ژباړه: پلوشه فضلي
ډېری مېندي په خپلو سینو کي د شیدو له نشتونه کړېږي، بلي خوا ته بیا ځیني مېندي وي چي شیدې یې اوبلني وي او ماشوم یې نه سي په مړېدلای. ددې موضوع په پوهېدلو سره به مېندي وکولای سي چي څه ډول د یادو ستونزو مخه ونیولای سي.
ولې د مور شیدې نرۍ یا اوبلني وي؟
د مور شیدې د ماشوم د تغذیې له پاره له بلي هر ډول تغذیې څخه بهتره دي. خو نن ورځ زیاتو ښځو خپل ماشومان له دې نعمته محروم کړي دي. کله چي مور د لومړي ځل له پاره ماشوم ته شیدې ورکوي نو دا شیدې د شیر بالغ (لومړنۍ شیدې) په نوم سره یادېږي. خو دا شیدې اوبلني وي، ولي بیا هم د ماشوم اړتیا پوره کوي.
د مور شیدې په لمړیو وختونو کي نرۍ او لږ غوړي لرونکي وي. نو کله چي شیدې ماشوم شیدې وروي، نو په آخره کي غلیظي کېږي؛ چربي یا غوړ یې زیاتېږي. اولنۍ شیدې نرۍ وي، غوړ یې لږ وي، خو بیا هم لاکتوز قند زیات لري چي ماشوم ته کافی انرژي ورکوي او مغز ته یې تغذیه ورکوي. کله چي ماشوم ته په منظم ډول شیدې ورکول سي نو د مور شیدې یې له رقیق حالت څخه غلیظ هغه ته اوړي. د شیدو ورکولو په وخت کي ستاسي بدن اکسي توسین آزادوي چي د شیدو رقیق والی ختموي. هغه ښځي چي خپلو ماشومانو ته ډېري شیدې ورکوي نو شیدې یې له رقیق څخه غلیظ حالت ته اوړي. د مور شیدې په مناسبه اندازه پروټین، غوړ، ویټامینونه، او کاربوهایدرایت لري. همدارنګه لوکوست ماده لري چي ماشوم د عفونیت کېدو څخه ساتي. تر ۶ میاشتو پوري ماشوم یوازي د مور شیدو ته اړتیا لري. که مور ماشوم ته شیدې ورکوي نو خپله هم باید قوي او سالم خواړه وخوري ترڅو ماشوم ته سمي شیدې ورکولای سي.
د مور د شیدو د ډېرېدو لاري چاري:
1. ددې له پاره چي د مور شیدې زیاتي سي نو مېندي دي د مایعاتو لکه شیدې، چای، هندوانه، سوپ او نورو څخه زیاته استفاده وکړي. زیاته اندازه مایعات د ورځي په جریان کي مصرف کړي، لکه: دوه درې ګیلاسه شیدې، یو یا دوه ګیلاسه شربت، له ۸ څخه تر ۱۰ ګیلاسو مایعات باید د ورځي مصرف کړل سي.
2. چربي لرونکي خواړه د شیدو د غلیظ کېدو او چرب کېدو له پاره ښه دي. په مېندو کي د شیدو د ډېرېدو بېلابېلي لاري چاري سته. ځیني ښځي د شیدو په خوړلو سره خپلي شیدې ډېروي، او ځیني بیا نور اوبلن مایعات خوري څو شیدې ئې ډېري سي.
3. فندق چي یو ډول زوڼې دي د مور شیدې ډېروي او ماشوم دېر ژر د مړېدو احساس کوي.
4. د شیر افزا په نامه یو ډول نباتي محلول دی چي په درملتونو کي پیداکېږي د شیدو د ډېرېدو له پاره ښه دي.
5. خورما، عسل او بادام باید وخوړل سي.
6. غوښه، چرګ، وریجي، مایکروني هم باید مصرف کړل سي.
7. رازیانه، سیاه دانه، ګل بابو هم د شیدو د ډېرېدو له پاره ښه دي.
8. د شیدو د نشتون تر ټولو غټ لامل په منظم ډول خوب نه کول دي؛ زیاتره مېندي د ماشوم د زېږېدو په لومړیو ورځو کي په منظم ډول خوب نه کوي، نو دوی باید ماشوم خپلو مشرانو ته وسپاري او دوی خپله په منظم ډول خوب وکړي؛ څو شیدې یې ډېري سي.