له ډېرو بوختياؤ سره سره خپل ذهن څنګه دمه کړو؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: عمران لمر
آيا کولای شئ چې په يوه بوخته ورځ کې ډول ډول دندو او مسؤليتونو ته له دا ډول چوپ او آرام ذهن سره ورسېږئ؟
مغزپوهنه او روان پوهنه په دې باور ده چې د نوښتګر او ښه ذهن درلودلو لپاره بايد هره شېبه اعصابو ته دمه ورکړو او په حقيقت کې همدا چوپ او آرام ذهن دی چې د ښو نظريو د توليد لپاره تاسې ته وړتيا درکولی شي.
په دې ليکنه کې د ذهني وقفې او دمې لپاره درې ځانګړې، ساده او چټکې لارې درپېژنو:
د اعصابو چټک دمه کول
په هغو نويو څېړنو کې چې د کاليفورنيا پوهنتون د اعصابو په لابراتوار کې شوي دي؛ راغلي چې هغه خلک چې د اعصابو د دمه کولو له تخنيکونو کار اخلي؛ په خپلو اعصابو کې ايرو رنګه قشر زيات لري چې دا موضوع د دوی د اعصابو د مختلفو برخو تر منځ د قوي اړيکو ښودونکې ده او کولای شي د عصبي ناروغيو په کمولو کې مرسته وکړي.
يا په بل عبارت: د اعصابو دمه کول د خلکو د اعصابو په لويولو، چټکولو او ځوانولو کې رول درلودلی شي.
د دې څېړنو ارشد مدير آيلين لودر وايي: ښکاري چې دا ذهني کار ښه دی او کولای شي د شخص د اعصابو په فزيکي جوړښت کې بالقوه کار وکړي.
طريقه: که تاسې د لېږد رالېږد د عمومي وسايلو له لارې تګ راتګ کوئ؛ کولای شئ له وخته هوښيارانه ګټه واخلئ او د لسو دقيقو لپاره خپلې سترګې بندې کړئ او کارځای ته له تګ وړاندې يوه اندازه دا کار وکړئ.
ښه ده چې يو ځانګړی انځور وټاکئ، د مثال په ډول يو زړه راښکونکی آبشار، د سيند غاړه، ښايسته ونه او يا بل هر زړه راښکونکی عکس او يواځې په هماغه تمرکز وکړئ. که نور فکرونه مو په ذهن کې تېرېږي؛ نو په آرامۍ سره يې يوې غاړې ته کړئ.
هڅه وکړئ چې دا کار په ورځ کې يو يا دوه ځل تر سره کړئ. د دې کار موخه په شخص کې د پېژندنې او سکون رامنځته کول دي.
د کار او هڅې ۹۰ دقيقه یي څرخکونه
آندرس اريکسون هغه ارواپوه دی چې له موسيقۍ نيولې تر پوهې، ورزش او کار پورې په مختلفو برخو کې د څېړنو او کارنده نظرياتو له وجې مطرح دی.
هغه د کار او تفريح ۹۰ دقيقه اي څرخکونو نظريه وړاندې کړې ده؛ دا طريقه د انرژۍ د جذب لوري درلودونکې ده چې انسان سره د راتلونکي دوران د کارونو په ښه تر سره کولو کې مرسته کوي.
دا لاره په حقيقت کې په ورځني ژوند کې د رنګ او تفريح رامنځته کولو تر ټولو ساده لاره ده.
طريقه: ښه ده چې د (د تفريح د رايادولو زنګ) يو پروګرام پيدا کړئ؛ Scirocco يا Health Hints همدا ډول پروګرامونه دي.
د دې د نصبولو او په لاره اچولو وروسته د ۹۰ دقيقې وخت په فاصلې سره يې تنظيم کړئ او له هر ځل زنګ وهلو وروسته د ۵ دقيقو په اندازه د تفريح وخت هم په نظر کې ونيسئ او د دې له ترسره کولو وروسته بېرته کار پيل کړئ او په ښه ډول پرې تمرکز وکړئ او د اړوندو کارونو له ترسره کولو وروسته بيا تفريح وکړئ.
په دې تفريح کې په لاره تګ، همکارانو سره خبرې اترې، چای څښل، موسيقي اورېدل او يا هر بل هغه کار شاملېدای شي چې ستاسې خوښېږي؛ يعنې هغه کارونه چې تاسې ته دويم ځلي انرژي درکړي.
تر دې که تاسې فکر کوئ؛ تفريح ته اړتيا نه لرئ، بيا هم تفريح وکړئ؛ تر څو ذهن مو له کاره وروسته تازه ساه واخلي او له دې وروسته بېرته د کار لپاره چمتو شي.
ورځني خيالونه او فکرونه
ډېرو خلکو به دا کيسه اورېدلي وي چې آرتور فرای څنګه له M3 کمپنۍ څخه نوې ياداښت اخېستنې نظريې ته لاسرسی وموند؟
هغه په کليسا کې په خيالونو بوخت و چې دې نظريې يې سر ته ټکان ورکړو.
د کليفورنيا پوهنتون يو څېړونکي جوآنتا اسکولر تکرار تکرار ښودلي چې د آرتور فرای په څېر خلک چې خپلو خيالونو ته د پوره کېدو فرصت ورکوي؛ د قوي تخيلي ځواک درلودونکي وي او کولای شي د نوښتونو په آزموينو کې لوړې نمرې ترلاسه کړي.
د خيالونو او د اعصابو د دمه کولو تر منځ توپير دا دی چې په دې طريقه کې شخص د دې پر ځای چې خپل ذهن خالي کړي؛ پرېږدي چې فکر يې له ډول ډول او تصادفي خيالونو ډک شي.
دا لاره له شخص سره مرسته کوي؛ تر څو د ځانګړو خيالونو سره د مخ کېدو په صورت کې په چټکۍ سره هغه په کار واچوي.
طريقه: دې موضوع ته ۲۰ دقيقې وخت ځانګړی کړئ او په اونۍ کې دوه ځلې په ځانګړي ډول د سهارنۍ د خوړلو پر وخت نظرياتو جوړولو ته وخت ورکړئ. له کار پرته د هر څه په اړه فکر وکړئ – مثلاً د سيند غاړې ته د سفر په هکله، د خيالي کور د جوړولو په هکلهو د ورزشي سياليو د ترسره کولو په هکله او نور…
کولای شئ د دې تمرين ترسره کولو په اونۍ کې درې يا څلور ځلو پورې هم زيات کړئ.
په پورته طريقو سره به وکولای شئ چې د ډېرو بوختياؤ،کارونو او مسئوليتونو سره سره هم خپل ذهن آرام او تازه وساتئ.