د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د مېرمنې میشل اوباما د خاطرو کتاب چاپ شوی.
د دغه کتاب چاپ د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوسه را پارولې ده.
ټرمپ ولې غوسه دی؟
میشل اوباما د خپلو خاطراتو په تازه چاپ شوي کتاب کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ د اوباما او د دې كورنۍ په اړه متعصبانه نظریات ورکړي.
د میشل په وینا له دې كبله به ټرمپ هیڅکله ونه بښي.
د ټرمپ غبرګون
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې د یوه بهرني سفر پرمهال د میشل اوباما د خاطراتو کتاب له چاپ اوپکې د ده په اړه له داسې څرګندونو خبر شوی و.
هغه په یوه خبري ناسته کې د میشل د نظریاتو په ځواب کې وویل: زه به هیڅکله د میشل د ژوند ملګری (بارک اوباما) ونه بښم. هغه د امریکا له پوځ سره زیاتی کړی دی.
د ټرمپ په وینا اوباما پخپله واکمنۍ کې پوځ ته لږه بودیجه ورکړې وه، چې ورسره پوځ کمزوری شوی او بې خونده شوی و.
د میشل د خاطرو په اړه
میشل اوباما، چې ټاکل شوې وه د نومبر په ۱۳ مه یې د خاطراتو کتاب چاپ او بازار ته راووځي خپل کتاب ته د «ترسره کیدل» نوم ورکړی.
ویل شوي، چې دا کتاب به په ۲۴ ژبو په مختلفو هېوادونو کې خپور شي.
د دغه کتاب او هم د اوباما د خاطراتو د بل کتاب د چاپ لګښت ۶۵ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ کاناډا، انگلستان، استرالیا، نیوزیلند، هند او جوبي افریقا هغه هېوادونه دي، چې د میشل اوباما کتاب به پکې زر چاپ او د خلکو لاسته ورسیږي.
ژوره شخصي تجربه
میشل اوباما خپل دا کتاب د ځان لپاره یوه ژوره شخصي تجربه ګڼلې ده.
هغې هیله ښودلې، چې کتاب یې نورو ته یوه الهام بښونکې سرچینه شي.
میشل اوباما تردې مخکې هم یو بل کتاب لیکلی و. هغه کتاب په ۲۰۱۲ کې چاپ شوی و، چې موضوع یې د سبزیجاتو استعمال و.
د نورولومړۍ مېرمنو کتابونه
د اوباما له مېرمنې مخکې د امریکا د نورو یو شمېر ولسمشرانو د مېرمنو کتابونه هم چاپ شوي.
په دې برخه کې یوازې پت نیکسون لاس په کار شوې نه وه او د خاطرو کتاب یې نه و لیکلی.
د نورو ولسمشرانو مېرمنو ټولو د خپلو خاطراتو کتابونه لیکلي، چې مشهور یې د لیدي بردجانسون او هیلري کلینټن د خاطراتو کتابونه دي.