د نړیوال جام تر ټولو ډېر ویکټې اخیستونکی وپیژنئ!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه او راټولونه: مریم صدیقي
تر دې مهال د اسټرالیا لوبډلې چپ لاسی تېز توپ اچونکی، مېچل سټارک د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو تر ټولو ډېرې (۱۵) ویکټې تر لاسه کړې. سټارک په اسټرالیا لوبډله کې یو له پیاوړو بالرانو څخه شمیرل کیږي، چې د خپلې لوبډلې لپاره ډېره په سړه سینه لوبه تر سره کوي.
مېچل سټارک په ۱۹۹۰م کال د اسټرالیا په سیډنی ښار کې زېږېدلی. د لوبو پیل یې په ۲۰۱۰م کال کې د لومړۍ ځل لپاره په یو ورځنیو لوبو کې و، او په ۲۰۱۱م کال کې په ټېسټ او ۲۰۱۲م کال کې د لومړي ځل لپاره په شل اوریزو لوبو کې ګډون وکړ.
سټارک د کرکټ په نړۍ کې د یارکر او فسټ بالېنګ توپ اچوونکی ده، په کین لاس توپ اچونه کوي ، او د خپلې لوبډلې په شمول په نورو سوداګریزو لوبو کې یې هم ګډون کړی.
سټارک په۲۰۱۶م کال د نړۍ د تېزو ۱۰۰ لوبغاړو سوځولو ریکارډ هم په خپل نوم ثبت کړ، چې په ۵۲ یو ورځینو لوبو کې یې ۱۰۰ لوبغاړی وسوځول. تر مېچل کابو شل کاله وړاندې پاکستاني لوبغاړي سقلین مشتاق دا ریکارډ درلود او نوموړي په ۵۳ لوبو کې ۱۰۰ لوبغاړي اوټ کړي و.

سټارک واده کړی او میرمن یې الېسا هیلي د اسټرالیا په ښځینه کرکټ لوبډله کې ده.

خو افغان ګوګلی بالر راشد خان وشو کولی، چې د مېچل سټارک دا ریکارډ له سره تازه کړي، راشد ۴۴ پنځوس اوریځو لوبو کې د ۱۰۰ لوبِغاړي ویګټې تر لاسه کړې.
سټارک واده کړی او میرمن یې الېسا هیلي د اسټرالیا په ښځینه کرکټ لوبډله کې ده.
د سټارک لپاره تر ټولو ښه زیری دا و چې په ۲۰۱۵م کال پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو کې دی او میرمن یې د لوبو غوره لوبِغاړي جایزې په اخیستلو سره نړیوال ریکارډ خپل کړ.
سټارک توپ اچونه کې تر۱۵۰ پورته توپ هم اچوی او په یوه لوبه کې یې دوه ځله سر په سر درې لوبغاړي سوځولي(هټ ټریک) یې کړی.