میرمنو او نجونو ته د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه اړینې لارښوونې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: مریم محمدي
مياشتنی عادت هغه حالت دی، چې نوې پېغلې د لومړي ځل لپاره له ۱۱-۱۶ کلنۍ پورې پرې اخته او وروسته پرته د اميدوارۍ له مودې، په عادي ډول په هرو ۲۸ ورځو کې يوځل پيدا کيږي.
که چیرته مو خپله میاشتنۍ ناروغي ولیده نو لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
۱- که چیرې مو میاشتنۍ ناروغي په هرځل راتګ سره حد اکثر یوه اوونۍ او حد اقل څلور ورځې دوام کوي دا نورمال حالت دی، مګر له دغه ان‌‌‌‌‌‌ډوله وتل پدې معنې چې میاشتنۍ ناروغي مو منظمه نده او د علت د معلومولو لپاره یې ‌‌‌‌‌‌ډاکټرې سره حتماً ووینئ.
۲هغه مېرمنې، چې په مياشتني عادت کې نظافت رعايت نکړي، د رحم التهاب، د نفيرونو بندښت او ان د بې اولادۍ لامل يې هم کيږي.
۳- ډیرې یخې اوبه ونه څښئ، ګازلرونکې نوشابې ونه څښئ.
د ‌‌‌‌‌‌ډیرو سړو اوبو څښل په رحم کې د وینې د پاته کیدو سبب ګرځي او بلاخره د التهاباتو تر څنګ په اوږد محال کې د رحم د سرطانونو سبب ګرځي.
۴- که چېرې د مياشتيني عادت پرمهال نظافت مراعات نه شي، يو لړ ستونزې هم رامنځته کوي، چې يو شمېر مېرمنې له خارښت او سوزاک يادونه کوي.
د دې لپاره، چې له دې راز ستونزو نه ښځینه په امن کې وي، غوره ده، چې د مياشتني عادت پر مهال له کوټکس نه ګټه واخلي.
هغه شمېرمېرمنې، چې نشي کولای له کوټکس نه کار واخلي، هغوی دې ټوټه په صابون پرې مينځي، لمرته دې وچه او تر اوتو کولو وروسته دې ترې کار واخلي.
۵- د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې درانه او شاقه کارونه باید ونکړل شي ځکه د وینې بهونکي هارمونونه په بدن کې په ګړندۍ بڼه په حرکت کې وي او ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر د شدیدې خونریزۍ سبب ګرځي.
۶- د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې د سر د پوستکي کوچني سوري واز وي نو پدې دوران کې د سر مینځلو په پار له شامپو کارولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړئ چې د ‌‌‌‌‌‌ډیر شدید سر درد سبب ګرځي.
۷- که مو میاشتنۍ ناروغي دفعتاً ودریده نو لمړی باید فکر وکړئ چې حمل مو اخیستی، خو که حمل نه وي نو بیا دا لاملونه لري، شدیده کم خوني، د تایرای‌‌‌‌‌‌ډ غدې غیرمنظم فعالیت، د نخامیه غدې غیر منظم فعالیت، د رحم سرطان، د تخمو سرطان، چې باید په دې اړه هرومرو ډاکترې ته ورشئ.