موخه یې ده.
خپلې کاري او دنده‌ییزې موخې روښانه کړئ
د موخو دویمه برخه، د کاروبار موخې دي، یانې د «څرنګوالي» موخې، چې شخصي موخو ته د رسېدو لپاره یوه تګلاره ده. څنګه کولای شئ، چې په هغه کچه ګټه ولرئ، چې خپلو کورنیو موخو ته ورسېږئ. څنګه کولای شئ، هغو مهارتونو او وړتیاوو ته پراختیا ورکړئ، چې تاسو د دنده‌ییزې بریا په اوج کې ساتي؟ دنده‌ییزې او سوداګریزې موخې په بشبړه توګه اړینې دي، خصوصاً هغه مهال، چې له شخصي او کورنیو موخو سره په توازن کې وي.
د وخت د مدیریت کلیدي اقدامات
د وخت د مدیریت اصل وایي، چې سخت وختونه، آسانه وختونه بهر کوي، یانې سخت وختونه، لکه کار کول، د هوساینې وختونه، لکه هغه وخت چې له خپلې کورنۍ سره یې تېروئ، بهر کوي. که تاسو په اداره کې خپل کارونه، له وخت څخه د ناسمې ګټه اخیستنې په دلیل بشپړ نه کړئ، لا چاره باید هغه وخت، چې باید له خپلې کورنۍ سره یې تېر کړئ، د کار کولو لپاره ځانګړی کړئ، په پایله کې له هغه ځایه، چې کورنۍ ستاسو لپاره ارزښتمنه ده، خپل ځان په یوه ارزښتیز تضاد کې وینئ.
درې کلیدي پوښتې شته چې کولای شئ تل یې له ځانه وپوښتئ، چې خپل شخصي ژوند په توازن کې وساتئ. لومړۍ پوښتنه دا ده، چې «واقعاً زما لپاره څه څیز مهم دی؟»، له دې وروسته ډاډمن شئ، چې د هغه کار د ترسره کولو په حال کې یاست، چې دې پوښتنه ته ځواب وایي. دویمه پوښتنه دا ده، چې «زما تر ټولو ارزښتمن فعالیت څه دی»، په شخصي ژوند کې دا په دې مانا ده، کوم کار دی، چې ترسره کوم یې، چې ترې ډېر خوند اخلم او د رضایت او خوښۍ احساس کوم؟ د هغو کارونو په منځ کې، چې کولای شم په یو وخت کې یې ترسره کړم، کوم کار زما ژوند ته ډېر زیات ارزښت ورکوي؟ وروستۍ پوښتنه، چې څو څو ځله یې باید له ځانه وپوښتئ دا ده، چې «اوس څنګه له خپل وخت څخه په ښه توګه ګټه واخلم؟»
له هغه ځایه، چې په یوه وخت کې یوازې کولای شئ یو کار ترسره کړئ، باید تل خپل شخصي ژوند مدیریت کړئ، چې وکولای شئ، یو کار، تر ټولو مهم کار، په هر وخت کې ترسره کړئ.
د شخصي لومړیتوبونو تنظیمول  
د شخصي وخت مدیریت تاسو ته د دې وړتیا درکوي، چې وټاکئ، لومړی کوم کار او وروسته کوم کار ترسره کړئ او کوم کارونه هېڅ ترسره نه کړئ. تاسو په دې باندې توانوي، چې د خپل ژوند هر اړخ مدیریت کړئ، چې له خپلو فعالیتونو څخه ډېر خوند واخلئ او ډېر زیات د خوښۍ او رضایت احساس وکړئ.