۷ ورځنۍ تېروتنې چې ستاسې روغتيا ته ضرر رسوي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عمران لمر
زمونږ ځينې عادتونه او کړنې دومره تکرارېږي چې زمونږ د ژوند په يو ډول عادت بدلېږي، بد عادتونه چې زمونږ روغتيا ګواښي.
په دې ليکنه کې مونږ ۷ هغه مروجې تېروتنې څېړو چې تاسې شايد فکر هم ونه کړئ چې سرته يې رسوئ:
۱- په پوره اندازه اوبه نه څښل
مونږ تل د اوبو د ګټو په هکله اورو؛ مګر په رښتيا هم زمونږ څو کسه په پوره اندازه اوبه څکي؟
د اوبو د حياتي سرچينې شتون د ژوند ستره اړتيا ده؛ اوبه کولای شي چې د عضلاتو په انرژۍ، ځوان پاتې کېدلو، د پوستکي په روغ ساتلو او د وزن په کمولو کې مرسته وکړي.
همدارنګه د کولمو د ښه فعاليت لپاره هم زمينه برابروي او په ټوله کې د اوبو څکل د تازه والي احساس درکوي او ستړيا مو ختموي؛ نو اوبه وڅکئ.
د اوبو څښل د انرژۍ لرونکو څښاکونو له څښلو ښه دي.
۲- خفګان او اضطراب
ډېری خلک سره له دې چې اضطراب لري؛ مګر کوم خاص فکر ورته نه کوي؛ مګر له لږ وخت وروسته ورته د ملا درد، سر درد او نورې خطرناکې ناروغۍ پيدا کېږي.
هڅه وکړئ چې د ورځې په اوږدو کې يو څه وخت د فشار کمولو او د خپل بدن د استراحت لپاره ځانګړی کړئ.
يو ښه وړانديز چې مونږ يې درته وړاندې کولای شو دا دی چې: خپل سر مو د دايرې په څېر وڅرخوئ او اوږې مو پورته وغورځوئ.
دا تمرين په هر ځای کې سر ته رسولای شئ.
۳- د مېوې او سبزيجاتو په نسبت غوښه ډېره خورئ.
متاسفانه زمونږ په ټولنه کې د غوښې مصرف مخ په زياتېدو دی؛ غټه غوښه د سرطان يو له ګواښوونکو عاملينو دی، همدارنګه غټه غوښه غوړ لرونکي تېزاب زياتوي چې شتون يې د زړه د ناروغيو يو پېژندل شوی عامل ګڼل کېږي.
غوښه تېزابي خواړه دي؛ نو په دې اساس د بدن د PH د تعادل لپاره بايد په مساوي او يا زياته اندازه له مېوو او سبزيجاتو هم استفاده وکړو. هڅه وکړئ چې غوښه کمه وخورئ.
۴- کړوپ کښېناستل يا په لار کړوپ تګ.
د نن ورځې د ژوند طرز، د مېز شاته ناسته او له کمپيوټره زياته استفاده د دې باعث شوي دي چې مونږ خپل وضعيت او د ملا تير جوړښت ته کمه پاملرنه وکړو.
د ملا تير ته نه پاملرنه او د اوږد وخت لپاره کړوپ کښېناستل نه يواځې د قامت د کږېدو سبب کيږي؛ بلکې د عضلو او مفصلونو دردونه هم رامنځته کوي.
د بدن بد وضعيت د ملا د درد او د ملا تير د خرابېدو؛ همدارنګه سر درد، د معدې درد، د کولمو درد او د وينې د کموالي سبب کېږي.
۵- تر ناوخته ويده کېدل.
تر ناوخته ويده کېدل د بدن د کار او روغتيا لپاره ډېر زيانونه لري؛ د انرژۍ کموالی، چاغوالی، نا منظم ميتابولېزم او د بدن د هورمونو سم فعاليت نشتوالی د ناوخته پورې ويده کېدلو زيانونه دي.
هڅه وکړئ چې د خوب لپاره منظم مهالوېش ولرئ، په يو معلوم وخت کې د شپې ويده شئ او سهار وخته له خوبه پاڅېږئ.
د شپې له خوا له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب ډېر اړين دی.
۶- ساه اخېستل هېرول.
کله چې مونږ نا آرامه غوصه او يا تر فشار لاندې يو؛ نو د بدن قوي کنترول کوونکی ميکانېزم مو هېر وي: ژوره ساه اخېستل.
د ساه اخېستلو په کنترول او نظر کې نيولو سره کولای شو، د زړه ضربان او اعصاب آرام کړو او سکون ترلاسه کړو.
د اکسيجن قوت زمونږ په بدن کې ډېر مهم دی؛ نو په دې اساس په بدن کې يې د جريان په زياتېدو کولای شو، نه يواځې د بدن په عضلاتو او حجراتو کې تازه والی راولو؛ بلکې د اعصابو سکون چې ټول روحي او حسي اړخونه کنترولوي؛ هم لاسته راوړو.
کله چې غوصه وئ، کم انرژي وئ او يا د فشار احساس مو کولو؛ نو د ساه اخېستلو تمرين تجربه کړئ.
۷- په پوره اندازه نه خندل.
فکر نه کوم چې د زړه له تله د خندا پرته دې بل خوند په مونږ دومره مثبت تاثير ولري؛ خوښ خلک له نورو ډېر عمر کوي.
کله چې مونږ خاندو؛ نو اعصاب د فشار کمولو او د خفګان له منځه وړلو لپاره زيات اندروفين آزادوي او مونږ د زيات آرام احساس کوو.( اندروفين د مخاطي غدو او هيپوتالاموس څخه ترشح کېږي چې د درد آرامولو کې تاثير لري.)
په دې اساس هڅه وکړئ چې په سختو او بدو شرايطو کې هم د ځان خوشحالولو لپاره يو څه پيدا کړئ او وخاندئ.