په کوم عمر او شرایطو ماشومانو ته د غوا شیدې ورکړو؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
غواګانې زموږ او ستاسې په وطن کې پریمانه دي او کورنۍ یې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي.
خو دا شیدې په کوم عمر، اندازه او شرایطو ماشومانو ته باید ورکړل شي؟
په دې لیکنه کې به په همدې موضوعاتو وغږیږو:
د غوا د شیدو ځانګړنې
د غوا شیدې د پروتین او معدني موادو یوه غوره سرچینه ده.
له دې كبله غوره ده، چې ماشومانو ته دغه شیدې ورکړل شي.
د غوا شیدو کې اوسپنه، ویټامین سي او نور داسې مواد شته، چې ماشومانو ته زیاته ګټه کوي.
البته د غوا شیدې د ماشوم د چاغولو لپاره داسې څه مواد نه لري، چې ګټه ورته وکړي.
د غوا په شیدو کې کافي کلسیم هم شته. کلسیم د ماشومانو د هډوکو او غاښونو د پياوړتیا لپاره ضرور دي.
کومو ماشومانو، چې د غوا شیدې زیاتې خوړلې وي، په راتلونکيكې د وینې فشار، سکتې او د کولمو له سرطان څخه تر ډېره خوندي وي.
د عمر موضوع
د ماشومانو ډاکټران ټینګار کوي، چې ماشومانو ته نه باید له یو کلنۍ څخه مخکې د غوا شیدې ورکړل شي.
دلیل یې دا ښودل شوی، چې دغه شیدې قوي دي او له یو کلنۍ څخه مخکې ماشومانو ته د دغو شیدو هضمول ستونزمن دي.
د شیدو اندازه
په امریکا کې د ماشومانو د ناروغیو یوې موسسې ویلي، چې تر یو کلنۍ پورته ماشومانو ته په دوه ورځو کې دوه نیم ګیلاسه د غوا شیدې ورکولای شئ.
دوی ویلي، چې په دغه عمر کې ماشومان غوړې شیدې هم څښلی شي.
یاد شوی مرکز وایي، چې زیاتې شیدې ورکول ماشومان د معدې او نورو ناروغیو سره مخ کوي.
غوړې که ناغوړې شیدې؟
د امریکا د ماشومانو د ناروغیو موسسه وایي ماشومانو ته د غوا غوړې شیدې ورکول غوره دي.
د دوی په وینا ماشومان تر ۷ کلنۍ پورې د وزن زیاتولو لپاره د غوړو شیدو څښاک ته اړتیا لري.
دا موسسه وایي، چې دا سپارښتنې یې استنا هم لري.
دلیل یې دا ښيي، چې ځینې ماشومان کیدای شي له نورو ناروغیو سره مخ وي او د هغو له مخې به ډاکټران پریکړه کوي، چې دوی د غوا شیدې وڅښي کنه؟
که ماشوم لېواله نه وي؟
ځینې ماشومان د غوا د شیدو لېواله وي، خو ځینې نه وي.
نا لېوالو سره څه وکړو، چې د دغو شیدو څښاک ته لېواله شي؟
د ډاکټرانو نظر دا دی، چې داسې ماشومانو ته له هغو شیدو سره د غوا شیدې ورګډې کړئ، چې د دوی خوښیږي.
دوی وایي په تدریجي ډول بیا کولای شئ چې ماشومانو ته د غوا د شیدو په اړه تشویقي خبرې وشي او تاسې یې په مخکې زیاتې شیدې وڅښئ څو د دوی لېوالتیا ورسره پيدا او پياوړې شي.
د حساسیت ستونزه
یو شمېر ماشومان د غوا د شیدو ترڅنګ له نورو لبنیاتو سره حساسیت لري. هرکله یې چې وخوري کانګې کوي، یا کومه ناروغي ورته پیدا كیږي.
په دې صورت کې څه باید وکړو، له لبنیات ورکولو تېرشوو که بل څه؟
په دې اړه د ډاکټرانو نظر دا دی، چې ماشومانو ته له لبنیات ورکولو نه باید لاس په سرشوو.
د دوی ټینګار دا دی، چې ماشومانو ته باید د درملنې له لارې د حساسیت ختمیدو زمینه برابره شي، نه چې له لبنیات ورکولو ورته ډډه وکړو.