ليکنه: شپنه سلګۍ
په لرې پرتو سیمو کې اوس هم دا دود له منځه نه دی تللی، چې نجونې، خصوصاً کونډې ښځې په ميراث کې پاتې مال او جايداد ګڼي. کونډې ته واک ورکول خپل سپکاوی او بې عزتي ګڼي. او د يوه مستقل انسان غوندې د هغې فردي او شرعي آزادۍ ته ارزښت نه ورکوي.
په دې معنی که يوه ښځه کونډه شي (مېړه يې مړ شي) د مړ شوي کس ورورنه، ترونه، تره زامن او حتی لرې تربوران يې وايي چې دا ښځه زمونږ ميراث ده او هغه څوک چې زموږ له کورنۍ نه وي، له هغې سره واده نه شي کولای، او همدا راز ياده کونډه حق نه لري، چې په خپله خوښه له بل چا سره واده وکړي، بلکې د دود او دستور له مخې مجبوره ده، چې کونتون قبول کړي او د تل لپاره له واده کولو څخه ډډه وکړي.
که احياناً واده هم کوي، نو له دود دستور سره سم د مېړه له خپلوانو څخه يو تن ته بې له دې چې له هغې څخه پوښتنه وشي، رضايت يې واخلي او يا يې هم عمر او حالت ته وکتل شي، د مېړه له کورنۍ څخه يې يو کس ته ور نکاح کړي. چې دا ناوړه کړنه د هغې په روح او جسم تلپاتې بدې اغيزې پرېږدې او ژوند يې له بدو نه پسې بدتر شي.
دا عمل نه يوازې په ښځې د تاوتريخوالي او تېري ښکاره بېلګه ده، بلکې د اسلامي احکامو مخالف عمل هم دی.
ګنې اسلام وايي چې هېڅوک ښځه نه شي مجبورولای، چې د هغې د خوښې او رضايت خلاف بل چا سره واده وکړي.
الله جل جلاله فرمايي: “ژباړه: ای مؤمنانو! تاسې ته روا نه ده، چې ښځې په ناخوښيو او زور سره په ميراث يوسئ.”
(ټول دا مني چې زما غېږه ده، عالي مدرسه
خو ټول دا هم مني، چې زه ناقص العقله يمه)