مایکروسافټ حیرانونکی چټ بوټ جوړوي؛ د شخص په استازیتوب به خبرې کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

کیدای شي، چې په راتلونکو کلونو کې تاسو وکولای شئ، د خپل کمپیوټر د لارې له هغو چټ بوټونو سره خبرې وکړئ چې د داسې اشخاصو په استازیتوب به درسره غږیږي چې کلونه مخکې یې له نړۍ کډې بار کړي او نور د ژوند په قید کې نه دي.
سلیکان ویلي (نیت نیوز) – مایکروسافټ کارپورېشن تېره میاشت د داسي سافتویر د جوړولو وویل؛ چې دا سافتویر کولاي شي، چې د هر یو مشخص انسان طریقه د چت/کتبي مکالمه او فکر زده کړي. که هغه کس مړ یا هم ژوندۍ وي .دا سافتویر د ده په ځای د خلکو سره چټ کولاي شي او عیناً د هغه کس د افکارو مطابق نورو سره روزانه چټ تبادله کولاي شي.
(چټ بوټس) اتوماتیک سافټویر دی، چې پخپله د لیک په طریقه یا چټ/ کتبي طریقه د خلکو سره اړیکه نیولي شي.
د یادونې وړ ده، چې د مایکروسافټ دې نوي الګوریتم کارولو سره به هر (چټ بوټس) داسې یو خودکاره/اتومات سافټویر دی، چې دا به د ټولنیزو رسنیو پوسټونو یعني لیکنو/لیک، نظرونو، ویډیوګانو او ورته نورو کارونو له مخې د یو شخص شخصیت پیژني او بیا به په اوتومات ډول له خلکو سره چټ کوي / انتقالوي.