د بوکس نړیوال اتل: تر هرې لوبې مخکې به مي ژړل

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د سوک وهنې پخواني نوموتي امریکایي لوبغاړي مایک تایسون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې تر هرې لوبې مخکې به مي یو ځلې ژړل.
که څه هم هغه یو تر ټولو وېرونکی بوکسر پېژندل شوی وو، خو په وینا یې، چې تر هرې لوبې مخکې یې هرو مرو ژړل.
مایک تایسون زیاته کړه:

«ما تر هرې لوبې مخکې ژړل، دا ځکه چې زما څخه د بوکس یو داسي لوبغاړی جوړ شو، چې هیڅ مې ورسره مینه نه لرله. زما اصلي جوړښت تر سیالیو مخکې وو.»

د نړۍ دا مخکښ سوک وهونکي په ۲۰۰۵م کال کې له سیالیو سره مخه ښه وکړه، خو اوس یو ځلې بیا لوبو ته بیرته راستون شو.

تایسون ویلي لوبو ته یې د بېرته راګرځېدو موخه دا ده چې د لوبو په پيسو له غریبو او نشه کارکوونکو کسانو سره مرسته وکړي.
۵۴ کلن مایک تایسون یو له هغه نړیوالو لوبغاړو څخه دی چې په لوبو کې د ډېرو بریاوو او ښه ځلېدو له امله یې نړیوال نوم درلود.

تایسون د خپل ژوند په لوبیز پړاو کې ۵۸ نړیوالې لوبې ترسره کړې وې، چې له ډلې یې ۵۰ ګټلې، ۶ بایللې او دوې یې بیا بې پایلې پایته رسېدلي.
د یادلو لوبو له ډلې ۴۴ لوبغاړي هغه ناک اوټ کړي دي، چې دا د یوه لوبغاړي لپاره ډېره لویه خبره ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.